مکنزي: د دوحې تړون “عملیاتي میکانیزم” د افغانستان د جمهوري نظام د پاشل کېدو لامل شو

152

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قومندان فرانک مکنزي وايي، د دوحې تړون “عملیاتي میکانیزم” د افغانستان د جمهوري نظام د پاشل کېدو لامل شو.

متقاعد جنرال فرانک مکنزي له “سي‌بي‌ایس نیوز” تلوېزیون سره په مرکه کې، چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې ادعا کړې چې واشنګټن له طالبانو سره د دوحې په تړون کې “په مذاکراتو کې تر ټولو بدې تېروتنې” کړې دي.

نوموړي چې هغه مهال له افغانستانه د امریکا د وتلو طرحه عملي او اعلان کړه، زیاته کړه چې د سپینې ماڼۍ تېروتنه دا وه چې دغه تړون یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو د مهالوېش په توګه وګاڼه.

مکنزي وايي، د دوحې د سولې په تړون کې داسې یوه پروسه موجوده وه چې د عملي کېدو په صورت کې یې طالبانو باید د ځواکونو د ایستلو پر ځای ځینې نور ځانګړي اقدامات کړي وای، خو په خبره یې امریکا دا غوښتنه نه درلوده.

هغه وویل: “د دوحې تړون عملیاتي میکانیزم وه چې افغانستان یې وواژه، د افغانستان حکومت یې له منځه یووړ، ځکه دوی ولیدل چې موږ د لګښت په پام کې نیولو پرته د هیواد پرېښودو ته لېواله یو او زه فکر کوم چې دا د افغانستان د حکومت د کمزورۍ یو مهم مورد وه.”

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قومندان فرانک مکنزي
د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قومندان فرانک مکنزي

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې امریکايي چارواکو په وار وار له افغانستانه د امریکا وتلو او له طالبانو سره د دوحې تړون په اړه د امریکا پر تګلارې نیوکې کړې دي.

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې ادارې د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د دوحې تړون د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوی او د ده دولت له یوې ترسره شوې معاملې سره مخ و.

یو شمېر افغان سیاسي شنونکي هم د دوحې تړون تېروتنه بولي او وايي چې د مکنزي څرګندونې نا وخته او د افغانستان د خلکو لپاره کومه ګټه نه لري.

له دې ډلې شنونکو ویس ناصري ازادي راډیو ته وویل: “ښاغلي مکنزي د نننیو څرګندونو او افسوس پر ځای باید په هماغې ورځې پرېکړه کړې وی او په زړورتیا او هوښیارۍ یې د وضعیت په اړه څېړنه او نیوکه کړې وای، د مکینزي دغه کړنه به د دې لامل شوې وای چې مسوولو امریکايي چارواکو دغه ناسمه پرېکړه نه وای کړې، دا نن هېڅ درد نه دوا کوي او هېڅ پرېکړه نه شي کولای بېرته واخلي.”

خو ایا د امریکا متحده ایالاتونه په افغانستان کې د وضعیت د بدلولو په لټه کې دي؟

یو بل سیاسي کارپوه ذاکر حسین ارشاد په دې باور دی چې د دې مسئلې د جبرانولو په اړه د امریکایانو د هوډ نښې په جدي توګه نه برېښي.

هغه وویل: “دا چې فعلاً امریکا د دې کار د جبرانولو لپاره څومره لېواله ده، کېدای شي چې ډېر شکونه موجود وي او که اوسمهال په امریکا کې د دې بیان او دې پرېکړې د جبران کولو لپاره یو غالب نظر شتون لري، لږترلږه د هغې جدي نښې نښانې نه ښکاري.”

د دوحې هوکړه د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د هغه مهال د مشر ملا عبدالغني برادر تر منځ لاسلیک شوه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وار وار ویلي چې دوی د دوحې تړون عملي کړی او په خبره یې د دې تړون له مخې به د افغانستان له لوري هېڅ یو هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د دې هوکړې له مخې د افغانستان راتلونکی باید د افغانستان د پرځېدلي حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې ټاکل شوی وای، خو په دې اړه خبرو نه یوازې دا چې نتیجه یې ورنه کړه، بلکې جګړې لاپسې زور واخیست او بلاخره د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵ نېټه طالبانو یوځل بیا د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.