د هویت بحران او د هغې حل لارې

ژباړن: ساحل منګل

210

د هویت تعريف:

هویّت د هغو روحي ځانګړتياو څخه عبارت دی، چې يو انسان له نورو انسانانو څخه بيلوي. هویّت د هغو ټولنيزو اساسي، اروايي، فرهنګي، فلسفي، چاپيريال او تاريخي  مشخصاتو او خصوصياتو څخه عبارت دی، چې د يوې ډلې په پرمختګ، رواج، فرهنګ، د يو والي يا د هغوی د غړو په يوالي کې مداخله کوي او هغوی په يو ځانګړي ځای، ځانګړي  وخت په مشخص او په آګاهانه ډول له نورو ګروپونو او ډلو څخه بېلوي.

شايد پخوا مو هم د (بحران)  ټکی اورېدلی وي او پوهيږی به، چې د هویّت بحران په څه معنی دی. خو دا چې دغه آيډيه له کومه راغلې، ولې خلک په دې ډول بحران اخته کيږي؟ ايآ دغه مسله يوازې په ځوانۍ کې رامنځ ته کيږي؟ دغه مقاله ولولئ تر څو له هویّت بحران سره ښه  اشناشئ او همدا ډول به وګورئ، چې څنګه کولای شو د هویّت د بحران ستونزه حل کړو.

د هویّت بحران ټکی  په لومړي ځل د اريک اريکسونه (Erik Erikson) په کتاب کې راوړل شو. نوموړی ارواپوه دا عقيده لري چې د هویّت جوړښت د يوه کس لپاره د ژوند له  مهمو برخو څخه ده.د اريکسون له نظره د خپلواک هویّت لرل د نوې ځوانۍ د مهمو څانګو څخه ده. ولې هغه باور لري، چې د هویّت منځ ته راتلل او د هغې وده يوازې په نوې ځوانۍ پورې نه محدوديږي.

هویّت د عمر په اوږدو کې بدلون او رشد کوي. له  هرې يوې ستونزې سره چې تاسو مخامخ کيږئ، هره نوې تجربه چې په خپل ژوند کې لرئ دا ټول  ددې لامل کيږي تر څو ستاسو هویّت ته بدلون ورکړي.

د هویت بحران مفهوم

آيا په ژوند کې د ځان له روله  ډاډه نه ياست؟ آيا ددې احساس کوئ (خپل واقعي ځان) نه  پېژنئ؟ که چېرې دې پوښتنو ته ستاسې ځوابونه مثبت وي نو شايد د هویّت بحران په ستونزه اخته وئ.

اريک اريکسون د هویّت بحران عبارت  د لومړي ځل لپاره مطرح کړ. هغه عقيده لري، چې يو له مهمو ستونزو څخه چې يوه کس  په ژوند کې پرې اخته کيږي همدا د هویّت مسله ده. دده په خبره د هویّت بحران هغه وخت رامنځ ته کيږي، چې  يو کس په ژوره توګه (ځان) ته ګوري او خپل ځان تحليلوي.

له  هویّت سره د اريکسونه علاقه له ماشومتوبه پيل شوې وه، هغه په يهوده کورنۍ لوی  شو. په ظاهره د هغه څهره سکاټليدنيانو ته ورته وه، ولې همېشه ېې دا حس کوله چې په يهودانو پورې اړه لري نه په سکاټلينډيانو پورې. هغه وروسته د کاليفورنيا په شمال کې د يوروک  سور پوستانو په فرهنکي ژوند څېړنې وکړي.همداډول د اريکسون هغو تحقيقاتو چې د جنوبي (سودرداکونايانو) په سور پوستو قبيله وکړي له هغه سره مرسته وکړه تر څو ځان د رشد او هویّت بحران  ښه تعریف کړي.

د هویت له بحران څخه د اريکسون تعريف

هویّت يعنی شخصي حس او زمونږ د يوالي او تداوم  لمسي ځانګړنې. هویّت همدا ډول د يوالي په اړه زمونږ عقيدې او تداوم تصويرونه  چې د خپل شاوخوا څخه ېې لرو. دا د ژوند پرنفس باندې د باور او له آرامتيا ډکه ځانګړنو څخه يوه  ده. د هغو کسانو لپاره چې تازه ېې ځان او ټولنه کشف کړې وي ددې ځانګړنې څخه زيات خوند اخلي. کولای  شو وګورو چې هغه ورته والی پيداکړی او هېڅکله به ېې له لاسه ورنکړي. هغه د بدن ډول، اخلاق، استعدادونه، د ضعف ټکي، نمونې او خپل ايده آل کشف کوي.  هغه کولای شي د موجودو نمونو تر منځ کاري فرصتونه، د ژوند ارزښتونه، دوستان، اړيکې او نور ځان ته وټاکي.

د هویت په اړه څېړنې

د هغه په خبره د هویّت بحران  د نوې ځوانۍ په کلونو کې رامنځ ته کېږي. په دې کلونو کې  وګړي له هویّت سره تضاد او سرګردانه وي. جيمز ماريکا هغه محقق دی، چې د اريکسون لومړنيو تيوريو ته ېې پراختيا ورکړه. ماريکا او همکاران ېې وايي له  يوه هویّت سره متعهد کيدل کولای شي د هویّت او سرګردانۍ ترمنځ تعادل رامنځ ته کړي.

ماريکا همدارنګه  د يوې مرکې له لارې  يوه طريقه خلکو ته وړاندې کړه. دغه مرکه د خلکو هویّت سنجوي او څلور بېلابېل وضعيتونه د خلکو د هویّت لپاره تعريفوي. دغه طريقه  پر دريو برخو کې کړه وړه تر څيړنې لاندې نيسي: حرفه اي رول، عقيدې، ارزښتونه او جنسيت.

د هویت وضعيتونه

د هویت په کسب کې برياليتوب: دغه وضعيت هغه  وخت منځ ته راځي، چې يو کس بېلابېل هویّتونه څيړي او له  هغو څخه له يوه سره همغږی کيږي.

ضرب الاجل: دغه وضعيت  هغه وخت منځ ته راځي، چې يو کس  په فعال ډول هویّتونه څيړي ولې تر اوسه پورې يوه هویّت ته هم ژمن نه وي.

سلب حق: دغه وضعيت هغه وخت منځ  ته راځي، چې يو کس بغير له څيړنې له  بېلابېلو هویّتونو څخه يوه ته ژمن کيږي.

د هویت سرګرداني: دغه وضعيت هغه  وخت رامنځ ته کيږي، چې نه د هویت بحران وجود ولري او نه  هم هویّت ته ژمنتيا.

څېړونکي دې پايلې ته رسيدلي دي، هغوی چې په مکمل ډول  يوه هویّت ته ژمن شوي وي، له نورو خلکو سالم او خوشبخته وي. هغه کسان چې د هویّت په سرګردانۍ کې دي، د هوساينې احساس نه کوي. هغوی نشي کولای د ځان لپاره يو هویّت وټاکي. نننۍ نړۍ په ډيرې چټکتيا سره د بدلون په حال کې ده. ددې لپاره هم د اريکسون له زمانې څخه اوس د هویّت بحران زيات رامنځ ته کيږي.

دغه ستونزې يوازې د نوې ځوانۍ په کلونو کې نده. خلک د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې دغه ستونزې تجربه کوي، په ځانګړې توګه  هغه وخت چې يو کس په ژوندې لوی بدلونونه تجربه کوي.لکه کله چې يو کس خپل کار ته بدلون ورکوي، نوې اړيکه پيلوي، ټولنيز تعامل کوي، نوی ژوند پيلوي او نور.

يو کس خپل هویّت ته د ځواک او قدرت  وربښلو لپاره کولای شي (ځان) په بېلابېلو برخو کې تر څېړنې لاندې ونيسي. په دې برخو کې ستاسو رول په کار، کورنۍ او په  عاطفي اړيکو کې ليدل کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.