ولې امريکا او برتانيا پر يمن حمله پیل کړې؟

محمدسليم سليمان

2,399

له هرڅه لومړی به يو څو کرښې د يمن په اړه وغږېږو : يمن په اوس مهال کې د دوو دولتونو درلونکی دی  چې د يمن شمالي او جنوبي برخې تر کنترول لاندې لري ، د دواړو دولتونو نومونه د يمن جمهوري دولت دی او د دواړو بيرغ هم يو ډول دی، د صنعا دولت حوثيانو په لاس کې دی چې ددې هېواد شمالي برخې په واک کې لري، او عدن چې د هېواد جنوب کې دی د حوثيانو د مخالفينو  په لاس کې دی چې د ملګرو ملتونو لخوا هم په رسميت پېژندل شوی دی. د دواړو دولتونو  جګړه د يمن په سراسري کنترول باندې روانه ده خو اوس په يوه اوربند باندې سره هوکړې ته رسېدلي دي.

 امريکا او متحدين یې په يمن باندې د حملو په ملاتړ کې وايي چې د يمن حوثيانو د سور سمندرګي په نړيوالو اوبو کې سوداګريزې کښتۍ په نښه کړې دي او دا چې ددې کښتيو تګ راتګ بندېدل نړيوال اقتصاد ته تاوان پېښوي په يمن یې حمله پيل کړې، خو دا د سناريو يو اړخ دی په بل اړخ کې یې دا هم ویل کېږي چې په دې مهمه زماني مقطع کې د مظلومو فلسطينيانو په تور د اسرايلو محاکمه  د هاګ په نړيواله محکمه کې روان ده او په دې ورځو کې د نړۍ د خبرونو سرټکی هم ګرځېدلې دی او د ټولو نړيوالو توجه یې ځان ته راګرځولې ده. دا دعوا د اسرايلو پر وړاندې د سويلي افريقا پر مشري يو څو هېوادونو پیل کړې ده او پکې یې اسرايليان د فلسطينيانو پر ټولوژنه او نسل وژنه تورن کړي دي او دا چې دا نړيواله محکمه علني ده او خلک د اسرايلو په رسمي ډول تورن کېدو پکې ويني او د نړيوالو تلويزيوني شبکو او رسنيو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي او خلک د اسرايلو پر وړاندې لا احساساتي کوي ، دا نه یوازې د اسرايلو لپاره يوه فاجعه ده بلکې د امريکا او برتانيا لپاره هم د بې باوري او بې عزتي غټ ټکی دی چې په دې تجاوزونو او نسل وژنه کې له اسرايلو حمايت کوي نو له دې امله چې دې محاکمې او ټول وژنې ته د نړۍ د خلکو پام ونه ګرځي او د نړۍ د خبرونو سرټکي نشي نو یې په يمن باندې د حملو پيل وکړ  او په دې دوو ورځو کې د نړۍ د مطبوعاتو په سر کې د یمن نوم یادېږي او د اسرايلو او د دوی د تجاوزونو او ټول وژنې کيسه یې تته او تر شعاع لاندې راوستې ده تر څو دامريکا او اسرايلو نقشه په دې ډول عملي شي، او د اسرايلو سره  نور د سيمې هېوادونه ښکېل نشي.

پر يمن باندې د حملو له پيل لږ وړاندې د متحده ایالاتو او جاپان تر فشار لاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ورته پریکړه لیک د يمن پر خلاف تصویب کړ،  پریکړه لیک مبهم وو او په حقیقت کې د برتانیا – امریکا ایتلاف ته يې دا اجازه ورکوله چې په يمن بريدونه پيل کړي.

لندن او واشنگټن د یمن په خلاف خپلو حملو ته په داسې حال کې دوام ورکړی دی چې دا تېره شپه یې په يمن دومره سختې بمباري وکړې چې ددې حملو په دې لنډ تاريخ کې بې ساري وې. پر يمن د برتانیې او متحده ایالاتو  توغندیويز بریدونه کولی شي د يوې اوږدې جګړې لامل شي چې له ټولې سیمه به يې دودونه وخېژي.

له پوځي موخو ور هاخوا د يمن ملکي  بنسټونه هم په نښه کېږي. د جنورۍ په ٢٢مه په صنعا کې د بريتانيا په راکټي بريد کې حکومتي ودانۍ ويجاړې شوې، هوايي ډګرونه يې ويجاړ کړل، برتانوي توغندي د استوګنې په سيمو  ولګېدل او د ملکي وګړو د وژل کېدو خبرونه ورکول کېږي.

يمن چې دا څه موده د کورنۍ جګړې او له اماراتو او سعودي سره له جګړې لږ را کرار شوی وو اوس یو ځل بيا د امريکا او برتانیا د حملو ښکار شو چې له دې ايتلاف سره اوس د کاناډا او استراليا په ګډون نور هېوادونه ملګري شوي دي ، تېره شپه ان پرې شپږو هېوادونو په يو ځايي ډول بمباري وکړې.  یمن یو ځل بیا د کورنۍ او باندنۍ جګړې منځته ورکشول کېږي ، چې په تدريج سره به ګاونډیو هیوادونو ته  وغځول شي او ټوله عربي نړۍ به تر پوښښ لاندې راولي. ښایي دا دقیقا هغه هدف وي چې انګلستان او ملګري یې لري چې اوبه خړې کړي او کبان ونيسه!

په حقیقت کې، برتانوي چارواکو او د هغوی متحدینو د خبرو پر ځای  په ډېر توند ډول  له زور او ځواک څخه کار واخيست، او د عربي نړۍ او په ځانګړي ډول د يمن په وړاندې یې د تېري لپاره بهانه موندله. نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د جګړې د زیاتیدو خطرونو په اړه اندېښمنه ده او د قانوني حللارې د پيدا کولو غوښتنه کوي. په سره سمندرګي  کې د تګ راتګ خوندیتوب باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون پر بنسټ د ګډو هڅو له لارې حل شي.

که د برتانیې او امريکا توغندیز بریدونه بند نه شي، یمن به د غزې تړانګې په برخلیک اخته شي ، له امله به یې په سلګونو او زرګونو خلک ووژل شي او بې ساري وراني به رامنځته کړي. پر يمن  باندې د حملو بېلګه د سیمې ټولو هېوادونو ته خبرداری دی چې د لويديځ ایتلاف له کړنو سره موافق نه دي.

په اوس مهال کې په منځني ختيځ کې د غزې په تړانګه او سور سمندرګي کې اوربند او  سملاسي جنګ بنديز کولای شي چې سیمه له لا ترینګلتیا وژغوري او د ملګرو ملتونو او ټولو هغو نړيوالو بشر دوسته هېوادونو وظيفه او وجيبه ده چې د سياسي او سوله ييز حلالرې او فشارونو له امله ښکېلې غاړې خبرو ته کېنوي اود بې وزله انسانانو وژنې  او ورانيو د مخنيوي لپاره اقدامات هرڅومره ژر چې کېږي ترسره او د لا نورې بربادي او قتل عامونو مخه ونيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.