یوه ناره وهمه زړهٔ مې تنګ دی

ملا منصور منلی

185

ستا له تلو وروسته بدل شوی یمه
په ما مې خپلې جامې هم دراندې دي
تهٔ وا په سر مې ټول جهان ایښی دی
والله د مینې کیسې هم دراندې دي
له درد سینه وهمه زړهٔ مې تنګ دی
یوه ناره وهمه زړهٔ مې تنګ دی
ـــ
وایم قفس د سینې څیرې کړمه
زړهٔ د مرغهٔ غوندې بهر خوشی کړم
څهٔ د محدود جهان وګړی یمه
غم به مې کوم لوري ته ژر خوشی کړم!؟
اور یم لمبهٰ وهمه زړهٔ مې تنګ دی
یوه ناره وهمه زړهٔ مې تنګ دی
ـــ
موږ څهٔ ناکامې مینې وکړې په خدای
نهٔ مو څوک خپل کړل، نهٔ د ځان پاتې شوو
د صورت غوښې مو چټي توی شوې
نهٔ د چینجوو، نهٔ د جانانان پاتې شوو
اوف ژر ژر ساه وهمه زړهٔ مې تنګ دی
یوه ناره وهمه زړهٔ مې تنګ دی
ـــ
جګو بلاکونو کې ویدو خلکو
اې په کورونو کې ویدو خلکو
وا په واټونو کې ویدو خلکو
په سړکونو کې ویدو خلکو
په خپل نصیب باندې شکرونهٔ باسئ
زما رقم ته کړۍ شپه مه شئ ویښ
زما رقم ته خو زړهٔ تنګي مه شئ
بخت مې ورکړی دی ویدو خلکو ته
مزاحمت درته کوم بخښئ مې
زهٔ ټوله شپه وهمه زړهٔ مې تنګ دی
یوه ناره وهمه زړهٔ مې تنګ دی
ـــ
هر څهٔ زما د توقع خلاف دي
ما وېل جهان لوی دی خو نهٔ دی کنه
نړۍ رښتیا هم د فوټبال غوندې ده
دا زهٔ وړوکی پکې نهٔ ځایږم
ماته د بند ماته د جال غوندې ده
منلیه زهٔ د عشق زخمي عسکر یم
ورته ګونډاه وهمه زړهٔ مې تنګ دی
یوه ناره وهمه زړهٔ مې تنګ دی!
ــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.