نظم

محمداجمل کریمي

113
شپه رانه یوړل شي تر ړنګې میکدې ناپامه
هره شپه وتی یمه زه په تاپسې پسې نا پامه
کله یم ځان نه بهر کله له ښاریې ناپامه
له مانه کیږې مې اکثره اِرادې نا پامه
چې په ما خیال د مکمل سړي کوې ناپامه
تا مې لیدلي دي تارونه د سینې ناپامه
راته غږېږه مه په زخم مې اوبه راځي
بیا مې د چا نامه ناپامه په خوله خوله راځي
راپسې ګرځي پسې ګرځمه په شپې پسې
ما به اخېر ړوند کړي د ریڼ لمر په څېرې پسې
غلی روان یمه د ځان په جنازې پسې
خود به ارمان کوم په تېرې زمانې پسې
هم هغه یوه چې بیا هیڅکه په ما نه راځي
بیا مې د چا نامه ناپامه په خوله خوله راځي
ویلای نه شم کوم الفاظ چې مې دننه خوري
لکه د اور لمبې چې ماته وچه ونه خوري
شېبه شېبه مې ذهن غوښه له بدنه خوري
ما به مرګ ونه خوري خو مابه خپله ژمنه خوري
زما په لاس کې تر خوږو مېږیان ړانه راځي
بیا مې د چا نامه ناپامه په خوله خوله راځي
نه د جومات په وره کې ناست نه د جانان په څنګ
زندګي دلته وي فقط د دې جهان په څنګ
خود به خړ مخی وي مخلوق دخپل ایمان په څنګ
ګناه ګویا لري شاهد لري اسمان په څنګ
“کریمي” زه چې یادومه خولې ته “ته” راځي
بیا مې د چا نامه ناپامه په خوله خوله راځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.