د شاعر صابر ملنګ شاعري

لیکوال: اجمل کریمي

153
باران کې تاپسې ژړا دومرهء جالبه نه وه
جالبه دا وه چې باران په بارانهء کې وشو
زما شخصي نظر دادی چې څوک عشق ونه پېژني هغه ته د انسانیت خوږوالی هم نه حِسيږي هغه د رب د نعمتونو له ونې د میوو څکه هم نه وي کړې
عشق نه یوازې سړی د انسانیت د کتاب تلاوت ته مجبوروي بلکې تر خدایه ج تللي پلونه هم تعقیبوي
پورتني بیت کې شاعر د عشق حد ته رسیږي او داسې انګېري چې ګواکې د معشوق په یاد یې باران هم خبر دی او یا دی له خپلو دغو اوښکو چې د خپل معشوق په یاد یې مېلمنې کړې داسې خوند اخلي لکه د لمر وهلې ځمکې په سینه کې چې یې نیم وچ بوټي د باران له څاڅکو اخلي
له بیته به درته معلوم شوی وي چې ښاغلی(صابر ملنګ)صیب څومره جالب غیږي
صابر لکه د خلکو غوندې زړې خبرې په نوو جامو کې نه پېچي بلکې نوې خبرې له نوو جامو سره راوړي
څه ښه واي
چــرتـــه پرونۍ اوبــهء، او چــــر تــه ننــۍ روژه.
پـاک دی چې ســــبا ته یې پرېښولې،معامله نه ده
لوستونکې ته په څومره اسانه طریقه شاعر حقیقه مشوره ورکوي
تاسو به ورسره مخ شوي یاست او هرسړي تجربه کړې هم ده چې د نن خاورې سباته زر او زر یې سبا ته خاوري دي (هغوي چې نن تر سبا پرېږدي حتماً کومه ناپاکه اراده لري)
بل ځای کې وايي
د توحـــید پـه عــقیده مې هریو،پیردی
پـــه صاحب، او په ښاغلي، نه پوهېږم
اصلاً انسانیت ټول یو دی خو درانه او سپک یې یوازې په عقیده دي چې باید پرې وتلل شي
هر صاحب دروند نه دی او هر مزدرو سپک نه
انسان باید چې همېشه له ګُمانه نه بلکې له یقینه پرېکړه وکړي هغوي چې له یقینه غږیږي ریښتني دي او د ګمان خاطبین د شیطان ملګري دي
ځکه خو صابر وایي
پنډې مې په زړه دي دیقین مچۍ
نه ورته پرېږَدي د ګومان مچان
مچ یعنې (ناپاکي) هغوي چې د یقین لمن ته دا مچان پرېږدي (ناپاک) دي
صابر نه یوازي غزل بیتونه لیکي بلکې د نظم له ممبره هم خوږه خطبه وايي
شعرونه
ــــــــــــ
د صــــبر زغـــم، پرور دګاره خـــولهء مې وتړله
و پړســــېدم، پرور دګاره خــــولــهء مې وتړله
دسکوت هیله مې شوه نیله،زړه مې خولې ته راغلو
زغــمه اورې؟!صبريجمیله، زړه مې خولې ته راغلو
خـلک، ښه وایي چې هــر څه کــوه، هر څه مه وایه!
مــګر نه دا چې، په تا هـــر څه کېږي، ته مــه وایه!
زه خــو هر څــه وئیلی شم، هــر څه کولی نشـــــم
خـود به هـــر څه وایم نــو، هر څه خو زغملی نشم
مـحـــــل د شپې د ژوبلــورو ســـر تــه ،و رســـېدو
تاج، د قِــتال د فتواګـــرو ســــر تــه و رســــېدو
چې روا نـــه وه، پـــــه روڼا روا تــه و رســـېده
خـــدایــه، دا کــومه، ناروا روا تـــه و رســـېده!؟
له پورتني کړیو نه خوند اخستونکې یوازې لوړ ذوق لرونکې کېدای شي چې له ورایه پکې پروت دی
زه همېشه دا خبره کوم چې د ښه شعر په لوستو باید تخلیقار خاص په واخ، اخ، هی، اها، بدرګه نکړو بلکې د هغه شعر باید زړه ته کښته کړو او ویې خورو
صابر صیب نه پېژنم خو تخلیق یې ډېر ستر دی
د ده قلم دي نه وچیږي
 محمداجمل (کریمي) غزني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.