نړیوال بانک افغانو ښځو ته ۱۶ میلیونه ډالر مرسته کوي

112

نړیوال بانک وايي چې دغه بانک د افغان میرمنو په مشرۍ د کوچنیو شرکتونو او کسبونو ته د مالي ملاتړ د برابرولو لپاره د افغانستان د مقاومت راوړلو امانتي صندوق (ARTF) له لارې ۱۶ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

دغه بانک د چهارشنبې په ورځ ناوخته اپریل درییم (وري ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرسته د کوچنیو پانګونو او شرکتونو د مقاومت راوړلو او ودې لپاره د (EMERGe) پروژې له لارې ترسره کیږي.

د نړیوال بانک د معلوماتو پر اساس ددغې پروژې لپاره دا ځانګړې شوې پیسې به مخامخ په امریکا کې د اغا خان بنسټ ته ورکړل شي.

نړیوال بانک ویلي چې دا پروژه به په افغانستان کې د کوچنیو پورونو فعالو چمتو کوونکو سره چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته یې د ناسمو اقتصادي شرایطو له امله زاړه پورونه بیرته نه دي ترلاسه کړي مرسته وکړي.

د نړیوال بانک د دغې اعلامیې له مخې دا پروژه به د کوچنیو مالي تامینوونکو سره د نغدو پیسو په زیاتیدو کې هم مرسته وکړي ترڅو هغوی وکړای شي چې کوچنیو شرکتونو ته نوې مالي منابع چمتو کړای شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: “همداشان دا پروژه به د کوچنیو پورونو برابرونکو ته تخنیکي ملاتړ برابر کړي ترڅو د کوچنیو پورونو سکټور پیاوړی شي، د کاروبار د بهیر ډیجټلي کیدل او د هغو کارکوونکو روزل هم چې شامل دي چې ښځو لپاره د پورونو د ورکولو لپاره ځانګړي شوي دي”.

افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرې ملیندا ګوډ ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د کوچنیو مالي تامین کوونکو ته د ملاتړ برابرول په دغه هیواد کې شتمنۍ ته د لاس رسي پیاوړي کیدل په ځانګړي ډول د ښځو لپاره ددغه بانک پر وړاندې په څو محدودو د اجرا وړ وړاندیزونو کې شامل وو.

نړیوال بانک ددغې پروژې د لید لورې هدف د پایښت لرونکي معیشت لپاره د اقداماتو په ځانګړي ډول د ښځو څخه ملاتړ ښودلی او ویلي دي چې په افغانستان کې په مالي سکټور کې د ښځو ګډون تل یو ګواښ وو، لکه چې د هرو لسو لوړ عمر لرونکو له ډلې نهه تنه یې له مالي سیستم څخه حذف شوي دي او دا په دې معنی دی چې هغوی هیڅ بانکي حساب یا اعتباریا پورونو ته لاس رسی نلري.

نړیوال بانک ویلي:” یوازې پنځه فیصده افغان میرمنې په یو ډول بانکي مالي حسابونه لري، په داسې حال کې چې دا شمیر په سړیو کې ۱۰ فیصده دی. دا د ښځو د اقتصادي پیاوړي کیدو او په اقتصادي فعالیتونو کې د هغوی پر وړاندې یو لوی خنډ دی”.

ټاکل شوې چې دا پروژه په ۱۵ ولایتونو بدخشان، بغلان، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب، هرات، جوزجان، کابل، کندز، ننگرهار، پروان، سمنگان، سرپل او تخار کې چې د اغا خان بنسټ په کې فعالیت لري تطبیق شي.

VOA pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.