په غور ولایت کې غر ښویدنې د یوې کورنۍ ۷ کسان وژلي

108

58 دقیقې مخکې

د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې، د غر ښویدنې یوې دردونکې پیښې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي دي. سیمه ایېزو چارواکو ویلي، د دغو کسانو په کور له غره ډبره غورځیدلې ده.

په سیمه کې ځایي چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه پیښه د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په څلورمه) د غور په چارسدې ولسوالۍ کې شوې، چې یوه لوېه ډبره له غره ښویدلې اود شپې مهال د وژل شوې کورنۍ په کور غورځیدلې ده.
دغې ډبرې غورځیدو کور په بشپړ ډول ویجاړ کړی او د کورنۍ ټول ۷غړي یې وژلي دي. په دغې خبرپاڼه کې د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د غره ښویدنې لاملونه
د افغانستان په غرنیو سیمو کې تل د ځمکې او غر ښویدنې د پیښیدو ګواښونه ډیر دي، په ځانګړي ډول د پسرلي په مهال چې د غرونو واورې اوبه کیږي او ځمکه هم نرمه وي.
دغه واورې او بارانونه لامل کیږي چې خاوره نرمه شي او سترې ډبرې بې ځایه شي، چې له کبله یې دغه راز پیښې او په ژمي  کې د واورې ښویدنې پیښې رامنځ ته کیږي.
په تیرې فبرورۍ میاشت کې د نورستان ولایت یوې غرنۍ ولسوالۍ کې غره ښویدنې لږ ترلږه ۲۱ کسان ووژل.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.