دیموکراسي او بیلا بیل تعبیرونه/ ۱

زمری محقق

276

د ډمو کراسی اصطلاح د ډېري لرغونی زمانی راهیسي د خلکو د اداری سیستم ، حکمتونو د جوړولو او سیاسي کشمکشونو په لړ کی د بحثونو اومناقشو ډکو موضوعاتو د جملی څځه ده .

حتی د اسلامی نړۍ علما یې هم پر څو برخو ویشلي دئ ، ځینی یې په دې عقیده دی چی یموکراسی د اسلامی اصولو سره اړخ لګوی او په تضاد کی نه ده خو ځینی نور یې بیا یوه لویدیځه پدیده او د اسلام احکامو په خلاف ګڼي به دې مضمون کی می هڅه کړی ده چی د علماؤ د اندونو په پام کی

نیولو سره دې پېچلی مسئلې ته د توان تر حده ځوابونه وویل سئ  :

ډیموکراسی چی نن ورځ د زیاتره هیوادونو د ادره کولو د یوه سیاسی سیستم په توګه استعمالیږی ، د تاریخ په اوږدو کی یې تکاملی پړاونه وهلی دی .

کیدای سی چی ډموکراسی د یوه ټولنیز سیستم په مفهوم چی  په ټولنه کی د خلکو د د فعال مستقیم او غیر مستقم ګډون سره د اساسی پریکړو په برخه کی قاطع او صلاحیت لرونکی ، رول ولوبوی .

اوس مهال، د ډیموکراسۍ کلمه د سیاسي سیسټم اوسیاسي ایدیالوژۍ  لپاره کارول کیږي.

دا چی دموکراسی څه ته وایي ویلای سو چی ډیموکراسي د حکومت د یوې بڼې په توګه تعریف کیدی شي په کوم کې چې ټول خلک – په مستقیم یا غیر مستقیم ډول – باید د ټولنې د قانوني نظم رامینځته کولو او ساتلو په اړه مستند پریکړې وکړي. یا د یوې سیاسي ایډیالوژۍ په توګه چې هڅه کوي ټول خلکو ته د آزادۍ ، مساوات او په عمومي ډول د بشري حقونو د تضمین ترټولو لویه  وسیله ګڼل کیږی .

دغه راز ډیموکراسی د ګډ – حکومت د یوې بڼې په توګه ،د خلکو د فعال ګډون او دوي د اندونو په بنسټ د قانوني نظم رامینځته کولو او ساتلو مسؤلیت په غاړه لري .

شک نشته چی د ډیموکراسۍ څه شی ده ، پوښتنی ته  ډیری او خورا مختلف ځوابونه شتون لري.  دا په دې اړه  لري چی آیا موږ باید ډیموکراسي د حکومت بڼه یا د ژوند بڼه وګورو؟ یا د سیاسي بنسټونو د یوې ټولګې په توګه، چې نن ورځ د نړۍ په ډیری ځایونو کې شتون لري، یا هم د یوې سیاسي ایډیالوژۍ په توګه چې موږ یې د واقعیت لپاره هڅه کوو؟ ایا موږ کولای سو چی د ا مفهوم داسی  تشریح کړو چی د لرغونتوب څخه تر اوسني وخت پورې ټولې دورې په غیږ کی و نیسي ؟

 یا په دې پوه شئ چې ډیموکراسي د نړۍ په تاریخ کې دومره بنسټیز بدلون موندلی چې تاسو نشئ کولی ټول شکلونه د یو او ورته مفهوم لاندې راټول کړئ؟

د ناروې فیلسوف ارن نیس او د هغه دوه همکارانو په 1956 کال کې د ډیموکراسۍ په اړه د 311 مختلف څرګندونو په بنسټ د ډیموکراسۍ

د مفکورې په هکله یوه ژوره څیړنه ترسره کړل .

 دوی په تاریخي ډول لیست شوي او له لرغوني زمانې څخه تر اوسني زمانې پوری د دیموکراسی په هکله څیړنه کړی ده چی په دغه تحقیقات تعریفونه ، توضیحات او د ډیموکراسۍ ځانګړی خصوصیات په غیږ کی نیسي .

  1. ایتمولوژیکي (ریښه پیژندنه) تعریف

کله چې ډیموکراسي د حکومت د یوې بڼې په توګه وپیژندل شي، نو موږ دې ته اړ یو چی د ډیموکراسی ریښه هم وپلټو.

د ډیموکراسي کلمه د لرغوني یونان د ډیموکراسۍ څخه اخیستل شوې، چی ډیمو د خلکو معنی لري او کراسي یې د واک او حاکمیت مفهوم افاده کوی . نو ډیموکراسي د خلکو د واکمنۍ معنی لري، او ریښتینې ډیموکراسي باید پدې معنی وي چې د خلکو واک او حاکمیت په کی نغښتی وی . (۱)

خو باید وویل سی چی ایتمولوژیکي تعریفونه تل سم نه وي .

 ځکه چی ایتمولوژیکي تعریفونه تل په ذهنونو باندې تسلط لري.

ډیری وختونه یو ایتمولوژیکي تعریف کولی شي د کلمې معنی په یوه اړخ ټینګار وکړي، نو کیدای شی چی نور مهم اړخونه یې له پامه وغورځول شي.

………………………………………………………………….

(۱) انسایکلو پیډیا بریټینیکا دوهم چاپ  ۱۷۷۹ م

…………………………….

یوازې د ډیموکراسۍ مفکورې ته ژوره کتنه کولی شي وښیې چې آیا د ډیموکراسۍ ایتمولوژیکي تعریف هر اړخیز دی. ؟

 فرانسوي فقیه او فیلسوف الیکسس دی توکویل دا خبره رد کړی ده. هغه په دې باور و چې یوازینی شی چې لرغونی او عصري ډیموکراسي په کې مشترک وه هغه پخپله کلمه وه. نور د هغه وخت دیموکراسی د اوس سره بشپړ توپیر لری .

خو امریکایی رابرټ ډهل، چې نن ورځ شاید د عصري نمایشي ډیموکراسۍ ترټولو مشهور مدافع وی، د دی دریځ سره په مخالفت کی وایي :

 ” که د اتن دموکراسی څوک په بشټړه توګه ردوی نو دا به داسی معنا ولری لکه چی څوک ووایی

په هغه خت کی چی د رایئټ  وروڼو د الوتکی ماشین اختراع کړی ؤ هغه ماشین نه ؤ ځکه چی د اوس د ماشین سره پوره توپیر لری . »

وایی :Tomas Masarik  ټامس ماسریک

« د ډیموکراسۍ د تشریح کولو بله عام لاره دا ده چې د یو مشهور شخص لخوا یو مشهور بیان نقل کړئ او تعریف یې کړئ.نو ډیموکراسي تل یو د بحث او بدلون وړ مفهوم دی . »

 د چکوسلواکیا د ولسمشر( ۱۹۱۸-۳۵) اد بیان هغه انعکاس چی ډموکراسی د بیان د آزادۍ او مناقشې  سره تړي د پاملرنی وړ دئ .

د ډیموکراسۍ د تعریف په توګه د یوې مشهورې وینا ترټولو غوره بیلګه د ابراهیم لینکن د( نومبر 1863  ) د هغي وینا وروستۍ جمله ده چې د یوه سرتیري  چې څو میاشتې دمخه د ګیتسبرګ په جګړه کې وژل شوي وو، د  جنازی په مراسمو کی ئې وکړل .

دا جګړه چی دامریکا په تاریخ کی د کورنۍ جکړې د ډیرو وحشیانه جګړو د جملی څخه شمیرل کیږي. د وینا په پای کې ویل شوی دی چی د امریکا حکومت  باید د خلکو له خوا د خلکو لپاره د حکومت په توګه وی .

 د ډیموکراسۍ بې شمیره تعریفونه د لینکن د جنازې له وینا څخه الهام اخیستی دی .

 کله چی وایو ډیموکراسي څه ده؟ په ځواب کې ویل کیږی : د خلکو لخوا د خلکو لپاره د خلکو حکومت دی.

که ډیموکراسي د حکومت په بڼه او د یوې ایډیالوژۍ په توګه تعبیرکړو نو

دا اصطلاح داسې معنی لري چې په ښکاره ډول د خلکو لخوا د حکومت څخه توپیر لري.

 ځکه چی د خلکو حکومت کول په ځانګړي ډول دیموکراتیک نه شی بلل کیدای . د خلکو لپاره حکومت د خلکو د ښه والي لپاره د حکومت کولو په معنی دی .

د تشبيهاتو او مشهورو څرګندونو پر ځای بايد هدف ته ځواب وويل شي. ډيموکراسي څه ده؟

د ډیموکراسۍ تعریف او د هغه تفصیلي توضیحات څه شی دئ  یعنی دموکراسی ته باید یوداسی جامع تعریف غوره سی چی (جامع د ټولو افراد او مانع د اغیارو وی) یعنی ټوله هغه محتوی په کی ځای سی چی په رښتینی دموکراسی پوری اړه لري او نور هغه څه چی په دیموکراسۍ مربوط نه وی ځني و ایستل سئ  .

 په هرصورت، ډیموکراسي یوه کلمه ده، او هره کلمه یو څه معنی لري او یو څه حواله لري. کله چې موږ کلمې مطالعه کوو، نو موږ باید دا روښانه کړو چې موږ کولی شو په دریو مختلفو اړخونو تمرکز وکړو: (1) موږ کولی شو پخپله کلمه مطالعه کړو. (2) موږ کولی شو هغه مفهوم مطالعه کړو چې کلمه پوښي. (3) موږ کولی شو هغه پیښې یا شیان مطالعه کړو چې کلمه ورته اشاره کوي.

 د ډیموکراسۍ د کلمې مطالعه به موږ ته دا توان را په بر خه کړی چی  د ډیموکراسی د پراخ مفهوم ټوله برخی راته روښانه سئ .

. یو څوک کولی شي د یوې کلمې معنی وټاکي او بیا هغه پیښې یا شیان تشریح کړي چې د نومړي کلمې د محتوا برخی جوړوي .خوتاسوداسي هم کولی شئ  چی هغه مفاهیم چی د یوی کلمې د پېژندلو سره مرسته کوی، په جلا جلا توګه وڅیړي او پدې توګه د شیانو پر بنسټ د کلمې معنی وټاکئ.

د بیلګي په توګه یو (ډنمارکی شخص ) داسی تعریف کیدای سی چی هغه څوک چی د ډنمارک تابعیت ولري . خو کیدای سی چی یو ډنمارکی په نورو خصوصیاتو باندی هم مشخص سی لکه چی ووایو یو ډنمارکی هغه څوک دئ چی په ډنمارک کی او سیږي یا دا چی په ډنمارک کی زیږیدلی او لوی سوی دئ . یا هغه څوک چی ډنمارک د خپل وطن په توګه پیژني، یا  یې ډنمارکي ژبه خپله مورنۍ ژبه وي ، د ډنمارک په تاریخ کلتور او عنعناتو خبر وی .

او یا داچی د( ډنمارکی ) شخص پورتني ځانکړی خصوصیات هر یو په جلا جلا توګه وڅیړل سی .

نو د دې دواړو څیړنو په نتیجه کی به د یوې کلمی رښتنی تعریف او پیژندنه په ښه توګه تر سره سوی وي .

نن ورځ دیموکراسي په نړی کی په عمومی ډول، د یوه مثبت مفهوم به توګه پیژ‌ندل سوی ده خو ددغه مفهوم تعبیرونه بیلا بیل دئ . د بیلګی په توګه د زمبابوی په هیواد کی ډیموکراسی د دیموکراتیکو انتخاباتو په مفهوم ګڼي .

   Robert Mugabe هغه ټاکني چی رابرت موګابی

یی د ولس مشر په توګه وټاکي .*( ۲)

……………………………………………………

* (۲)  Tele graph : co uk, 12.7.2007 .

  …………………………………………………

خو اوس خبره دا ده چی څوک باید د دیموکراسی په تعریف کې د شاملو

معیارونو د ټاکلوصلاحیت ولری ؟

موږ مجبور یو چی د ډیموکارسی او یو دیموکراتیک دولت د تعریف لپاره

یو لړ معیارونه رامینځته کړو، او بیا موږ باید وګورو چې کوم هیوادونه دا معیارونه پوره کوي.

 خو دا معیارونه باید څوک وټاکي؟

که چیرې څیړنه د دولت  په مفهوم پورې اړه ولري، نو د نړیوالو قوانینو ،نړیوالوتړونونو او نړیوالو سازمانونو د چوکاټونو او منل سوو اصولو په رڼا کی باید دغه معیارونه وټاکل سي .

 د 1933 کال د مونټیو ویدیو کنوانسیون  د  دولت د څرنګوالی او پېژندني په هکله څلور فکتوره ټاکلی دي:

 هغه نفوس چې په یوه ټاکل شوې سیمه کې دایمي استوګن وي او د داسې حکومت لخوا اداره کیږي چې کولی شي د نورو دولتونو سره خبرې اترې ، تړونونه او اړیکي ولری . دا معیارونه د دولت د مفکورې بنسټ جوړوي، او دا د نورو شیانو په منځ کې خورا عملي او سیاسي اهمیت لري ځکه چی د دغو معیارونو په بنسټ دولتونه د ملګرو ملتونو غړي کیدی شي . (۳)*

……………………..

 (۳)* Først artikel af Montevidiokonventionen (1933): Fra 1949 har denInternationale Lovkommission diskutteret behavet for en opdateret definition,se duursma ( 1996) 133-5 .

………….. ………

د دیموکراتیکی ټولني په هکله د 1948 کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د منشور په § 29 کې ، پرته له دې چې تشریح شي چې دیموکراتیکه ټولنه څه شی ده ، خورا لنډه یادونه شوې ده.

 د ۱۹۵۰ ګال د اروپا د بشر دحقوقو کانوانسیون د دیموکراتیکو رژیمونو او دیموکراتیکو ټولنو په هکله په شپږمه او یولسمه ماده کی یادونه کړی ده خو به هغه کی هم د دیموکراتیکو رژیمونو د تعریف په هکله څه نه دی ویل سوی.

دغه راز په 1951 م کال کې، یونسکو ، د ډیموکراسۍ د مفکورې

او معیارونو د تثبیت په مقصد څه د پاسه. ۵۰۰ سیاسي پوهان او سیاسي فیلسوفان ته د پوښتنو لیستونه ولیږل څو چی په دغه هکله یوه واحد نظر او د منلو وړ نتیجه تر لاسه سي خو له بده مرغه دې کار هم  کومي مثبتي پایلي نه درلودلی . (۴)*

…………….

(۴)* R. McKeon og S. Rokkan (udg.), Democracy in a World of Tensions. A Sym- posium prepared by UNESCO (Chicago 1951). Anmeldt af F.L. Klingberg i The Western Political Quarterly 4 (1951) 337-8. Samtlige deltagere opfattede demokrati positivt (s. 522).

……………………………………………

نوموږ نه شو کړای چی د فلسفی او سیاست پوهانو د نظر پرته ، د یوې ټولنی یا هیواد د دیموکراتیکی خصوصیت په هکله څرګندونی وکړو .

خو یوازنی شخص چی د دموکراسی په باب یې زیاتي مقالې او کتابونه لیکلي دئ هغه هم  رابرټ دهل دی .

ده د شاوخوا 70 کلونو راهیسې، هغه د لویدیځ د لیبرال ډیموکراسۍ او د بازار اقتصاد او پانګوالۍ سره د هغې د تړاو په اړه بې شمیره کتابونه او مقالې لیکلي دي.

یو د هغو سازمانونوڅځه چی د دموکراسی د ودی او پراختیا لپاره کار    آزادی د کور په نامه یادیږي . دغه بنسټ پهFreedom Hous د  کوی

په نیویارک کی په 1941 کې تاسیس شوی، او موخه یې دا ده چې د معلوماتو له لارې په ټوله نړۍ کې د ډیموکراسۍ او ازادۍ ته وده ورکړي او د ښي او کیڼ اړخو د استبداد پر وړاندې مبارزه وکړي.

او ډیموکراسي، لکه څنګه چې دا اصطلاحات په لویدیځه نړۍ کې پوهیږي، او دا ډیموکراسي د حقیقي هدف د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه پیژني چی دا بې له شکه لیبرال ډیموکراسي ده .چی په بیلا بیلو هیوادونو کی د یوې سیاسی او ایدیالوژیکی وسیلی  په توګه کار اخیستل کیږی .

نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.