لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۵۹مه برخه
کافر مسلم یې مالوم نه دی
پنجاب د ورځې بچی هرڅهشی کوینه
ډډې مې ډکې له داغو دي
پنجاب تهران تر ټولو ډېر ایښي داغونه
ښه ده چې خپلوطن ته راغلم
په پاکستان کې مې خوړلي کوتکونه
د دې برخې لهپاره دا لنډۍ غوره شوې دي:
وطنه ستا مینې کافر کړم
قبله په بله سجده ستا په لور کومه
ما ته کشمیر هم په کار نه دی
زما پهکار دي د کابل سپـېـره ډاگونه
خدای به مې خپل وطن ته بوزي
چې نور وانهورم د پردي وطن حکمونه
کافر مسلم یې مالوم نه دی
پنجاب د ورځې بچی هرڅهشی کوینه
ډډې مې ډکې له داغو دي
پنجاب تهران تر ټولو ډېر ایښي داغونه
د سرپناه غمه مې وکړئ
یخ لگېدلی ماشومان چیغې وهینه
د سرپناه او لوږې ویره
ویرې اخیستی، همدا اوس ځان مړ گڼمه
جانانه بېرته کورته راشه
د تا په نشت له خلکو اورم پېغورونه
زویکه خپلوطن ته راشه
پردی وطن د خلکو قدر کموینه
پردی وطن دی، لاس مې بند دی
یمه حیرانه له چا مرسته وغواړمه
زموږ په بل وطن کې څه وو
نامردو کليکور کې بل کړل سرهاورونه
وطن او یار دواړه خواږه دي
اوس ترخه شوي د ځوانانو کړي قتلونه
وطن د ښکلوگلو باغ دی
ما کبرجنې ورته شاکړه، ترینه ځمه
خلک ټول پاتې په وطن کې
زه یم روان او بل وطن ته ترېنه ځمه
زموږ پر خلکو دې اور بل کړ
پنجابه تا ته به ښه نه شي داچلونه
له څو اړخونو دې تباه کړو
تهرانه تاسو به هم بایلئ عظمتونه
سپینې ماڼۍ دې کنډوالې شه
زموږ هرڅه یې لولپه کړل، ایرې شومه
د یارراتگ ته انتظار یم
جانان مې خپل وطن ته کله راولینه
ښه ده چې خپلوطن ته راغلم
په پاکستان کې مې خوړلي کوتکونه
موږ ترینه خپل وطن ته راغلو
نوروطنوال په موږ پسې دي رابشینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.