د ځوانانو نړيوال فيسټوال

محمدسليم سليمان

278

د ځوانانو نړیوال فيسټيوال  World Youth Festival چې د افغان ځوانانو په ګډون د ۱۸۰ هېوادونو، شاوخوا ۲۰ زره ځوانانو پکې برخه اخيستې ده  د روسيې په سوچي ښار کې روان دی، دا په نړۍ کې د ځوانانو تر ټولو ستره راټولېدنه ده چې شاوخوا ۲۰ زره کسان پکې ګډون کوي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته راغلي ګډونوال مدني فعالان، لوستي، ښوونکي، لوبغاړي، فرهنګيان، دواطلب کسان، د خيريه بنسټونو استازي، پنځونکي او خبريالان دي.  ځوانان به په دې فيسټيوال کې له یو بل سره د افکارو تبادلې وکړي، اړيکې به پراخې کړي، يو د بل له تجربو څخه به خبر شي، يو له بل سره به د اړيکو يو لوی نيټورک جوړ کړي او بالاخره به په يو غږ د نړۍ په کچه د مهمو مسئلو پر وړاندې په يوځايي ډول اواز جګ کړي.
له سياسي اړخه په اصل کې روسيې د داسې سترو نړيوالو پروګرامونو په جوړولو سره ښيي چې د لويديځ د هغه څه مخه ونيسي چې غواړي د روسيې څېره د نړۍ خلکو ته ناسمه او تياره ورمعرفي کړي او د داسې غونډو په بريالي ترسره کولو کې روسيه کاميابه شوې هم ده. او تر اوسه یې د هغو ناسمو تبليغاتو مخه په برياليتوب سره نيولې  چې د برتانيا او امريکا په مشرۍ روانې دي او دا هېواد د يوه استبدادي هېواد په توګه نړۍ ته معرفي کوي.
په دې غونډه کې د لسګونو هېوادونو  استازي له هر ډول تبعيض پرته او بې له سياسي او نظامي  خبرو اترو د سوله ييزې نړۍ او  بهترې نړۍ د جوړولو لپاره سره راټول شوي او په دې ابتکار سره د روسيې دولت وښودله چې کولای شي د عمل ابتکار په لاس کې ونيسي او د لويديځ او امريکا پروپاګنډه په شا وتمبوي.

دا د ځوانانو شپږم نړيوال فيسټيوال دی چې په برياليتوب سره ترسره کېږي او  د هغو نړيوالو فيسټيوالونو سلسله بلل کېږي چې په ۱۹۵۷ زېږدي کال کې  ځوانانو او زده کوونکو لخوا په نړيواله کچه په ماسکو کې ترسره شو. هغه وخت چې د سړې جګړې اوج و او نړۍ د جګړې پر پوله وه داسې کار د شوروي لخوا ترسره کول يو ډېر د پاموړ او جالب کار و.

له بله اړخه لويديځ غواړي ددې فيسټيوال په جريان کې ترهه خپره کړي نو یې د له روسيې سره د تور سمندرګي په شاوخوا جګړه شديده کړې ده ځکه چې دا فيسټيوال د تور سمندرګي په هغه غاړه په لاره اچول شوی دی چې روسيه ورسره پوله لري. او ځينې اسناد یې لا موندلي دي چې ښيي اوکراين غوښتل د (ارمنستان، اذربايجان، بلاروس او ليتوانيا) په سرحدونو کې په ځينو مسلمانانو اويهودانو باندې حملې وکړي او بيا پرې د مذهبي افراطيت او روسیې لخوا د حملو نوم کېږدي.

همدارنګه د امريکايي ويب پاڼې Change.org کې هم يو ټرېنډ د الکسي مالنکوف په مستعار نامه خپور شوی وو،  د ځوانانو نړيوال فيسټوال یې د سیاسي پروپاګنډې په ډول (غيرقانوني ) بللی و او له خلکو یې غوښتي وو چې له دوی سره شي تر څو دې فيسټوال ته د انتخاب کېدونکو ځوانانو پروسه (روڼه او عادلانه ) ترسره شي ، په داسې حال کې چې دا پټه پروسه نه وه هر کس کولای شوای بې له دې چې له پوهنتونونو څخه د فراغت سند  او نور اسناد ولري بلکې ځوان بايد يو مسووليت پذيره ځوان وي، خپلې ټولنې، خپل هېواد ته یې خير رسېدلی وي او د قوي ارادي او راتلونکي پراخ نړۍ ليد څښتن وي چې وکولای شي خپل ايديالوژي ،تجربې او نوښتونه له نورو سره شريک کړي ،ځوانان بايد يو روښانه دستورالعمل ولري او هسې د وخت تېرولو او سات تېريو ځوانان نه وي بلکې ژمن، فعال او انګېزه لرونکی وي او د نړۍ د سولې، او ښېرازي لپاره کار وکړي.

ددې جشنواري هره ورځ په يوه نامه نومول شوې ده او هره ورځ په هغه برخه کې د ځوانانو تر منځ کار کېږي، د افکارو تبادله کېږي ، تجربې شريکې کېږي او نوي نظريې او ايډياوې وړاندې کېږي. د مثال په توګه د مارچ دويمه : ( د نړۍ د سرنوشت مسووليت) د مارچ درېيمه: (د ملتونو تر منځ يووالی) د مارچ څلورمه: ( له فرصتونو ډکه نړۍ د ټولو لپاره) د مارچ پنځمه:  (راځئ چې کورنۍ د سولې او ماشومانو په نامه وژغورو)  د مارچ شپږمه: (موږ له روسيې سره يوو) او دا ټول ددې فيسټوال په نړيوال پورټال کې په ښکاره ډول ليکل شوي دي او څه پټه مسئله نه وه او نه هم دا موضوع ګانې داسې موضوع ګانې دي چې يو طرفه دي، بلکې د نړۍ ښه راتلونکی او خير پکې پروت دی.

دا چې غوښتنليکونه خورا ډېر وو ټول خلک دې فيسټوال ته ندي دعوت شوي ،او ان د روسيې دننه هم ډېر ځوانان چې واقعا وړ وو د ځای د کمبود له امله دعوت نشول او له ټولې نړۍ څخه تر ۳۰۰ زره ډېرو کسانو نومليکنه کړې وه چې ايله ترې ۲۰ زره کسان دعوت شول چې خورا مستحق، فعال او کارنده ځوانان وو.

داسې غټ فيسټوال د نړۍ په کچه خورا بې ساری دی او تر اوسه پورې په دومره تعداد ځوانان په نړيواله کچه د يوه سوله ييز هدف لپاره نه دي راټول شوي او ان ځينې کسان خو چې له اروپايي او امریکايي هېوادونو دې غونډې ته دعوت شوي وو په لاره کې د هوايي ډګرونو مسوولين يې چې پوه شوي چې روسيې ته ځي، ګرځول شوي دي. نو لنډه دا چې دا په نړۍ کې يو بې مثاله د ځوانانو راټولېدنه ده چې د يوې ښې ، سوکاله او سوله ييزې نړۍ لپاره يو له بل سره اندونه شريکوي او له بله اړخه  هرځوان به له ځان سره له دې فيسټيوال يو کتاب مثبتې خاطرې يوسي او د تورسمندرګي په ساحلونو کې چېرته چې د ۲۰۱۴ کال د اولمپیک ژمنۍ لوبې ترسره شوې وې کيسې او دلته د نويو نظريو، تجربو، او خبرو اترو کيسې به خپلو ملګرو، همزولو او هم مسلکو ته په خپلو هېوادونو کې بيان کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.