په رهبرۍ او مديريت کې د ارواپوهنې ونډه/ساحل منګل

0 755

په نړۍ کې د نورو علومو تر څنګ د ارواپوهنې په برخه کې هم زيات پرمختګ شوی دی او لاهم د پوهانو له خوا په دې برخه کې څېړنې او کار روان دی. ارواپوهنه د انسان کړه وړه، سلوک، استعداد، وړتيا، حواس او نورې برخې څېړي اود  همدې برخو د تقويه کيدو او بيا رغونې لپاره کار کوي.

څه کم دوه پيړۍ کيږي، چې د ارواپوهنې په برخه کې بحثونه او څيړنې پيل شوې، پخوا يوازې د ارواپوهنې تعريف، پېژندګلوي او تربيتي ارواپوهنه کې کار کېده، خو اوس ددې علم ساحه پراخه شوې او له ۶۵ څخه زياتو برخو کې ارواپوهنې خپل ځان  دخيل کړی دی، چې له دې ډلې څخه ېې د ښځو ارواپوهنه، ماشوم ارواپوهنه، د بازارموندنې ارواپوهنه، د ډيکورېشن ارواپوهنه او ځينې نورې برخې چې مونږ ېې په رهبرۍ او مديرت باندې بحث کوو.

د يوه مدير يا يوه رهبر لپاره اړتيا ده، چې د وينا استعداد، پوهه، د مسايلو درک او نور له ځانه سره ولري، خو داچې په  خپل مديريت کې له ارواپوهنې څخه څنګه کار واخلي او څومره ورته اړتيا ليدل کيږي په دې ډول دي.

رهبر يا مدير بايد خپل ملاتړي وپېژني:

يو رهبر بايد دا درک  او وپيژني هغه خلک چې دی ېې رهبري کوي دکومو حواسو لرونکي دي. اياد دوی احساساتي دي، آيا دوی د زغم لرونکي، آيا دوی د ستونزو پر وړاندې مقاومت کولای شي،آيادغه خلک په کوم ډول کار خوشاليږي يا خپه کيږي او دې ته ورته ځينې نورې برخې.

د دې کار په معلومولو سره رهبر ته دا اسانه کيږي، چې د سختو مسايلو په وخت کې کوم ډول تصميم ونيسي، هغه تصميم او پرېکړه چې د خلکو د احساساتو او ارادي سره سم وي او د هغې بر بنا پريکړه وشي او دغه پريکړه ددې لامل کيږي، چې په راتلونکي کې د خلکو له نيوکو او برخوردونو څخه په امان کې وي.

د استعداونو پيژندل:

يو رهبر په ځانګړي توګه مدير بايد دا درک او ځان ته مالومه کړي، چې په اداره کې ېې دکومو استعدادونو لرونکي کسان موجود دي او په کومو کومو برخو کې کار کوي. کله کله په اداره کې داسې کيږي، چې يو کس ديوه کسب استعداد لري خو د ناسم وظيفوي ويش له امله بله دنده ورکړل شوې وي، چې په لومړيو کې ناخوښ کاري چاپيريال رامنځ ته کيږي او بيا ددې ستونزې له امله ادارې ته هم زيات رسيږي او په اداره کې ګډوډي رامنځ ته کيږي.

خلک او کارکونکي د کومو حواسو لرونکي دي؟

يوه رهبر او مدير ته بايد دا مالومه وي، چې ددې په اداره کې دخيل کسان د کومو حواسو لرونکي دي، دغه کار له يوه رهبر سره په دې  برخه کې مرسته کولای شي، چې د داخلي شخړو په وخت کې سم تصميم ونيسي او بحران مديرت کړي.

په يوه ډله يا اداره کې د خپل منځې شخړو حل د کاري لايحي تر څنګ دا استعداد غواړي، چې د خپل مشر په منځګړيتوب حل  کړي.

دبېلګې په ډول: په يوه ډله يا ادارو کې د دوو ډلو ترمنځ لانجه رامنځ ته کيږي، ددوی مشر له کومو لارو څخه بايد کار واخلي؟ د ارواپوهنې له نظره ددکسانو د لانجې د رامنځ ته کېدو لاملونه، د لانجې رامنځ ته کوونکو کسانو اروايي چلند او نور مسايل بايد په دې ځای کې مداخله وکړي او موضوع حل کړي.

ډير ځله په ډله او اداره کې خپل منځ لانجې له دې امله رامنځ ته کيږي، چې ياخو کاري فشارونه زيات وي يا د کار ويش په عادلانه ډول نه وي شوی  او يا هم بېلابېلې اروايي ستونزې موجودې وي، نو د ډلې مشر کولای شې چې د لانجې د حل په وخت کې د کسانو اروايي چلندونه په پام کې ونيسي.

تشويق او توصيف:

د يوې ډلې او ادارې مشر بايد دا په پام کې ونيسي، چې خپل تر لاس لاندې کسان د ښو کارونو په بدل کې تشويق او د سرغړونو په ترڅ کې بايد بېرته  لارې ته سم يا حد اقل مجازات شي. د هر انسان په طبيعت کې دا حس موجود دی، چې د ښو کارونو پر وړاندې بايد تشويق شي.

انسان د غذا او اوبو په شان تشويق او توصيف ته هم اړتيا لري او دغه کار دده د اروايي فشار په کموالي او د کار دښه ترسره کولو په برخه کې ستر رول لوبوي. ځينې مشران دې ټکي ته پام نه کوي او هغه کسان چې دنده ورسره ترسره کوي يوازې دپيسو او اته ساته کار کولو پر سرمعامله کوي، حال داچې يو کار کونکی په ځينو وختونو کې له پيسو څخه زيات تشويق ته اړتيا لري.

يو مدير يا ډلمشر بايد د خپلو کسانو په تشويق او توصيف کې منځلاری واوسي او داسې نه چې کار او تشويق د يو بل په پرتله زيات او کم وي. کله کله داسې هم کيږي، چې ديوه کس تشويق د بل کس د رټلو لامل کيږي او مقابل کس ګومان کوي، چې ددې کس تشويق دده په کمزورتيا دلالت کوي.

په ډله او اداره کې ديوه کس راتلونکی:

هر کس غواړي، چې ښه راتلونکی ولري او په خپل کار کې پرمختګ وکړي. په زياتو ډلو کې د رهبر له خوا دې ته پاملرنه نه کيږي، چې  دده په ډله کې کوم داسې کسان موجود دي، چې بايد پرمختګ وکړي او له ټيټ پوړ څخه لوړ پوړ ته لاړ شي.

ځينې رهبران په دې دې موخه هم دا کار نه کوي، چې خپله رهبري تر ګواښ لاندې ويني او ګومان کوي، چې د ښو کسانو په ګمارلو به دوی له  صحنې څخه ووځي. خو که چيري يو رهبر او مدير وغواړي، خلک په فکري لحاض وروزي بايد په سازمان کې دننه کسانو د پرمختګ لپاره زمينه برابره کړي او په دې باندې کار وکړي، چې کسان ېې بايد مخ ته لاړ شي.

په زياتو ادارو کې داسې کارکونکي شته، چې په کلونه کلونه ېې په ټيټو څوکيو کار کړی او د پرمختګ هيڅ څرک ېې نه ليدل کيږي، چې دغه کار دکار کونکي له راتلونکي پرته د ډلې يا ادارې په ګډوډۍ کې هم رول لري او کارکونکی عقدوي چلند خپلوي او په اراوايي لحاظ له ادارې سره فاصله نيسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply