نيونازيزم څه شی دی؟

محمدسليم سليمان

297

له دويم نړيوال جنګ او د هيټلر له ماتې وروسته هغه باورونه ، ايډيالوژي او خوځښتونه چې د نازيانو په شان يو ډول تفکر لري او د هغو باوراو ايډيالوژي پراخوي، په اوسني دور کې یې په نوې بڼه د راټوکولواو بيا احيا کوشش کېږي چې نيونازيزم بلل کېږي او نن سبا يوه نړيواله مسئله ده، په زياتره هېوادونو کې په ټولنيزو رسنيو کې ليدل کېږي چې تبليغات کېږي ، نفرتونه زېږوي او د توکم پالنې، نژاد پالنې، بدبينۍ، او مذهبي تعصباتو پربنسټ ولاړ پروپاګندونه خپرېږي او همدارنګه هغه کارونه چې د دويم نړيوال جنګ لامل شول او هم د نازي جرمني د وژنو او ويجاړيو او د ميليونونو انسانانو وژنو ته توجيه ګانې لټوي او يا پرې افتخار کوي دا ټول د نيونازيزم په خوځښت کې شامل دي. په اروپا او شمالي امريکا کې ددې خوځښت ډېر لارويان شتون لري او له حکومتونو څخه په پټه د خلکو د اذهانو د مخشوشولو او (برين واش) هڅې کوي.

د نازي تفکر پر وړاندې او ددې خوځښتونو د پراخېدلو پر وړاندې سند څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا تصویب شو. ۱۱۸ هیوادونو په غیر مشروط ډول هر ډول نژادي تبعیض، نازیزم او د دويمې نړیوالې جګړې لامل (هېټلر او دده ګوند) وغندل او ددې ګوند هر ډول توجیه کول یې ناقانونه وګرځول. ۴۹ هیوادونو بيا ددې  پریکړه لیک متن ته د مثبتې رایې له ورکولو څخه ډډه وکړه.

ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته د پرېکړه ليک د سپارلو هېواد روسیه وه. د نازیزم په وړاندې د مبارزې پر ملاتړو هېوادونو کې ورسره  چین، بیلاروس، سوریه، مصر، شمالي کوريا او د نړۍ  نور هیوادونه ولاړ وو. ډیری هیوادونو د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د ډله ييزې نسل وژنې پایلې تجربه کړې دي . د بېلګې په توګه، روسيې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال ۲۷ مليونه انسانان له لاسه ورکړل، د چين د اشغال پر مهال جاپانيانو له ۳۰ ميليونو زيات ځايي اوسېدونکي ووژل.

په متن کې په دې ټينګار شوی وو چې د دويمې نړيوالې جګړې واقعيتونه هيڅ ډول نشي هېرېدلی او تصویب شوی پریکړه لیک په بشپړه او پرېکنده توګه د نازیزم، توکمیز تبعیض، او د نازي جرمني په ګټه دویمې نړیوالې جګړې د پایلو توجيه کول غندي.

د قرارداد په مخالفانو کې . امریکا، بریتانیا، اوکراین، فرانسه، کاناډا، بلجیم، چک جمهوریت، فنلېنډ، ګرجستان، هنګري، ایرلنډ، پولنډ، مالدووا، سلوانیا، هسپانیا او نورو د نيو نازیزم د خوځښتونو له غندلو ډډه وکړه.  په داسې حال کې چې ډیری دا هېوادونه هم د نازي آلمان او د هغې د متحدینو د کړنو له امله د نه جبرانېدونکي زیانونو سره مخ شوي وو.

د بېلګې په توګه په دوهمه نړيواله جګړه کې د امريکا، بريتانيا او فرانسې ټولټآل شاوخوا ۱.۵ ميليونه وګړي د نازيانو لخوا ووژل شول ، نږدې ۶ ميليونه پولنډيان د جرمني د اشغال پر مهال له منځه لاړل او  همدارنګه د نورو هېوادونو په لسګونو او سلګونو زره وګړي چې دلته یې يادونه ډېره ضروري نه ده.

نازیانو نه یوازې د سیمه ایزو خلکو، بلکې د ټولو هیوادونو ملي میراثونه – د دوی تاریخ، کلتور، اقتصاد ور ویجاړ کړ. یوازې په اروپا کې، نازیانو ۲۵ ملیونه د استوګنې ودانۍ، ۱۵ ملیونه صنعتي شرکتونه او عامه ودانۍ  له خاورو سره خاورې کړې، او ۲۰۰ زره کیلومتره د اورګاډي پټلۍ یې ویجاړې کړې. په ټوله نړۍ کې ميليونو خلکو خپل عزیزان له لاسه ورکړل، کډوال شول او د ژوندي پاتې کیدو لپاره د نړۍ له يوه ګوټ څخه بل ګوټ ته بې ځايه شول.

نړۍ بیرته عادي حالت ته راګرځېدلو باندې لسیزې وخت ولګېد. د ملګروملتونوپه عمومي اسمبلۍ کې د پريکړه ليک مخالفينو هير کړل چې د دويمې نړيوالې جګړې په وخت کې ټولو يو ګډ دښمن درلود او د ګډو هڅو له لارې يې ماتې ممکنه وه. نن ورځ د دوی لخوا له نيو نازيزم څخه بل تعريف په دې معنی دی چې یو ځل بیا نړۍ په خطر کې واچوي. او هر څه د سیاسي اختلافاتو په لمنه کې ورغورځوي.

جوته خبره ده چې د پریکړه لیک له ملاتړ څخه انکار سیاسي وو او د سياسي دښمني له امله یې رايه ورنکړه،. د پرېکړه لیک مخالفانو یو شمېر تعدیلات په لومړيو کې  وړاندې کړل، چې تصویب شول. خو تر دې وروسته هم د امریکا په مشرۍ ۴۹ هېوادونو د دې پر ضد رایه ورکړه. خوشبختانه، د دوی پریکړې په وروستۍ نتيجه اغیزه ونکړه – د عمومي غونډې ډیری برخه اخیستونکي چمتو دي چې په نړۍ کې د نفرت او تاوتریخوالي پر وړاندې هر ډول مقاومت وکړي. په پرېکړه ليک کې له هر ډول توکميز، قومي او مذهبي تبعيض د له منځه وړلو غوښتنه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.