د اوسني افغانستان بنسټګر (احمدشاه بابا)

اوډنه: عبدالوهاب مومند

195

د سويس نامتو تاريخ پوه جکوب برکخارت Jacob Borckhardt وايي:

“موږ پخواني هغه کسان ستر ګڼو چې د هغوی کارنامې زموږ شته والي تر تاثير لاندې راولي او د هغو له ژوندانه پرته موږ د خپل شته والي تصور نه شو کولای.”

څنګه چې افغانستان لرغونی او د زرګونو کلونو هېواد دی، ستر کسان یې ډېر دي، نو ځکه د افغانانو ثقافت شتمن دی، که څه هم دوی په عصري تمدن او ټکنالوژۍ کې وروسته پاتې دي، دغسې سترو کسانو په نظامي، سياسي او ټولنيزو برخو کې خپلې کارنامې، ويناوې او په لوړه کچه ميراثونه پرې ايښي دي.

له نن نه ۲۵۲ کاله وړاندې په همدې ورځ احمدشاه بابا د کندهار ښار ختيځ توبې غره کې د خپل يوه قومندان پر کور وروستۍ ساه ور کړه. ياقوت شاه باوري لومړی کس و چې د مړينې خبر یې پټ وساته، تېمورشاه ته یې ليک ولېږه چې چابک کندهار ته راشي او د سلطنت واګي په لاس کې ونيسي. برخوردار اڅکزي د بابا مړی په يوه تسکره [د مړي وړلو تخته] کې وپېچه او دباندې خلکو ته یې وويل چې بابا سخت ناروغ دی، ياقوت او برخوردار به کله نا کله کټ ته نږدې شول چې د بابا احوال واخلي، موخه یې دا وه چې تېمورشاه را ورسېږي، چې تر هغو د مړينې خبر یې دباندې ونه وځي.

د شفاهي روايتونو له مخې کله چې د اوسني افغانستان بنسټګر [#احمدشاه_بابا] په ځوانۍ کې د آس څخه د لوېدو له امله د پزې په ناروغي اخته شو، د ژوند په وروستيو شپو ورځو کې د پزې خوراړه (سرطان) ناروغي ورلوېدلې وه، د تداوۍ وار چې یې تېر شو، نو د طبيبانو په مشوره د کندهار ختيځ اڅکزۍ توبې ته ولاړ، ځکه هوا يې د ناروغۍ لپاره مناسبه تشخيص شوې وه.

بابا د (۱۷۷۳ع جون پر درېیمه) د لومړۍ خور [ربيع الاول] په دوهمه د پنجشنبې په ورځ د ختيځ کندهار توبې په لمن [مرغه] کې د [شپشيون برج] ته نږدې په [يرغکۍ] کلي کې د خپل يوه باوري دوست (برخوردار خان اڅکزي) په کور کې وفات شو.

د بابا د برياليتوب تر ټولو مهم ټکی د ولس توب و، دې امپراتوري د ولس په منځ کې داسې ځای ونيوه چې د اتلسمې پېړۍ داسې له برمه ډکه او د ملي ګرایۍ سېمبول وو چې هېڅکله له ملته پناه او په دېوالونو کې ایسار پاته نه شوه، ځکه خو کندهار کې د شاه په نوم ماڼۍ، حصار او کلا نشته…

د افغانانو د مسکنت او غرني عاداتو سره سم دې پاچا هېڅکله ورېښمن پټکۍ پر سر نه کړه، د تخت پر ځای پر ځمکه ناست او دربار کې هېچا ته د تعظیم او چاپلوسۍ اجازه نه وه.

لنډه دا چې اتلسمه پېړۍ کې د افغانستان وروستۍ او اسلامي نړۍ دوهمه امپراتوري چې سیمه یې له مشهد څخه تر ډهلي او له امو څخه تر عربي سمندر پورې وه؛

بابا په لنډ وخت کې د افغانستان تيت او پرکې سيمې او هغه برخې چې د پرديو تېري کوونکو لخوا له خپل اصلي وجود څخه پرې کړل شوې وې؛ بېرته ټولې په مرکزي افغان دولت پورې وتړلې او له هغو یې يو لوی متحد او خپلواک هېواد جوړ کړ، ژمنۍ پلازمينه یې پېښور او نور وخت کندهار د دې امپراتورۍ پلازمينه وه.

احمدشاه دُرانی نه یواځې د اسیا په زړه کې امپراتور او اتل پاچا و، بلکې ترڅنګ یې تکړه ادیب او شاعر هم و، چې اوس یې تر موږ پورې یو پنډ دیوان هم را پاتې دی، زه یې له دیوان څخه یو شعر را نقلوم:

ستا د عشق له مينو ډک شول ځيګرونه
ستا په لاره کې بايلي ځلمي سرونه

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مه اندېښنې د زړه مارونه

که هر څه مې د دنيا ملکونه ډېر شي
زما به هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

د ډلي تخت هېرومه چۍ را ياد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه که ګزارونه

د فريد او حميد دور به بيا شي
چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه

که تمامه دنيا يو خوا ته بل خوا يې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نه که
که ونيسي د تمام جهان ملکونه

اروا یې ښاده!

ماخذونه:
۱- ویکیپېډیا
۲- د استاد سردار ولي فیسبوک پاڼه

۱۴۰۳/۳/۱۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.