د طالبانو د لمړۍ دورې حا کمیت زما تصورات او لیکنې

سید عبیدالله نادر

222

د طالبانو د لمړي دورې د حا کمیت په دوره کې او په هغه وخت کې د پېښور په خپرونو کې زما تصورات اولیکنې

ځیني هغه شعرونه چې د طالبانو د واکمنې پر مهال او تر هغه بیا لږ وروسته  ویل شوي : د دې له پاره مې جلا کړل چې په کې ځیني ټکي دي چې په هغه وخت او زمان کې زه پرې پوهیدلم ، خو زمونږ یو شمیرسیاست مدارانو چې د پوهی او باخبری دعوی کولی هغوي ورته لاسونه لپه کړي وو، او دعاووي ورته کولي ،خو زه فکر کوم چې په هغه ټکو چې هغه وخت زه پو هیدم شاید چې ځیني خلک تر ننه پوی شوي نه وي ، دا مطالب او شعرونه ځینی یې د هغه وخت او زمان په ډیرو مجلو او اخبارو کې چاپ شوي ، چې ۲۰۱۵ نه راپدې خوا په فیسبوک کې هم ډیر شریک شوي او ډیر ځله د فیسبوک ادارې دا د خاطرو په لړ کې د دي نهه کالو په بهیر کې رالیږلي دي،چې د دي ثبوت ښايی چې دا لیکنې ما د ۱۳۷۶ تر ۱۳۸۰ پوري کړي، ډیری لیکنې می د طالبانو په دوهم دریم کال د واکمنۍ، کړي چې زما اندیښنه د هغه وخت د حالاتو په هکله ښه ښايی ،چې د نن د حالاتو سره سمون خوري ،ځینې یې د هغه وخت د جلا وطنۍ په خپرونو کې څه په پېښور کې ،  او څه هم په بهر ملکو کې خباره شوي ،او د ۲۰۱۴ کال نه په دي خوا تر ۲۰۲۳ کال چې همدا اوس د کال آخری ورځي دي،تر ننه پوري ، څو څو ځلي زما د فیسبوک او ګروپونو له آدرسه شریک شوي، او هم د هغی وخت چاپ شوي ګڼې زما ادعا ثابتوی ، او د فیسبوک له خوا لیږل شوي خاطرې زما ادعا نوره هم مظبوطوي، زه پو هیږم چې د معرفت خاوندان ترې یو څه اخیستلای شي ،ځکه دومره چې زه په هغه وخت کې د دوي په هکله پوهیدلم آسانه خبره نه وه او نه  ده ، او نه وه،او د دي فهم د ژور دقت او سوچ خاوندان کولای شي ،ډیر خله د فیسبوک ادارې په خپلو انتخابی خاطرو کې رالیږلي او ما د یو مفصلی تبصری سره شریک کړي ،او ډیر ځله می شریک کړي هم نه دي ، ځکه چې همدغه مطالب یې څو څو ځله رالیږلي، چې د  بار بار لیږلو نه د فیسبوک د ادارې په مقاصدو پوهیدلی یم ، چې د اوس زمان سره یې هم سمون خوړه نو دا تاسي ، او دا زما د طالبانو په لمړي دوره د حاکمیت کې زما تصورات د دوي په هکله.

سید عبید الله نادر

جهانی علم

کال۱۳۷۸پیښاور

طالب د علم ته او طالبانو ته

په طلســـم د معرفت ، زړه کي راوړئ روښنایي

چي د ځــــــان او د جهان سره مو وشي ، آشنایي

چي روښانه زړه ضمیر شی ،په مشعل د معرفت

نو پیدا شي په انسان کي ، بصـــــیرت او بینایي

ځان سمـــــبال کړئ ، په پوهنه او علومو د زمان

له تیازو څخه راووځــــــــئ، مخ په لور د رڼایي

کایينات مسخر کیږي ، په علم او په حکمت کې

مونږ له لاســـــه څخه وځي ، ښه وختونه طلایي

قـــــــــــــــافله ده دبشر ، کهکشان په لور روانه

زمونږ ګډه ، دنفاق ده په هر لوری رســـــــوایي

ډیر کورونه کړل تباه ، د اقتدار په ســـر جنګونو

په لکونوشــــــــــول برباد، او څه اخته په ګدایي

ای دعلم طــالبه ، یو پراخ نظر پیدا نظر پیدا کړه

چي دا ســـتونزی نه حل کیږي په دي وچه ملایي

طالبي علم دي پریږده ، جـــــهانی علم زده کړه

چی حکومت او ســــــیاست غواړي فهم او رسایي

په ستره جامو کي کشینه په یو ګوټ کې د جومات

د سینګار لپاره کش کړه ، په خپل سترګو سلایي

ته طالب یي دجومات ، ستا به څه جهان بینی وي

علم و فن د زمـــــــــــــــانی سره دي تل ده جدايي

هری چاري دي په ملـــــــــک کي ، په ټپه دریدلي

حـــــکومت که سیاست دی، که دي چاري قضایي

حکومـــت به هغه ښه وي ، چي نړي وي پیزندلی

خدای دي نه ورکــــــوی چاته ، پادشاهی د تنهایي

په آســــــانه چی راسپړي ، هری غوټي د مشکل

دغه لاس د مـــــــــــــعرفت دی دا ده پوهه دانایي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳۷۸کال پیښاور

د پردو غلا مان 

د زمانی لــــــــــدي ناخوالو ، ظلــــــــــمونه دي تیریږي

په فصــــــــلو د امیــــدونو، آفتونــــــــــــــه دي تیریږي

له یو بلا خــلا ص نه یو، په بل بلا یو اوښــــــــــــــتلي

د هستـی په سمــــــندر کـــــــــې، طوفانونه دي تیریږي

عالمــــــان د زمــــاني مو جــــــــــاهلانو نه، کم نه دي

چا ته حـــال ویيلي نه شو ،پټ دردونه دي تیــــــــریږي

د پر دو له خو لي یي زده دي ، طو طي واره څو خبري

د بید ردو غلا مـــــــــــــــــــانو ، نو بتو نه دي تیریږي

په جـــــــامو د فرشتو راځي ، اصـــــــلاح لپاره خلک

په مونږ د استـــــــــــــعمار ، زاړه چمونه دي تیریږي

د زمان د علــم و فن نه ، بی بـــــــهرې مـو طالبان دي

چی  کـــــــــاروان باندی د علم ، یر غلونه دي تیریږي

دروازي د معرفت شــــــــوی، جــاهلانو په لاس پوري

په دي دردمنو خلــــــــــــــــــکو ، ظلمتونه دي تیریږي

مهـــار د کــــــاروان مو د ریا کــــــارزاهد په لاس دی

په بی لارو بــــاندی سر یو ، زحمــــــــتونه دي تیریږي

حـــــــاکمـــــــان مو د زمــــــــــان لري تیــاره ذهنیتونه

څـــکه دي قومونو باندي ، کـــــــــــړاونه  دي تيریږي

په مذهب باندي کړي لوبی،زاهــــــــــدان د خرقي لاندي

د سپیڅلي دین په حــسن ، چپـــــــــــــــاوونه دي تیریږي

دوی خصلت د دیو و دد دی ، مصلحت ته غاړه نه ږدی

د دردمــــــــــــــــنو په زخمونو ،ګـــذارونه دي ټیریږي

په مـــکاره زمـــانی باندی، همــــــــــــــه واړه تیر وتی

 غــافلانو زمـــــــــونږ له مخـــــي صــــفونه دي تیریږي

یو همدرد او د احســــــاس خاوند په دي رباط کی نشته

د بیدردو بی احســـــــــاسو کـــــــــاروانونه دي تیریږی

چي کـــــــــــاږه ږدي قدمونه ، نادانان په دي محفل کې

د احســـــــــاس پر خــــــاوندانو ،قیــامتونه دي تیریږي

لنـــګری په درانه خوب کې  د سنــــــډا په څیر پراته یو

د د نیـا زمونږ له مخی ، ښـــــه وختـــ-ونه دي تیریږي

د انتظـــــــار سترګي شوی سپیني، په لټون کي د پهبود

د نن سبا په طمـــــــــــــــــع ، میاشتي کلونه دي ټیریږي

په بیلــــــــــــــتون کي دوطن،زمانی دي په مونږ اوړي

غلامانو په ملـــــــــــــــــــکو کې ، محنتونه دي تیریږي

کایينــــــــــــــــــات مسخر کیږی، د بشر په هڅو باندی

په مونږ په دغه دور کي ، وحشــــــــــتونه دي تیریږي

کال ۱۳۷۸پیښاور

لټون

څوک وي د زړه په ستر ګو ړوند ، په غوږو کوڼ

چا وي پرانستـــــــــــــــــــي ، خپلي ستر ګي د لټون

څوک وي ډوب شوی ، د اســـــــــــراو سمندر کې

څوک وي حســـاب په شمیر د مړو، کې په ژوندون

څوک په رمز او اشــــــــــــــارت باندی ، رسیږي

څوک هوښیــــــــــــــــار نشي ، په سل رنګه بدلون

څوک مکتب ، د روزکار څخه استــــــــــــــاد شي

څوک سړی نه کړې ، تعلیــــــــــــــم ، د افلا طون

په زرګونو افســــــــــــــــــــــــــانو به، بیدار نشي

په هــــــــــــــــــــغو چي ، جوهر نه وي د سمون

په سرنای د اســــــــــــــرافیل به، هم ویښ نه شي

چي نشـــــــــــــــــــــــــــه په هغو نه وي، د پاڅون

عبـــــــــــــــــــــــــارت د هرې پاڼي، یو دیوان دی

که عبرت سترګي کړې خلاصــــــــــې، په ګردون

معرفت ډیوي تیارې کړلي ،روښـــــــــــــــــــــــانه

چی د جــــــــــــــــــــــــهل په تیارو شو ، سباوون

پنجرو کې، د اوهامــــــــــــــــــو مونږ ایسار یو

جـــــــــــــــــــهالت څځه مو نشته دی ، خلاصون

لا تر اوسه مـــــــــــــــــــو ژوندون ، د مغارو دی

بدوی ژوند څــــــــــــــــــخه ، نشته زمونږ بیلتون

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

کال ۱۳۷۷ د طالبانو د واکمنئ پر مهال

د غافلانو لو به         

د امیـــــــــــــدونو بڼ، ثمـــــــــــــر نه لري

ځکـــه مالیـــــــار تري نه، خـــــبر نه لري

توره پرده د ناامــــــــــیدي شوه، خــــــوره

دا انتظــــــــــــــار زمونږ ګـــــذر، نه لري

د کـــــــاروان څــخه شوه ، لاره ورکـــــه

چي قـــــافلي سر کــــی ، رهــــبر نه لري

چمــــن شـــــو وران د غــافلانو ، په لاس

چــي د مالیار په شــــــــان هنر ، نه لري

ډیر عبرتنـــاکـــــه ، زماني کی او ســــو

دا عبرتګــــــــاه ، پــــه مونږ اثر نه لري

واګـي په لاس د سر نو شت کړي هغوی

چي د خپــل ځــــــــانه هم ، خبر نه لري

هر چـــــــا له یاده غــورځیدلی یو، مونږ

ځــکه چي څوک پر مونږ، نظر نه لري

شپي د فراق دي چي اوږدیږي په مونږ

دغه ماښـــــــام ګــــوندي، سحر نه لري

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

کال ۱۳۷۷

 دتخار د دریمی زلزلی په اړوند

د طالبانو د واکمنی پر مهال پیښاور

د کاڼو بارانونه    

له ښار او له ګوښـــــی نه ، فریادونه دي ، راـځي

غمــــــــــــــــجنوویرانو نه ، ماتمونه دي ، راځي

مـــــــظلوم له ناچارئ نه ژړغونئ له روزګار شو

له ســــــترګو یي د وینو کــــاروانونه دي ، راځي

عـــــــــالم په انتظار د یو دردمند دی، دیره شوی

د دشتــــــــــــی د هر لورنه ، سرابونه دي ،راځي

کشتـــــــــــــی د امیدونو، ټو ټی هر خوا پرته ده

په مینځ ددي ، وحشت کې طوفانونه دي ،راځي

په اوښــــکو کي لانده شول ، دبیوزلو ګریوانونه

له در او له دیوال څـــــــــخه ،غمونه دي، راځي

‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎تسل هم د آسمـــــان په خونبها باندی ، ونشوه،

په درمن د هستـــــــــــی کې ، آفتونه دي ،راځي

هره پاڼه د تاریخ ، د آرمایش بابونه ستــــــــــایي

ګذر ګاه کې د عبرت ، لوی مثـــــالونه دي،راځي

له دروند خوبه چي ویښ کړي ،غافلان ددي زمان

غوږونو ، دعــــــــــبرت ته ، آوازونه دي ،راځي

له ځـــــــــانه خبر نه یو ،چی څه راباندی کیږی

نه پوهیږو ، چي له کوم خوا ګذارونه دي ،راځي

عقل په ګونډو شو، جـــــــــــــهالت دلته حاکم دی

نامـــــــــــــــوس باندی دعلم یرغلونه دي ،راځي

اثر هــــــــــم نه دی پاتی، په دعا او په زارئ کې

په مونږ باندی د کـــــــــــــاڼو، بارانونه دي راځي

له لوبو د تقدیر نه په تیښته ، نه خلاصــــــــــــیږو

له هرې خوا د وهم ، سیــــــــــــــلابونه دي ،راځي

ژړا دومره اوږده شــــــــــــــوه، د وهم په بیدیا کې

چی سترګو نه ، د اوښـــــــکو ،دریابونه دي ،راځي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

۱۳۷۶کال پیښاور

سولي ته

تناب د زړه هم په شـــلیدو شو ، ته به کله راځې

 انتـــــظار لمر په ډوبید شــــو ، ته به کله راځې

له لالـــــــــهنده ژونده سا شوله تر ستونی سپره

فروغ د ژوند په ختـــمیدو شو ، ته به کله راځې

 ناامیدی غوغــا شوه ګډه ،په کوڅـــــو د زړونو

د امیـــــــــد غر په ویلیدو شــو، ته به کله راځې

په وطــــــــنپالو با احســـاسو زړونو اور بلیږي

فرزانه ګان په سره لمـــبو شو ، ته به کله راځې

قطرې د او ښـــــکو د هر چا دي په بڼو ولاړې

هره قطره په غورځـــیدو شــو ، ته به کله راځې

د انتظار سترګي مـو ځیر دي ستاراتلو ته په لار

د ستر ګو نور په ورکیدو شـــو، ته به کله راځې

په غمو شین زړګئ کوو به ، مونږه سـتا انتظار

زړه د هر چا په خوړنیدو شو ، ته به کله راځې

پردي وطن کي له ، غمـه کــوو د مرګ انتطار

د مسافر مرګ په راتلــــو شو ، ته به کله راځې

سید عبیدالله نادر

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

کال ۱۳۷۶پیښاور د طالبانو د واکمني پر مهال

د هجرت کلونه    

د لو یي ارواح خاوند

زړه ســـــــواند چی په دردونو، او غمـــو سره آشـــــناوي

د بشر په درد و غم کـــــــې، له راحت ځینـــــــي جلا وي

چي په نور د معرفت کړي ،د تیـــــــارې په مونږ روښانه

لارویانو د تیـــــــــــارو ته ، د څــــــــراغ په څیر رڼا وي

چي روښــــــانه زړه ضــــــمیر کړي ، د بیدرو کوردلانو

دي روانو جنـــــــازو ته ، لـــــــــــــــــکه دم د مسیحا وي

چي عالم د بیـــــــخودئ ته ،هر غمجن له ځـــــــانه بوځي

چي په سل ژبو وینا کي ، صــــــــاحبدل په شان ګویا وي

لکه لمر په شان تندی یي ، غوړیدلـــــــــی وي ، هر چاته

هم خاوند د لوړ احســــــاس وي د ټولنـــــــــي ، مدعا وي

چی د لاس امســـــــــا وګرځــــي ، د ا د زړه ړند و د پاره

کوردلانو ته لارښود شي ، د بی لارو رهنمـــــــــــــــا وي

چی پړاو په نیــــــم کتو کړي ، د غمــجن زړه دفتــــــرونه

پټ له حاله مو خبر وي  په رمــوز باندي ، آګــــــــــاه وي

داحســــاس په سمــــــــندر کې ، بیدردان په کې لاهو کړي

سر تر پایه لوی احســـــــــــاس وي ، کړیدو لره پیـــدا وي

د مکارې زماني نه ، لاس په سر یو ګوت کې ناســـت وي

بیا له دي عالمـــــــــه لیري ، په عالم کې ، د معــــــنی وي

چي په څو ټکو خبــــــــر کړي ،هر غافل له خپله حاــــــله

له ازله خبر دار چي ، په اســـــــــــــــــرار ددي دنیا وي

په نظر د معـــــــــــــــــرفت چي ، د غمجن ویني حالونه

مسیحـا زمونږ د رنځ وي ، چــــــــــي دردونو ته دوا وي

هم په وجد و غلـــبلـو کړي ، په ګو ګل کې مړاوي زړونه

چي مرحـــــم یي وي پــــــــه ژبه، هر کلام یي د ژړا وي

در ګوهر چی یي له خولي نه ، په محفل هر خوا وریږي

علم و فن باندی ، سمبـــــــــــال وي، تر همه واړو دانا ي

یو د لوی ارواح خـــــــــاوند وي ،د بشر په حال خبر وي

د درد من زړونوټکور وي ، مهربــــــــــانه په هر چاوي

ای د کل جهان واکــــــــــــداره ،لږ زمونږ دردونه واوره

دا دردمـــــن مونږ کي پیدا کړې ، که زمونږه په دعا وي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

۱۳۷۶ د هجرت کلونه پیښاور

ریاکاره زاهدان

دلتـه هیڅوک ،خپــــل مراد ته نه رسیږي

یو شـــــیبه دچــا نه غم نه لـــــیری کیږي

دغضب کــــاڼي په کلـــــي او کور اوري

دا دکــاڼــــوبــارانـــونـــه، نـــــه ودریږي

یو ګل نه وي کړی ،سـر پورته له خاورو

چی جاهل په لاس په بوټي کې زمولییږي

جهـــالت اورونـه بل،په هری خـــــوا دي

غمـــخواران د زمـــاني پـه کــې ورتیږي

کـه دردمند په نامــه پورته شـي ، یو سر

د هغـــه سر د ملحــد په نوم ، غــوڅیزی

کاروانونه د دردمـــنو ،زمونږ په مخ کې

د پردو په اشـــارو کې ، وژل کـــــــیږي

دسیسی چې د اغیـــــــارو شـــنډی کاندی

سرو مــال به یــــــی ،هرومــرو لوټیږي

چي مقـــام د امارت یي شـــي تر لاســـه

څو نادانه د خـــپل ورورسره ، جنګیږي

په لمــسون او اشـــارو، د دښمـــــــــنانو

هر ناکس او بــی خــــــبره غــلامــــیږي

اعتماد په دي بازار کـې ، په کار نه دی

چي د دین متاع په څو پیســو خـرڅیږي

غلامی دلـــــــته معـــیار دشخــــصیت دی

په دي کار باندی غـــافل کـــــله شرمیږي

چي د دین په رمز یو ټکی، هم پوه نه وي

ساتــــــندوی،د شریعـــت دلتـــه جوړیږي

په جامـــــه کــــې د تقوا،منبر ته خـــیژي

خو پردو له خـــولي بلبل غوندي غږیږي

دا دنیــــا د آیـيني په شـــان ،مثــــــال دی

ریا کـــاره زاهدان په کې ،ښـــــکاریږي

څوک پابند د عــقیدی او ایمــان ، نه دي

د مقــام په خــاطر هر څــه نــه تیریږي

بندش نشته په سازش باندي دي ښار کې

ایتلاف هــــــم د ابلـــیس سره ، چلیږي

جهـــــالت په لــمبو وســـــــیزل ښارونه

لا تر اوســــــــه دکیني اور، نه سړیږي

چې رڼا یي په تیاره زړونوخـــــوره شي

دي بیدیا نه ،معرفت لمــر نه راخـــیژي

زمونږ له ډیره بیــــــباکۍ او جهــــــالته

ګردابو کــــې دامـــــــید کشتۍ، ډوبیږي

فیصــــــلی چاری که پاتي شي نادان ته

دا لړۍ به په مــونږ،نوره هـــم اوږدیږي

د امید سترګي مو څــــــاري ،بهبود لاره

چي نژدو کې به ،دردمن راپورته کیږي

د وطن درد منو بچیانو ته  

ته له خپل حاله نه خبریږی ولي

د سـتر ګـو توره ، بی زړه کیږی ولي

له کــــــــــــــاروانه لیري کــیږی ولي

عزم و همت باندی ، اوچت کړه ته ګام

له خنډ و خار ځینــــــــي ایریږی ولي

د تر قی کاروان فلـــــــــک ته وخوت

ته له خپل ځـــــایه ، نه خوریږی ولي

نړي په ســـــتورو کي ، څیړني کوی

ته په تش خــــاورو کي لو بیږي ولي

خلـــــک ســـــاحل ته د نجات وو تل

ته په خــــو ناب کي بیا ډوبیږی ولي

ستا مستقبل باندي ، غلیم کړي لو بی

ته له خپل حــــاله نه خبریږی ، ولي

نــــور د مراد و ســر منزل ته رسی

ته په او هـــــــامو کي ورکیږی ولي

مهار نیــــــــولی لیونو د کــــــاروان

ای بی خــــــــبره ، نه پو هیږی ولي

ټوله دنیا لاس د وحـــــــدت ورکړی

ته د نفــــــاق په اور سو ځیږی ولي

انبار غمــــونه ستا په کور پراته دي

ته د خپــــــل درد نه دوا کیږی ولي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.