پښتنې درانۍ د امریکا د اقتصادي فورم د ځانګړو ښځو جایزه ګټلې

142
د عکس چپ لور ته پښتنه درانۍ د جایزې ګټلو په تړاو په جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پر مهال

پښتنه درانۍ، چې د افغانستان د لرن یا زده‌کړې بنسټ مشره ده، د امریکا د ښځو د اقتصادي فورم د ځانګړو مېرمنو جايزه ګټلې ده.

له افغانستان څخه Learn (زده‌کړې) بنسټ مسووله پښتنه درانۍ او د بېلابېلو هېوادونو څلورو نورو مېرمنو د اقتصادي فورم د ځانګړو ښځو جایزه وګټله.

دا جایزه تېره ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې پښتنې درانۍ او نورو مېرمنو ته ورکړل شوه.

پښتنې درانۍ ازادي راډيو ته وویل، د دې جایزې ترلاسه کول د نوموړې لپاره لوی ویاړ دی.

هغه وايي: “دا جایزه هغو لسو یا یوولسو ښځو ته ورکول کېږي چې په نړیواله کچه یې ستر کارونه ترسره کړي وي او په داسې شرایطو کې یې کار کړی وي چې نور خلک یا حتی لوی نړیوال بنسټونه او موسسې یې نه‌شي کولی. سږ کال دا جایزه ما ترلاسه کړه.”

د مېرمنو د اقتصادي فورم په ویبپاڼه کې د ځانګړو مېرمنو یا غوره رهبرانو د جایزې په اړه ویل شوي چې دا جایزه هغو ښځو او رهبرانو ته ورکول کېږي چې دوی په کارموندنې او مسلکي هڅو کې مخکښانې وي او د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې د ځانګړي غږ او ليد سره نورو ته نوي او الهام بخښوونکي روايت کوونکي وي.

پښته درانۍ چې دا مهال په امریکا کې ژوند کوي، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ مخکې يې افغانستان کې د نجونو یو ښوونځی مديريت کاوه.

خو اوسمهال نوموړې د افغان نجونو د زده‌کړې لپاره انلاین کار کوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې یې اووه کورني ښوونځي او یو روغتون جوړ کړی او انلاين يې مديريت کوي.

پښتنې درانۍ ازادي راډيو ته وویل، دغه نجونې د فراغت سندونه ترلاسه کړي چې په‌دې سره به دوی وکولای شي د زده‌کړو د دوام زمينه ورته برابره شي.

نوموړې زیاته کړه: “په افغانستان کې وضعیت داسې دی چې نجونې زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري، که یې ولري، تر شپږم ټولګي پورې محدود دي، که له شپږم ټولګي پورته هم دوی درس وايي، شهادتنامې ته لاسرسی نه‌لري. موږ کوښښ کوو چې د دولتي ښوونځي په څېر د دوی لپاره زمینه برابره کړو او د انګلیسي کمپیوټر مضامين ورته چمتو کړو او د دوی لپاره د رواني روغتیا ټولګي جوړ کړو او اوس ۳۰ نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې.”

پښتنه درانۍ د نجونو د زده‌کړو، تحصيل او د کار د حق غوښتنه کوي.

هغه وايي: “اوسمهال د افغان نجونو همدا يوه غوښتنه ده چې ښوونځي دې پرانيستل شي، که له اووم ټولګي وي او که پوهنتون، د قابله‌ګۍ درسونه دي، هره افغانه نجلۍ او ښځه دې زده‌کړو او کار ته لاس‌رسی ولري.”

پښتنه درانۍ چې د طالبانو تر بياځلي واکمنۍ وروسته یې په افغانستان کې د ښځو لپاره ۷ پټ ښوونځي او یو روغتون جوړ کړی، له ازادي راډیو سره په مرکه کې د دې جایزې ترلاسه کول یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
پښتنه درانۍ چې د طالبانو تر بياځلي واکمنۍ وروسته یې په افغانستان کې د ښځو لپاره ۷ پټ ښوونځي او یو روغتون جوړ کړی، له ازادي راډیو سره په مرکه کې د دې جایزې ترلاسه کول یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

د يادونې ده چې پښتنه دراني تر دې وړاندې د تالبرګ بنسټ د ۲۰۲۱ کال “د نوي راپورته کېدونکي رهبر” د جايزې ګټونکې شوې وه.

تر دې وړاندې نورو افغان مېرمنو هم د افغان مېرمنو د بشري حقونو په ګډون د بېلابېلو فعاليتونو له امله بېلابېلې نړيوالې جايزې ګټلې دي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې، د افغانستان د بشري حقونو او معلولینو د حقونو فعالې بنفشې یعقوبي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د “۲۰۲۴ کال زړورې ښځې” د نړیوالې جایزې د ګټونکې په توګه اعلان شوه.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت سره له‌دې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو د ټينګښت ادعا کوي، په افغانستان کې يې ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړې په ټولو نادولتي او يو شمېر دولتي ادارو او دغه راز په سينګارتونونو کې د کار کولو، له سياسي، ټولنيزو او فرهنګي فعاليتونو څخه يې منع کړي دي.

ازادي رادیو

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.