د پاکېستان سیاسي ملايان که د اسلام په نوم د خلکو غولوونکي!؟

مولوي حسام الدين حسام

329

 د اسلام دين سراسر د انسانانو د اسانۍ او سوکالۍ لپاره راغلی دی! مثلن په سفر کې انسان په طبيعي توګه په تکليف کې وي، الله ورته د نيم لمانځه حکم کړی، که سفر کې امکانات نه وه روژه دې هم نه نيسي.

يا کوم کس مريض يا معذوره وي لمونځ به په ولاړه نه، په ناسته بلکې چې څرنګه ورته اسانه وي هغسې دې ادا کړي. او داسي نور د الله تعالی اوامر حساب کړه. د اسلام دين خاص د بندګئ لپاره را ليږل شوي دی، اسلام يو فکر دی، د بنده او خالق تر منځ د باور او اعتماد تړون دی. که څوک يې خپل د شخصي ګټو يا د حاکم او مشر لپاره غلط تفسيروي، دا د دين ستونزه او نيمګړتيا نه ده.

ډير داسې کسان شته چې په کوم کار کې يې ګټه وي د الله احکام يو رکم خلکو ته تفسيروي او که يې په دې کار کې تاوان وي بيا بل رکم ورته تفسيروي. يا يې د دين څخه چاړه جوړ کړي وي، ځان ته پري مڼي سپينوي، او د نورو خلکو خيټي په څيري. په عموم کې د پاکېستان سياسي ملايانو دين د تجارت او د پيسو د پيدا کولو لپاره زریعه جوړه کړي وي. په عام محضر کې په لوډ سپيکر کې خلکو ته وايې چې الله مې په خوب وليده چې ملافضل الرحمن ته رايه (ووټ) ورکړی. بل راپورته شي قسمونه هم خوري وايې د الله رسول مې په خوب وليده چې فلانکی ته ووټ ورکړی.

د دوی مولانا صوفي محمد فتوا صادره کړي وه چې ديموکراسي او جمهوريت مطلق کفر دي. پاکېستان ملايان په ټوله اسلامي نړۍ کې اسلامي نظام غواړي خو د ځان لپاره يې بیا نه غواړي. خو د خپل ځان او هيواد لپاره دیموکراسۍ او جمهوريت په سوال و زاریو غواړي.

په کرامتونو ښارونه خرابوي، خو خپل يو کانديد د کرامت په زور نه شي کاميابه کولای. د دين څخه دوی خلک په خپلو درواغجنو دعو او د دين څخه د دين په نوم په غلطو استفاده کولو سره خلک تري متنفر کړل. که کوم امي سړی په جومات کې په خطا سره يو خبره يا يو داسې حرکت وکړي چې د ملا پکښې تاوان وي، ملايان دغه سړی سنګسار وي وايې مقدساتو ته يې توهین وکړ، خو خپله خپلو ملايانو لپاره د کفري ډيموکراسۍ او جمهوريت لپاره د رسول الله د ممبر څخه هغه به د الله دين پر دغه ممبر بیانوی، دغه د کرايي ملایان د خلکو څخه د ووټ ورکولو غوښتنه کوي. که دا منافقت او په اسلام ملنډي وهل نه وي نو دا بل څه شي کيدای شي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.