د وجدان عذاب څه دی او څنګه ترې خلاصېدلی شو؟

0 1,248

ساحل منګل  

د ځان په شمول به مو ډېر داسې کسان ليدلي وي، چې همېش ټکرې خوري. په ورځني ژوند کې ېې هېڅ کار نه سميږي، سرګردانه او غېر منظم وي. دغسې خلک دا ډول ستونزې خپل قسمت بولي او تل په شکايتونو سر وي.

خو ارواپوهان وايي، انسانان د خپلو بدو عملونو او بدو فکرونو عذاب ګوري او د هغو کارونو په کولو ورته ورکول کيږي، چې له هغو کارونو څخه خپل دين، قانون، ټولنې، کورنۍ او نورو ارزښتونو منعه کړي وي.

وتلی ارواپوه زيګموډ فرويډ وايي،  په اروايي لحاظ د انسان شخصيت له دريو برخو څخه جوړ شوی دی، چې هره يوه برخه ېې لاندې درپېژنو او رڼا پرې اچوو.

Id- (هغه) : دغه برخه په انسان کې د غريزې د راپورته کولو مسوليت لري، لکه انسان ته وايي وږی ېې، يو څه نس ته واچوه چې پرې موړ شې. خو دغه برخه ددې تفکيک نشي کولای شي چې نس د ډوډۍ پر ځای کاڼي واچول شي، خاوره واچول شي او که نور څه، خو صرف وايي چې خامخا بايد نس ته څه واچول شي.

ـ ego(غوره) دوهمه برخه ايګو ده، چې د ايډ څخه پرمختللې ده. دغه برخه انسان ته وايي چې ته وږی ېې،خو کاڼي، خاوره او نور بايد ونه خورې ستا لپاره ډوډۍ مناسبه ده.

ـ superego( ډېر غوره) دريمه برخه سوپر ايګو ده،دغه برخه د ايګو څخه هم پرمختللې ده. دغه برخه انسان ته وايي، چې ستالپاره مناسب خوراک ډوډوۍ ده خو داسې نه چې دا ډودۍ حرامه وي، له چا څخه ېې په زور واخلې، د چا حق وخوري او نور.

سوپر ايګو انسان ته وايي، چې ته بايد د ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره کار وکړې، له خلکو سره اړيکې ونيسې، تجارت وکړې او د روا لارو څخه  ډوډوۍ لاس ته راوړې.

زمونږ او ستاسې موضوع هم په سوپر ايګو کې ده، دغه برخه نه يوازې د ډوډۍ بلکې د ژوند په هره برخه کې انسان ته توصيه کوي، چې بايد سمې کړنې ترسره کړي. په ځانګړې توګه هغه کړنې او باورونه چې  يوه انسان ته ېې دين، ټولنه، کورنۍ، رواجونه او نور ورکوي.

د ښې روښانتيا لپاره ېې څو بېلګې راوړو.

لومړۍ بېلګه: مور او پلار تاته توصيه کوي، سګريټ  مه څکوه او له بدو خلکو سره مه ګرڅه. داخبره ستا سوپر ايګو له ځان سره نوټ کوي او په راتلونکي کې دې څاري.

دوهمه بېلګه:  په کلي کې ملا وايي چې د ګاونډي کور ته په پټه ورکتل حرام او سخته ګناه لري. داخبره ستا سوپر ايګو له ځان سره نوټ کوي او په راتلونکي کې دې څاري.

دريمه بېلګه: دملګرو په ډوله کې دا خبره کېږي، چې هيڅوک بايد د ملګرو او دهغوی له کورنيو سره نمک حرامي ونکړي او داسې کار ورسره ونکړي چې د هغوی حيثيت او آبرو ته پکې ضرر ورسيږي. داخبره ستا سوپر ايګو له ځان سره نوټ کوي او په راتلونکي کې دې څاري.

خو که چېرې يو انسان له پورته تړونونو او ارزښتونو څخه سرغړونه وکړي، نو سوپر ايګو ورته وايي، چې اوس ګوره چې زه تاته څنګه سزا درکوم. دسوپر ايګو سزا په دوه ډوله ده، يوه اروايي او بله ېې فزيکي.

اروايي سزا: ممکن يو کس بې له کوم لامله خپه شي، په خبرو کې ېې د چا نوم هېر شي، په وينا کولو کې غط شي، په ازموينو کې  سوالونه غلط کړي، بې جرته شي، له دوستانو سره ېې اړيکې خرابې شي او نور.

فزيکي سزا: ممکن يو کس له کوره د وتلو په وخت کې له دروازې سره سر ووهي،ممکن مبايل ترې ورک شي، ممکن په يوه معمولې کار کې لاس ټپي کړي، ممکن دنده له لاسه ورکړي او دې ته ورته کارونه.

داد هغوی کارونو سزا ده چې مونږ له ټولنې سره منلي چې نه به ېې کوو، چې په پټه ېې کوو او ياددې کارونو د ترسره کولو په اړه فکر کوو.

ډير خلک په دې سوچ کوي، چې څنګه يو څوک تخريب کړي، څنګه يو څوک له پرمختګه وغورځوی، ځنګه د خپل ګاونډي کور ته دليدلو لار ورجوړه کړي، چې هلته له ښځو او نجونو سره غير مشروع اړيکې ونيسي او داسې نور.

انسان  چې کله دغه ډول کارونه کوي، نو سوپر ايګو (وجدان) ورته وايي، چې اوس ګوره چې څنګه سزا درکوم.

خو برخلاف کله چې انسان ښې کړنې ترسره کوي  د ټولنې، قانون او په سمه لار روان وي،نو سوپرايګو ورته وايي، شاباس ښه روان ېې، تاته بايد امتياز درکړل شي،چې دغه امتياز لکه په دنده کې پرمختګ، د مادياتو ترلاسه کول، د تفريح لپاره زمينه برابرېدل، په کورني ژوند کې خوښي، په خلکو کې ښه نوم، په ازموينه کې لوړې نمرې او دې ته ورته نور.

دمکافاتو او مجازاتو څخه وروسته دريمه برخه دسوپر ايګو(وجدان) خبرتياده چې آلبته دغه خبرتيا نيکو خلکو ته ورکول کيږي، چې ډير ځله ښه کارونه کوي، خو کله کله ځينې غطلې کړنې هم ترسره کوي.

دغه خبرتيا باندي  سړی خپله ښه پوهيږي، چې ما مخکې څه کارونه کول او اوس کومې علامې راپکې برسېره شوې. ډېر ځله خلک بد خوبونه وينې او وايي، چې سيلاب راباندې راشي يا هم په خوب کې بلاګانو وډارکړم، دا هماغه دسوپرايګو(وجدان) خبرتياوې دي، چې انسان ته وايي سم کنه کار دې خرابيږي.

په عامو خلکو کې به مو ډېر اورېدلي وي، چې د پلاني په مقابل کې مې دا کار کاوه خو وجدان مې ونه منله ، دا وجدان هماغه سوپرايګو ته چې تاته وايي پام چې دا کار ونکړې.

نو که چېرې په خپل ژوند کې دغه درې علامې، مکافات، مجازات او خبرتياوې وګورو نو بايد پوه شو، چې مونږ په کومه لاره روان يو، که چيرته سم يو بايد په ځان کې دغه خويونه زيات کړو او که برعکس يو نو بايد ځان اصلاح کړو.

مونږ بايد د خپلو ورځينو فکرونو او کړنو جاج واخلو چې مونږ څه کوو، ډېر د څه په اړه فکر کوواو څومره له مونږ څخه خلک راضي دي.

ددې کار لپاره غوره لاره داده چې له ځان سره يو تقسيم اوقات جوړ کړو، چې د ورځې کوم کارونه وکړو او د شې د څه شي په اړه فکر وکړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply