پاکستان په اکتوبر میاشت کې بې اسناده افغان مهاجرو ته، له دغه هیواد څخه د وتلو ضرب الاجل ټاکلی ووانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance
8 دقیقې مخکې
د پروتستانت کلیسا د مرستو سازمان د جمعې په ورځ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې، له کله راهیسې چې طالبان یو وار بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي د ښځو او نجونو حقونه یې په پراخه پيمانه محدود کړي دي.
د دغو محدودیتونو په لړ کې د ملګرو ملتونو په پروګرامونو او مرستندویه سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز، د دې سبب شوی دی چې ښځې د مرستو له ترلاسه کولو او ژوند ژغورونکي ملاتړ څخه محرومې پاتې شي.
د حفاظت او رواني ټولنیز ملاتړ د چارو کارپوهه هيرام کاباریتا وویل: «دا دوی د پخوا په پرتله ډېرې زيانمنونکي کوي.»
له ناورینونو سره د مرستې سازمان ډیاکوني دې خبرې ته په اشارې کولو سره ویلي دي پاکستان په سلګونو زره افغان مهاجر چې اسناد نه لري بیرته د دوی هیواد افغانستان ته ستنوي. په دوی کې ډیرې یې ښځې او نجونې دي.
دغې مرستندویه سازمان ټینګار کړی دی: «په خپل وطن کې دوی له عامه ژوند څخه د ایستل کیدلو او بشري مرستو ته د نه لاسرسي له ګواښ سره مخامخ کیږي».
پر دې سربیره د نفقې پيدا کولو ستونزمن وضعیت هم ورعلاوه کیږي. یوې اوږدمهالې وچکالۍ دغه هیواد د ولږې او قحطۍ د ناورین کندې ته برابر کړی دی.
ډیر شمیر زلزلو د دې هیواد ځینې برخې ویجاړې کړي دي او یوه اضافي اقتصادي بحران بیا په میلیونونو انسانان له بې وزلې سره مخامخ کړي دي.
د ډیاکوني د ناورینونو د مرستې سازمان زیاته کړې ده «شا او خوا نیم میلیون مهاجر له داسې یو وضعیت سره مخامخ دي چې د لسګونو کلونو راهیسې په پاکستان کې له اوسیدو وروسته باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.»
د پاکستان حکومت په اکتوبر میاشت کې ټولو هغو بهرنیانو ته چې په دغه هیواد کې د پاتې کیدو له پاره د اعتبار وړ اسناد نه لري، له دغه هیواد څخه د وتلو ضرب الاجل ټاکلی وو.
دغه پریکړه له شاوخوا ۴ میلیونه افغان مهاجرو څخه چې په پاکستان کې اوسیږي ۱،۷ میلیونه یې اغیزمنوي.
دوییچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.