د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي دي

128
8 ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د څار سازمان په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې شديدې او ډېرې شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل ۳۴ کلنی راپور په ۷۴۰ مخونو کې خپور کړی او د افغانستان په ګډون یې په څه باندې سلو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعيت څېړلی دی.

په راپور کې راغلي چې په نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د بندیز له کبله ډیری افغان مېرمنو خپل عاید له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان  د نړۍ یوازینی هېواد وه چې ښځې او نجونې  په کې په رسمي ډول له ثانوي او لوړو زده کړو منع شوي. د دې تر څنګ طالبانو د تفریحي پارکونو په ګډون په ګڼو عامه ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ بندیز لګولی او له نارینه وو پرته د ښځو له کوره وتل د ازادۍ محدودیت لا پسې پراخ کړی دی.

طالبانو له بیا واک نیولو راهېسې د ښځو د ازادۍ او حقونو د محدودولو په اړه لسګونه فرمانونه صادر کړي، ظاهراً د بشري حقونو سازمانونو اندېښنو ته پام نه کوي او پر ښځو یې فشارونو ته دوام ورکړی دی.

په وروستیو څو ورځو کې طالبانو د کابل له سړکونو په تېره بیا د کابل په لویدیځ او یو شمېر نورو ښارونو کې نجونې په دې تور نیولي چې اسلامي حجاب نه مراعتوي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو څېړونکې فرشته عباسي وايي: «طالبانو د افغانانو د حقونو او حساب ورکولو غوښتنو ته په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه، د لا ډېرو فشارونو په واردولو سره غبرګون ښوولی دی.»

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د فعالانو پرله پسې نيولو ته اشاره کړې او ويلي يې دي: «ښځې نيول شوي او د کورنۍ غړي يې په توقيف کې شکنجه شوي دي.»

په راپور کې راغلي چې د پخواني حکومت د ځواکونو او کارکوونکو انتقامي وژنې او جبري ورکېدل په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلوده.

راپور کې راغلي  چې طالب ځواکونو تل د ښځو په ګډون د مدني ټولنو د فعالانو اعتراضونه ځپلي او د افغان رسنیو  پراخ سانسور او د خبریالانو نیول د اندېښنې وړ بلل شوي دي.

د طالبانو دغه چلند د دې لامل شوی دی چې نړیواله ټولنه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته په ځانګړې توګه د بشردوستانه مرستو په لېږلو کې خپلې مرستې محدودې کړي.

عباسي د افغانستان په مسايلو کې له ښکېلو حکومتونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري اړتياوو په پام کې نيولو سره پر طالبانو فشار راوړي چې ناوړه چلند پای ته ورسوي.

د دغه راپور په بله برخه کې د طالب ځواکونو انتقامي وژنو، چې پخواني دولتي چارواکي او د امنیتي ځواکونه  یې وژلي، په اړه هم اندیښنه ښودل شوې ده.

ناوړه بشري وضعیت او د داعش بریدونه

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې په افغانستان کې به په بې ساري ډول په  ۲۰۲۳ کال کې خلکو بشري مرستو ته اړتیا درلوده او له ۳ میلیونو څخه ډیر ماشومان په شدید خوارځواکۍ اخته ول.

په راپور کې راغلي چې څه باندې ۲۸ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې اقتصادي بحران لا پسې کړکیچن شوی دی.د بشري حقونو د څار سازمان په رپوټ کې د داعش ډلې د هغو بریدونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې، چې ملکي وګړي په ځانګړې توګه هزاره او شیعه وګړي په نښه کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.