پنځو دقیقو کې د ښې ورځې پیل

0 1,371

د ورځې پیل ډېر مهم وي، له ډېری کسانو چې د ورځې د پیل مهالوېش خطا شو، نو ورځ ترې حذر شوه. خو دا چې څنګه د وخت سپما وکړئ، دفتر ته په وخت ورسېدلای شئ او د ورځې په جریان کې مو نورو کارونو ته هم سمه رسیده ګي وکولای شئ، نو لاندې لارښونې عملي کړئ:

ـ تر خوب وړاندې د سبا لپاره پلان جوړ کړئ:
سبا سهار له خوبه تر راپورته کېدو وروسته به لومړی د خپل ناروغ همسایه پوښتنه کوم، دفتر ته به ځم، که د دفتري کارونو لپاره هم پلان جوړونه وکړې غوره به وي، تر دفتر وروسته کور ته د راګرځېدو پر لاره خپل پخوانی ټولګیوال وینې، البته له وړاندې باید ورسره په ټلیفون وخت واخلې او ماښام باید کورته هم سودا راوړې. ماسخوتن باید تر ډوډۍ خوړلو وروسته کتابتون ته نوی راوړل شوی کتاب مطالعه کړم او تر خوب وړاندې بیا د سبا لپاره پلان جوړ کړم.
دغه شان د یوې ورځې پلان جوړول د شپې تر خوب وړاندې کېدای شي او هغوی بریالي دي چې په همدې ډول پرمخ ځي.


ـ د بیدارېدو لپاره برابر شوی ساعت له ځانه لرې کېږدئ:
لکه د نن سبا په یخه هوا کې د سهار خوب ځانته خوند لري او اکثریت به داسې شوي وي چې ترڅنګ مو اېښي موبایل زنګ هم درته وهلی وي، خو ویده پاتې شوي یاست. ددې لپاره چې د ساعت په زنګ له خوبه سم راپورته شئ، نو برابر شوی ساعت له ځانه بیخي لرې کېږدئ.


ـ غاښونه برُس کړئ:
له خوبه تر راپورته کېدو وروسته حمام ته ولاړ شئ او د بدن د تازه کولو لپاره غاښونه ووینځئ. دا کار تاسو تازه کوي او انرژي در بښي چې باقي پاتې کارونه دې په حوصله سمبال کړې.


ـ یو ګیلاس اوبه وڅکئ:
اوږده شپه تېره شوې وي، وجود مو په شدید ډول اوبو ته اړتیا لري. کله چې تاسو تر خوب راپورته کېدو وروسته یو ګیلاس اوبه وڅکئ، نو وجود ته مو انرژي بښئ او باقي پاتې ورځ به مو له انرژۍ ډکه او خوښه تېره شي.


ـ ورزش یا حمام وکړئ:
نن سبا هغه نظریه تر یو ځایه محدودېدونکې ده، چې هر سهار باید ورزش وشي. که چېرې مو کومه ورځ ورزش ته طبعیت برابر نه او یا مو وخت نه درلود، نو حمام وکړئ.
په سهار کې حمام یا ورزش ددې لامل ګرځي چې پاتې ورځ په روحي او فزیکي قوت خپل کارونه پرمخ یوسئ. چې کله مو دا ټول کارونه وکړل، نو اوس د یوې ښې ورځې پیل دی او په خوښۍ خپلو کارونو پسې ولاړ شئ، انشاء الله چې بریالیتوب ستاسو دی!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply