!افغان رسنې د ځان دښمنان

عبدالواحد تابع

192
د جمهوریت د سقوط یو لامل د مطبوعاتو د ناسمو، پوچو او له عقدو ډکو کړنې وې چې د جمهوریت پښې یې سستې کړې وې.له بده مرغه له واکمنو نیولې تر مطبوعاتو ټولو دا فکر کاوه چې امریکا او ملګري یې دلته تل پاتی دي.همدې بې ځایه باور او بې ځایه اعتماد د افغانانو کرکه ورځ تر بلې ډېره کړله او مطبوعات د ازادې تر نامه لاندې د زورورو او فرصت غوښتونکو تر اغېزې لاندې راغلي وو. زورواکو د خپلو ټولو امکاناتو په درلودلو سره د مطبوعاتو په وسیله له حکومت څخه باج تر لاسه کاوه او تر دې چې د رسنیو له لارې یې د کرکې سیاست د خپلو ګټو لپاره ژوندی ساته.همدا ناسم او پوچ تبلیغات لامل د دی شوی وو چې د حکومت او ولس ترمنځ واټن ورځ تربلې ډېر شي او باج اخیستونکي ورځ تربلې پړسېدل. افغان مطبوعاتو هېڅکله وخت،زمان ،مکان او د سیمې حرکتونو ته ونه کتل او هېڅکله یې د خپل ولس،هېواد او زمامدارانو لپاره خپرونې چمتو نشوی کړلې. افغان رسنیو وخت او شانس چې ترلاس لاندې یې درلود ترېنه سالمه ګټه پورته نشوی کړلی.افغان رسنیو دا چې څو تنه د ګوتو په شمار غله او باج ګیران خوشحاله وساتي دوی د حکومت ستنۍ ضعیفولې او په ډېره اسانه او وړیا یې طالبانو ته لابي کوله.
نن چې شل کلن جمهوریت سقوط شوی او هر څه له صفر سره ضرب شوي خو له بده مرغه یو ځل بیا تېره ترخه تجربه تکرارېدونکۍ برېښي،هغه ځکه چې بیا ځلې ځینې بهر میشتې رسنې د کرکو سیاست ته دوام ورکوي چې یاد سیاست ولس له تباهې سره مخ کړی او دوی یې پکې بند ساتي.
نن یو ځل بیا د پردیو د استخباراتو او د څو روپیو لپاره هغه پخواني مکروبونه خپلو خپرونو ته راغواړي چې یو ځل بیا ولس په خپلو کې سره اخته کړي تر څو دوی بیا ځانونه واکمن او وپړسوي.
افغان خبریالان باید وخت، زمان، مکان او له تېرو تجربو څخه په ګټه اخیستنې سره ځانونه عیار کړي. افغان رسنۍ باید ملت جوړونې ته لاس په کارشي.افغان رسنې او چلونکي یې باید یووالي او سولې رامنځ ته کېدو لپاره مټې بډ ووهي.
افغان رسنې باید هغه له کرکو او له تبعیض څخه ډکې څېرې خپلو تورلیست (blacklist) ته کړي تر څو له یوې خوا نور د دوی مخه ور ډب کړي او بل طرف ته خپلو خلکو ته د مینې او ورورولې فضا رامنځ ته کړي.د رسنیو پر مټ کولی شو افغانستان او ولس یې وژغورو.
سولییز ژورنالیزم!
په دې ټول ښه پوهېږو چې د نن ورځې رسنې توانېدلي خپلو خلکو ته د هوساېنې لپاره یې ګام اوچت کړي. دوی تر هر څه دمخه د خپلو خلکو پېژندلو لپاره څېړنه کوي او د خپلو خلکو د پرمختګ او وروسته پاتې کېدلو لاملونه پیدا کوي او همدې ته په کتو سره په هره برخه کې لاس په کار کېږي. هوښیار ملتونه د پرمختګ لپاره په هره برخه کې سیالدارې ته وردانګي.
نن سبا رسنې یو ستر قدرت بلل کېږي خو که چېرته له دا ستر قدرت څخه سالمه ګټه پورته شي نو خلک به د سیالانو جوګه وګرځي.
د رسنیو پر مټ مونږ کولی شو خپلو سیاسیونو ته سیاسي او ملي  روزنه ورزده کړو.
کله چې د یوه هېواد سیاسیون په ملي روحیه سمبال وي نو پر ولس یې  اغېزه مثبته تمامېږي. د رسنیو یواځې د خبر او سیاست مخ ته وړل دنده نه ده. د رسنیو د چلوونکو باید تر ټولو دمخه مینه له خپل ولس او هېواد سره وي او کله چې دا مینه شتون ولري نو خامخا نورو ته انتقالېدلی شي، هغه ځکه چې روحیه شتون لري.
د رسنیو جلوونکي کولی شي تر څنګ د سیاسي خپرونو نورې خپرونې هم داسې جوړې او چمتو کړي تر څو خلک یووالی،سولې او په پرمختګ باندې فکر وکړي .
مونږ ولیدل چې د رسنیو له لارې څنګه د خلکو منځ کې کرکه راپیدا او ورځ تربلې ډېره شوه چې همدا کرکه د وینو تویولو لپاره لاره هواره کړله او نن له بده مرغه یو ځل بیا ځینو مټې بډ وهلي تر څو اور تازه وساتي او دوی یې لا پکه کوي.
که چېرته له خپلو خلکو او وطن سره مینه شتون ولري نو همدا اوس هم کولی شي خپل خلک وژغوري او د سیالدارې لپاره یې وهڅوي.
د رسنیو چلووننکي کولی شي خپلې ټولې خپرونې په ملي او سولیزه بڼه جوړې کړي تر څو جګړه او کرکه پای ومومي.
د ۲۰۲۴ میلادي کال د مې میاشتۍ درېمه نېټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.