د ژبې د ناعادي کولو په زړه‌پورې هڅه

عصمت الله صالح

174
د ژبې د ناعادي کولو په زړه‌پورې هڅه
ستا د لېونو سترګو مسیر ونړېده
راشه له فراقه مې تعمير ونړېده
شمعې بلومه په کفران د خپل تقدير
ستا د زړه له سرايه مې تصوير ونړېده
د اغلې شمائلې سیلمي د پورته بیتونو په لوستلو سره د سویسي ارواپوه او د تحلیلي ارواپوهنې بنسټګر «کارل ګوستاو یونګ» په اړه هغه خبرې رایادې شوې چې کله «یونګ» مړ شو، نو هغه ونه هم وچه شوه، چې دی به یې سیوري ته ناست و. دې پېښې د هر ډول موجوداتو ترمنځ د مینې نالیدونکي مزي د جدي بحث وړ کړل. دا ځکه چې هر انسان له خپلو بهرنیو واقعیتونو هاخوا یوه بله نړۍ هم لري، چې د ورستنېدو او پکې د دمه‌کېدو لپاره هنري اسباب غواړي. یانې له دې ښکاري چې دا دویمه نړۍ اصلاً د خیال نړۍ ده چې تر ټولو چټکه ننداره پکې هر وخت د شاعر په برخه وي.
له هنري وسایلو یو هدف شعر دی. زه دلته شعر نه تعریفوم، خو یوازې له بهرنیو واقعیتونو هاخوا د انسان لپاره یوې بلې نړۍ ته د سبب جوړېدو په تړاو یې غږېږم. شاعر هغه وخت د خیال نړۍ ته ذهني سفر پیلوي چې له پدیدو یا بهرنیو واقعیتونو سره په اړیکه کې شي، یانې د هنري وسایلو د برابرولو چانس په لاس ورشي، ځکه له شک پرته چې د هنر د تولید تر ټولو ستر شرط له پدیدو سره تعامل دی.
شاعر چې شعر لیکي، حتماً به د چاپېریال له یو اړخه اغېزمنېږي. دې تاثر ته د «پدیدو پر وړاندې عکس‌العمل» ویل کېږي. خو د طبعیت پر وړاندې د شاعر د غبرګون لپاره هماغه احساس پکار دی، کوم چې مو په لومړیو کې د «کارل یونګ» په بېلګه کې ورته اشاره وکړه. یانې د یونګ د مینې، عاطفې یا وابسته‌ګۍ حس دومره پیاوړی و چې مړینې یې حتا پر نبات/ ونه هم اغېز وکړ او ورپسې وچه یې کړه.
دا دومره خبرې د اغلې سلیمي د پورته د دوو بیتونو پر تحلیل رایادې شوې او د دا ډول شعرونو په الفاظو کې یې پټ نادر انساني ادراک راښکاره کړ.
د شمائلې سلیمي شاعري چې لولم، حیرانېږم او فکر نه کوم چې دا دې د ښځینه ذهن تولید وي، البته دا په دې مانا نه چې زه د ښځو پر تخیلي یا فکري وړتیا بې‌باوره یم، بلکې شکمن کېږم ځکه چې په ورته انداز شاعري یا د کلماتو دا ډول موزون کول په نړیواله کچه هم د سترو شاعرانو په اشعارو کې خورا په سختۍ موندل کېږي.
واخيستم د ژوند خړو سيندونو لکه رېګ
عمر مې تويېږي له لاســـونو لکه رېګ
د اغلې سلیمي په شاعرۍ کې د لوړ خیال او ژور فکر د بیان ترڅنګ د انځورګرۍ خوندور کمال ته هم متوجه کېدای شو. په شعر کې د کلمو متحرک کول هم خورا ستر ریاضت او تکلیف غواړي، خو دا د فزیکي ستړیا غوندې نه وي، بلکې هماغه د هنري اسبابو له لارې د عادي ژبې داسې ناعادي کول دي چې هره کلمه یې په چاپېریال کې د موجوده واقعیتونو رڼه عکاسي راته وکړي. یانې که خورا ساده یې ووایم، په شعر کې د یوې پدیدې د کلمې په لوستلو سره مو په ذهن کې د هماغه څیز عکس جوړ شي او دا ننداره کټ مټ لکه د یو فلم غوندې وي.
لکه دا بیت:
د قاصد د آس شرنګى دى، له دې بر کنډوه هـاخوا
څوک مې ونيسئ له لاسه، حيرت وړې يم غورځېږم
یو شمېر لوستونکي ښايي د اغلې شمائلې شاعري د پېچلو الفاظو ترکیب وبولي، ګونګه او پُرابهامه یې وګڼي او دا دلیل راوړي چې ګواکې پوهېدل پرې د عامو خلکو له سویې لوړ دي. خو زه بیا ‘د ادبپوهانو په باور’ دوی ته دا ویل لرم چې په شاعرۍ کې مثبت ابهام عیب نه، بلکې همېشه کمال وي، ځکه اول خو د شعر مرغه د ژبې په ګرامري قفس کې بندي کول ظلم دی، دویم دا چې په ژوند کې ډېر داسې مسایل راځي چې وړاندې کول یې باید د ابهام د توکو، لکه سمېبول او… په مټ وشي. د شعر په نامه په لوستونکي د ساده خبرو لوستل خو هر څوک کولای شي او نه شاعري «شعار» دی چې هر څوک یې په آسانه زده کولای او په ژبه راوړلی شي.
کړلو زړه زمـــا چور چور، ستا د سترګــــو تغيور
ستا د ستـــرګو تغيور، په مثال د کــــــوه طور
ړنګ دى ړنګ حسن آباد، کنډرات دى کنډرات
پکې ښکـاري زما زړه، څوک خوشحال د رتنبور
د دې ټولګې په شعرونو کې یو بل کمال «موسقیت» دی، چې د اغلې سلیمي د شعرپوهنې د خورا لوړ استعداد څرګندونه کوي. موسقیت ډېر ځله په شعر کې د کلمو له تکراره رامنځته کېږي او له محتوايي اړخه هاخوا د شعر پر ژبه/ بڼه دومره ښکلا ورتپي چې هر لوستونکی ناخودآګاهاً پرې مینېږي. خو د موسقیت لپاره د کلمو د تکرار په بحث کې «منظم‌توب او منطق» ستر شرطونه دي. یانې په ناعادي ژبه کې د هر ډول کلمو هر ډول تکرار هم موسقیت نشي رامنځته کولی، رامنځته به یې کړي، خو له منطقي اړخه به عقل ته د منلو نه وي. مخکې مو وویل چې د «کلمو تکرار ډېر ځله» یانې د کلمو د تکرار ترڅنګ د سېمبول او تشبیهاتو همغږي هم په شعر کې موسقیت ته حیات ورکوي چې دا چاره اغلې سلیمي بېخي په زړه‌پورې ترسره کړې ده.
په کـوڅه به د دلبر، پټې سترګې کړم ګذر؟
شيخه ماته دا تجويز، نامنظور دى نامنظور
پيراهــــن دې نبـــوي او پېشـــــه دې جـــاسوسي
خداى دې لا درکي برى، خداى دې لا درکي عبور
لنډه دا چې د شمائلې سلیمي هر تازه شعر چې لولم، په ذهن کې مې یې د ستاینې لپاره نوې کلمې راپیدا شي، ځکه هر شعر یې له هره اړخه نوی وي. د «داغ په نسترن» په نامه دا ټولګه، چې اوس ستاسو په لاسونو کې ده، ټول شعرونه یې ما مطالعه کړي دي. په دې کې هر شعر له ژبني او محتوايي اړخه له یو بله نویوالی او جالبوالی لري.
زه د خپلو خبرو په پای کې شمائلې سلیمي ته اوږد او بشپړ روغ ژوند غواړم، خو د دې ترڅنګ هیله ترې کوم چې خپل ژور فکر او لوړ خیال د یو خپلواک سبک لور ته په همدې مدار دوامدار وساتي.
خامه‌ پرس خبري اژانس دفتر. کابل – افغانستان
پنجشنبه، ۱۴۰۲ هـ ش، د کب ۳مه نېټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.