امريکا: په افغانستان کې دمګړۍ د ديپلوماتيک حضور پلان نه لرو

135


6 ساعتونه مخکې

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ديپلوماتو د فعاليتونو د پيلولو ګنګوسې رد کړي دي او ويلي دي چې د هر ډول اړيکو عادي کول د ټولو افغانانو د حقونو په رعايت کولو پورې مشروط دي.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ودانت پاتېل، د دوشنبې په ورځ د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل: «ډېره مهمه ده چې د بهرنيو چارو وزارت دريځ په بشپړه توګه روښانه کړو او هغه دا دی چې موږ په کابل کې د کوم ديپلوماتيک فعاليت د بيرته پیلولو له پاره هيڅ ډول لنډ مهاله برنامه نه لرو.»

خو طالبانو په څو ځلې ټينګار کړی دی چې د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاس وهنې پرته له افغانستان سره خپلې دیپلوماتيکې اړيکې بيرته پېل کړي.

په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو ديپلوماتيک حضور له دغه هېواد څخه د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې متوقف شوی او په افغانستان کې د دغه هېواد سفارت فعال نه دی.

پاتېل وويل چې له طالبانو سره هر ډول ښکېلتيا د طالبانو د ادارې له خوا د بشري حقونو په درناوي پورې تړلې ده.

هغه وويل: «موږ د طالبانو په ګډون له ډېرو افغانانو سره تعامل لرو، هم په داخل او هم له هېواد څخه دباندې، خو بشري حقونه او ښوونځيو ته د نجونو او ښځو بيرته ستنېدل زموږ د تعامل اصلي لومړيتوب دی.»

پاتېل يادونه وکړه چې متحده ايالات به د ملګرو ملتونو او خپلو کليدي شريکانو سره په ګډه پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي څو تبعيضي فرمانونه، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې، لغوه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د اړيکو عادي کولو چاره «د ټولو افغانانو حقونو ته په احترام پورې تړلې ده.»

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله تير شوي دي، د دې ډلې حکومت تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسمیت نه دی پيژندلی. دا په داسې حال کې ده چې چين په دې وروستيو کې د طالبانو د سفير باورليک منلی دی او داسې رپوټونه هم شته چې چين په خاموشۍ په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي.

حسین سیرت/ دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.