له افغانستان څخه اوکراين او سوريه مه جوړوئ

زرغون شاه شينواری

158

متاسفانه امريکا او د امريکا سيمه ييز ملګري په زياته ځيرکه ديپلوماسۍ د افغانستان خلکو او نړۍ ته دا تصور ورکوي چې ګوندې طالبان د دوی د نيابتي جګړې يوه داسې ملېشه يي ډله ده چې د سياسي هويت، رسميت، او د هغوی د مستقل ملي موجوديت څخه پرته موږ د هغوی او دوی له موږ سره راشه درشه کوي. په داسې حال چې دا نه ېواځې په اسلامي، ملي او تاريخي غرور د سمبالو طالبانو سپکاوی دی بلکې د افغانستان د ۴۰ مليونو خلکو سره سور ظلم او ناروا ده. موږ پوره باور لرو چې د طالبانو مطلق اکثريت او د هغوی د زعامت ډېره زياته برخه نه ېواځې د پرديو د نيابتي جګړو مليشې نه دي بلکې د خپل وطن د خپلواکۍ، ملي وحدت او ملي هويت لپاره يې داسې قهرمانانه مبارزه کړې چې ناتو او سيمه ييز ملګري يې همدا اوس د افغان ولس او طالبانو څخه د هم هغو مبارزو په غچ اخيستلو بوخت دي. کابل ته د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت د مرستيال په مشرۍ د هغه پلاوي سفر چې د خبرو اجندا يې په پاکستان کې د وژل شوو چېدينایی انجينرانو پړه د پاکستان خخه افغانستان ته راوړل وو نه ېواځې يوه ژوره استخباراتي ديپلوماسي وه بلکې دا په سيمه کې د داسې نړیوال کړکيچ د پيل ماموريت هم وو چې پيل يې د افغانستان، پاکستان څخه وشي خو اداره يې د افغانستان او پاکستان له توان څخه پورته وي، تر څو يې امريکا د خپلې خوښې سره برابر مديريت کړي. د پاکستاني پلاوي د سفر څخه سمدستي وروسته عربي متحده اماراتو ته د افغانستان د اسلامي امارت د کورنيو چارو د هغه وزير سفر پيل شو چې امريکا يې په موندلو پسې شپه او ورځ ګرځي او که هر چا پیدا کړ نو (۱۰) مليونه ډالر انعام به وګټي. همدا سړی په پوره حوصله او استقامت په منځني ختيځ کې د امريکا د ټولو څخه د کلک ملګري د عربي اماراتو د امير سره په څو اړخيزو مسايلو د خبرو په حال کې ليدل کېږي. بل لور ته قزاقستان طالبان د تور ليست څخه ليرې کړل او د روسې تر مشرۍ لاندې د شريکو ګټو اتحادي دولتونه د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو باندې کار کوي. ننی تازه خبر دا دی چې جمهور رئيس پوتين همدې غونډې ته و ويل چې روسيه د طالبانو سره خپلې اړيکې جوړوي، د تحليل له مخې افغانستان کې د امريکا روسيې او چين تضادونه د ټکر پړاو ته رسيدلي او دواړه لوري هڅه کوي چې دا د افغانستان په خاوره کې د طالبانو د برلاسي پوځي موقعيت څخه په استفادې په خپله د طالبانو له لارې مخکې بوځي. داسې معلومېږي چې د افغاني طالبانو پخواني بهرني متحدين او مخالېفين غواړي متحد طالبان د کابل د ارګ هغې داخلي مرګونې ناروغۍ ته کش کړي کومې چې د ۱۳۵۷ کال د ثور د کودتا څخه تر ننه پورې د هر ډول اسلامي او نا اسلامي رژيم سر خوړلی. د دې کار بېلګې نښانې د افغانستان د جېو-ستراتېژيک او جېو-اکونوميک موقعيت په سر د امريکا روسيې او چين تر منځ زورور کشمکش روان دی. نن سبا بېخي روښانه ده چې افغانستان کې د امريکا، روسيې او چين سړه جګړه په جټکۍ سره د تاوده جنګ خوا ته ځغلي. چين د روسيې په ګټه د امريکا له خوا په سويس کې د اوکراين په خاطر د هغه نړيوال کنفرانس سره پريکون اعلان کړ چې د دنيا د ۹۳ دولتونو لومړی يا دوهم لاس مشران ور بلل شوي دي. شونې ده چې د چين د دې فیصلې په له امله د ډېرو اسيایي، افريقایي او لاتينې امريکا د هېوادو څخه بلل شوي کسان غونډې ته ور نه شي.په همدې ګرمه لوبه کې روسان په روسيه کې د ګډو ګټو د دولتونو سره يو ځای يو نړیوال کنفرانس جوړوي. په دې وخت کې د کار او ټولنېزو چارو د وزير په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت يو پلاوی روسيې ته رسېدلی دی. بل بو ته امريکا غواړي د دې مياشتې په پای کې د افغانستان په اړوند د ملګرو ملتو تر چتر لاندې دوحه کې بله ناسته برابره کړي. طالبانو په مشروط ډول د ګډون وینا کړې ده خو وروستۍ فيصله لا پاتې ده.
د طالبانو د امتحان وخت:
امريکا او روسې دواړو په بيلا بيلو جبهو کې د اشرف غني، کرزي، د مجاهدينو د ډلو په ماتو شوو مشرانو، مليشه يي قوماندانانو او تښتېدلو پوځيانو باندې پوره درې کاله خواري وکړه خو نتيجه يې ځکه ور نه کړه چې هغوی د بهرنيو پوځونو او مرستو څخه پرته افغانستان ته نه ځي او افغانستان ته د پوځونو ليږلو روسيې او امريکې دواړو کې زړه چولی دی. دواړه يې په دې کار کوي چې د خپلو کارول شوو لوخو نه ور ها خوا په خپله په طالبانو کې خپل پلويان پیدا کړي. په دې سياسي معرکه کې پاکستان، پاکستان پلوه طالبان، د مجاهدينو د ډلو پاتې شوني، د پرځول شوي رژيم ځينې چارواکي، خيالي مقاومتپان د مليشو او کرایي ناسيوناليستانو حلقې د امريکا هغه هدف ته لومړيتوب ورکوي چې لويديځ ته د پاکستان په وساطت د افغانستان په ماته سينه مرکزي اسيا ته په زور د تللو چاپېرپال جوړ کړي. مګر ډېر زيات طالبان د دوی مشران، د محاهدينو وطنپال قوماندانان، روڼ اندي هېوادوال، ملت او حتا روسيه چين ايران قطر او هند څخه غواړي چې افغانستان بېرته د اوسنۍ سولې څخه جګړې او زورواکۍ ته لاړ شي يا په اسيا کې داسې جنګ پيل شي چې مديريت يې د امريکا په لاس وي خو که دوی غواړي يا نه په افغانستان کې د امريکا، برتانيا او پاکستان اغېزمن موقعيت ته په کتو دويمه ډله اړ کېږي چې روسيې، چين، هند او ايران ته مخه کړي دا ځکه چې دا اوسنۍ جګړه هغه شان نه ده چې امريکا دې و وایي د ترورېزم سره جنګ کوو. دا طالب چې دلته دی تروريست نه دی او هغه طالب چې هلته دی ترهګر دی اوس نړیوال حالات بدل شوي. نن ورځ غرب په خپل ټول طاقت نه شي کولای چې د امنيت د شورا څخه د ترورېزم لپاره يو منلی تعريف منظور کړي. اوسنی جنګ د د نيا د دوه قطبي کېدو جنګ دی که د افغانستان د اسلامي امارت په مقابل کې د خلافت، مجاهد، مقاومت، زورکراسۍ يا هر نامه لاندې جنګ کېږي نه يواځې افغانان بلکې روسيه چين ايران مرکزي اسیا هند او څه نور ملکونه يې مستقيما د ځان او خپلو ګټو په مقابل کې جګړه انګيري. په دې روانو هلو ځلو او دېپلوماسۍ باندې امريکا او پاکستان روسيې، چين ايران هند او قطر ته دا غوږونو ته رسوي چې د افغانستان په رسميت پېژندلو، پانګونو او روان نامعلوم سرنوشت کار مه لرئ. موږ د افغانستان چارې هغسې تنظيموو څنګه چې زموږ ګټې ايحاب کوي. دغه وضعپت ډېر طالبان خصوصاً هغه طالب مشران چې سياسي پوخوالی لري په خورا حساس حالت کې اچولي دي. دوی ته به دا ښه وي هر څنګه چې وي افغانستان د بلې قراردادي جګړې څخه ليرې وساتي. په سړه سينه د موقتي يا شکلي کارونو څارګر اوسي او خپل اتحاد له لاسه ور نه کړي. دا ځکه چې د امريکا او بريتانيا نړیوال سياست او اوسني کمزوري حالت او د افغانستان سره د پاکستان کړو وړو ته په کتو د دې امکان ډېر دی چې دا نوې ډرامه يو تاکتپک وي او تاکتيک ځکه چې امريکا او پاکستان په داسې وضعيت کې نه دي چې د افغانانو او خپلو سيمه ييزو دښمنانو په مقابل کې داسې جګړې ته بيا را و دانګي چې درې واړو پکې سر په سر ماتې خوړلې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.