د لويو انسانانو د برياليتوب راز په څه کې دی؟

0 792

ژباړه: ساحل منګل

تاسو څه فکر کوئ چې د لويو انسانانو د برياليتوب راز په څه کې دی؟بريالي خلک په دې پوهيږي، چې ددوی شخصيت، کړه وړه او هڅې ددوی د برياليتوب لامل ګرځي.

بريالي خلک داډول فکر کوي: هره چاره چې لازمه وي، ترسره کوم ېې تر څو خپل هدف ته ورسېږم. هغوی پوهېږي يواځې په خپلې هڅې سره کولی شي برياليتوب ته ورسېږي.

په دې مقاله کې هڅه کوو، چې د برياليو اشخاصو ځانګړنو ته اشاره وکړو او په دې پوه شو، چې دلويو انسانانو دبرياليتوب راز په څه کې دی.

بريالي خلک همېشه چمتو وي

هغه وخت چې د خپلو هدفونواو ارزښتونو له ليدلوري څخه يوه برنامه په اختيار کې ولري کولای شي د مخ ته راتلونکو فرصتونو څخه زياته ګټه واخلې. بريالی کس ددې کار د تعقيبولو لپاره د خپلو کاري شرايطو په اړه د نويو اطلاعاتو په لټه وي او دښو شرايطو څخه د ګټې اخيستلو لپاره خپلې يادګيرنې ته ادامه ورکوي او هره ورځ په خپلو کارونو کې يو قدم مخ ته ځي.

بريالي خلک ريښتونې خبرې کوي

همېشه ريښتوني او صادقه اوسئ. بغير له کومې وېرې، خپلې خبرې کوئ. په خپل صادق والي او حقيقت والي سره کولای شئ ځان په عمل کې وښيئ، چې دغه چاره ستاسو په برياليتوب کې مرسته کوي.

بريالي خلک خپلو ارزښتونو ته په احترام قايل وي

خپلې اجرايوي برنامې دخپلومهمو ارزښتونو په اساس تنظيم کړئ. دبېلګې په ډول که چېرې ډله ايز کار ته اهميت ورکوي، هڅه کوی خپل کار د نورو په مرسته ترسره کړئ.

بريالي خلک له ستونزو سره مخامخ کېږي

ټول خلک له ستونزو، ننګونو او موانعو سره مخامخ کيږي. هڅه وکړئ چې په خپلو ستونزو باندې د صبر، هڅې او نرمښت له لارې غلبه وکړئ. له هغو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ، چې دسختو شرايطو په وخت کې هم امېدواره وي. له خپلو وېرو سره مخامخ شئ تر څو وکولای شئ پر هغو بريالي شئ. کله چې مو دغه کار ترسره کړ، ډاډه اوسئ زيات فرصتونه به درته مخامخ شي.

بريالي خلک په ځان پوره ډاډ لري

په ځان باندې باور ولرئ او تل له بل چا څخه د ځان په اړه نظر مه غواړئ. هڅه وکړئ چې خپلې وړتياوې مو لوړې کړئ، تر څو وکولای شئ خپلې کارونه د نورو له اړتيا پرته ترسره کړئ. البته په ياد ولرئ، چې د اړتيا په وخت کې له نورو څخه هم مرسته وغواړئ.

بريالي خلک خپل سټرس او اضطراب کنټرولوي

په ياد ولرئ، شايد په هرکار کې احتمالا داسې موارد پيداشي، چې د سټرس او اضطراب د رامنځ ته کېدو لامل شي.د سټرس د مديريت لارې چارې له تاسو سره مرسته کوي، چې نه يوازې بريالي شی بلکې د نورو لپاره ديو مثبت انسان نمونه هم واوسئ.

بريالي خلک په دوامداره توګه خپل وضعيت ته ښه والی ورکوي

د برياليو خلکو يوه ځانګړنه داده، چې همېشه دخپلو مهارتونو د لوړوالي په لټه کې وي. کله چې خپلو برياو ته رسېږي، دغه ددوی لپاره په دې نده چې بس ېې کړي، بلکې نور هم مخ ته ځي.

بريالي خلک خپلو اصولو ته ژمن وي

د برياليو خلکو بله ځانګړنه داده، چې د خپل ژوند مهم لومړيتوبونه ټاکي او له هغې څخه ساتنه کوي. ستاسې په ژوند کې به په پرلپسې ډول خلک، فرصتونه او نوي فکرونه مخ ته راځي ، مګر د خپلو ټاکل شويو اصولو په لرلو سره کولای شئ خپل شرايط په خپل کنټرلو کې راولئ. د ماتې اوبرياليتوب ترمنځ توپير دادی، چې د خپلو حدودو څخه خبرتيا ولرئ.

بريالي خلک همېشه ځان ننګوي

د ښه والي احساس به وکړئ هغه وخت، چې ديوې موضوع دبيانولو لپاره يوه نورې لاره او روش پيداکوی. کوښښ وکړئ مسايلو ته د نورو له ليدلوري څخه وګورئ. کوښښ وکړئ هره ورځ د خپلو ستونزو او پر هغې باندې دبرلاسي باندې د نويو ديدګاو په لټه کې شئ.

بريالي خلک پوهېږي، چې خپلې ناراحتۍ څنګه کنټرول کړي

دا په ياد ولرئ، چې د سختيو په وخت کې هوسا او راحته و اوسئ. ډير خلک په لوړه هيله او هدف کار پيل کړي خو د ماتې د وېرې له امله دخپلو هدفونو په مخ ته بيولو باندې قادر نه وي. خپلې وېرې مو وپېژنئ، د هوساينې له سېمې څخه ووځئ او هغه موارد چې تاسو ننګوي ورسره مخامخ شئ.

بريالي خلک لوړ ارزښتونه او معيارونه په نظر کې نيسي

له هر څه دمخه، د لوړو معيارونو او ارزښتونو لرل د برياليتوب لپاره لازم دي. که چېرې د خپل ځان او نورولپاره لوړ ارزښتونه او معيارونه په نظر کې ونيسئ دغه کار تاسو ته ددې چانس درکوي، چې په فردي او ټولنيزو چارو کې بريا ترلاسه کړئ.

Sahilmangal39@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply