د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان په نړیواله کچه د بشري حقونو ” تر ټولو جدي بحران” سره مخ دی

243
د طالبانو ځواکونه او یو شمېر ښځینه معترضانې - ارشیف
د طالبانو ځواکونه او یو شمېر ښځینه معترضانې – ارشیف

د ازادۍ رادیو

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو واک ته له بیا ځلي رسېدو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر ټولو جدي بحران رامنځ‌ته کړی دی.

دې سازمان پرون په یوه راپور کې چې د دې ادارې د ښځو د برخې مرستیالې هېدر له قوله یې خپور کړی لیکلي، طالبانو په سیسټماټیک ډول د نجونو او ښځو حقونه په ځانګړي ډول د دوی زده‌کړو، کار، سفر، سیاسي مشارکت او بیان ازادۍ حقونه نقض کړي.

د بشري حقونو سازمان په دې راپور کې ادعا کړې چې نړۍ او افغانستان په تېرو ۷۵ کلونو کې یعنې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تصویب وروسته، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرته؛ له نجونو او ښځو سره د داسې بد چلند شاهد نه‌‌دی پاتې شوی.

هېدر بار: نړیوال دې طالبانو ته د پروټوکول پر ځای په غونډو او کنفرانسونو کې د دوی د ګډون او سفرونو مخه ونیسي
هېدر بار: نړیوال دې طالبانو ته د پروټوکول پر ځای په غونډو او کنفرانسونو کې د دوی د ګډون او سفرونو مخه ونیسي

د طالبانو حکومت تر اوسه د بشري حقونو څار سازمان د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې یې ټولو افغانانو ته د هغوی حقوق ورکړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان بیا په خپل راپور کې یادونه کوي چې طالبان هغه ښځې چې د دې وضعیت پر ضد غږ پورته کوي، په خپل‌سري شکل نیسي، شکنجه کوي یې، سپکاوی ورته کوي او ان ورکوي یې.

دې سازمان له نجونو او ښځو سره د طالبانو د دې بد چلند پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون ډېر ورو بللی او زیاتوي، نړیوالې ټولنې افغان نجونو او ښځو ته پاملرنه نه‌ده‌ کړې.

دا سازمان لیکي، د بشري حقونو څار سازمان، د بښنې نړیوال سازمان، د حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون او یو شمېر نور بنسټونه دې پایلې ته رسېدلي چې طالبانو د جنسیت پر بنسټ جنایات کړي او دې موضوع ته رسېدنه د عدالت نړیوالې محکمې او د جرمونو نړیوالې محکمې په واک کې ده.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په نړیوالې ټولنې هم غږ کوي چې د افغان نجونو او ښځو تر څنګ ودرېږي او طالبان د هغو کړنو له امله چې جنسیتي تعبیض بلل کېږي، مجازات کړي.

دې سازمان د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون په نړیوالې ټولنې غږ کړی طالبانو ته د ډیپلوماټیک پروټوکول پر ځای، په غونډو کې د دوی د ګډون او سفرونو مخه ونیسي او ور په یاد کړي چې دوی په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان کړکېچ نه‌دی هېر کړی.

هغه غوښتنه چې یو شمېر افغان نجونې او ښځې یې هم له نړیوالې ټولنې لري.

طالبان بیا- بیا له افغان ښځو او خپلو منتقدانو سره په ناوړه چلند تورن شوي، خو دوی داسې تورونه رد کړي
طالبان بیا- بیا له افغان ښځو او خپلو منتقدانو سره په ناوړه چلند تورن شوي، خو دوی داسې تورونه رد کړي

یوه افغانه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

“په همدې ډول د افغان ښځو غږونه خاموشه کېږي، یعنې هیڅ یوه ښځه بیا د دې جرات نه‌کوي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه او هڅه وکړي. د همدې لپاره باید ملګري ملتونه او نور بنسټونه لاس په کار شي او یو کار وکړي. ”

د جمهوري نظام پر مهال د افغان پولیسو یوه افسره چې اوس‌ د طالبانو حکومت له‌خوا له دندې لېرې شوې ده او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، نور باید د خبرو پر ځای عمل وشي.

هغه زیاتوي:

“دوه نیم کاله وشول، په کور مو زړه وچاوېده. غوښتنه مې دا ده چې نور باید یوه پایله ورکړي. غونډې هر ځای او ډېرې وشوې، خو پایله یې نه‌ده ورکړې. ”

د طالبانو اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو په نقض تورن دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ بیا ان طالبان په جنسیتي اپارتاید هم تورن کړي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا تل ادعا کړې چې افغان نجونو او ښځو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.