په افغانستان، پاکستان او ایران کې د بارانونو اصلي عامل د “ال نینو” پدیدیه وبلل شوه

93

د هوا پېژندنې ادارې نن هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو وړاندوینه کړې ده.

په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د سږ کال په اپرېل او مې میاشتو کې په افغانستان، پاکستان او ایران کې د شدیدو بارانونو اصلي عامل د ال نینو پدیدیه وه چې په دغو هېوادونو کې یې پراخ سېلابونه راوستل.

ال نینو د هوا د بدلون یوه دوراني پدیدیه ده چې له ۲ تر ۷ کلونو یوځل د مځکې په هوا او اقلیم کې د سترې ګډوډۍ سبب کېږي.

د ورلډ ویدر ایتربیوشن سروس موندنې ښيي چې په سیمه کې د سږني پسرلي بارانونه په تېرو ۴۰ کلونو کې ۲۵ سلنه ډېر وو.

د دې څېړنې لیکوالان ونه توانېدل چې د نړۍ پر تودوخې د دغو ورښتونو د اغېز اندازه معلومه کړي.

خو د مطالعې یوه لیکواله وايي چې دا به په دې ډېره حیرانه شي که چېرې دا ورښتونه له اقلیمي بدلون سره تړاو ونه لري.

په پاکستان کې د سختو بارانونو لړۍ لومړی د اپرېل په ۱۲مه پیل شوه.

د سېلابونو په نتیجه کې تر ۴۵۰ زیات ښوونځي او ۵۰۰۰ کورونه زیانمن شول او تر سلو زیات کسان مړه شول.

ارشیف: سېلابونو په لوګر کې هم کروندو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ارشیف: سېلابونو په لوګر کې هم کروندو ته درانه زیانونه اړولي دي.

درنو بارانونو په پاکستان او افغانستان کې فصلونو ته هم زیانونه اړولي، د غنمو کروندې یې، چې د حاصلاتو لپاره چمتو وې ویجاړې کړي دي.

ډېری کروندګر وايي چې ورښتونو یې د غنمو فصلونو ته زیان اړولی او بې وخته ږلیو او بادونو یې د مېوو حاصل اغېزمن کړی دی.

د زابل د نوبهار ولسوالي یوه کروندګر قریشي مبارز ازادي راډیو ته وویل: “غنم مو کرلي، مرض یې وکړ، بادامو مو ږلۍ توی کړل، زیره مو چینجو ختمه کړه، انګور مو بادونو سره توی کړل، لښتې یې ورماتې کړې، سختې دوړې او شدید باد و.”

په افغانستان کې سيلابونه د سلګونو کسانو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ د زرګونو کورونو د ویجاړيدو سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم ادارې، اوچا ویلي چې سېلابونو بزګرو او نورو خلکو ته د پام وړ اقتصادي زیانونه اړولي دي.

په افغانستان کې ورښتونه وروسته له دې پیل شول چې د ژمي لومړۍ دوې میاشتې، وچې تېرې شوې او دا داسي وخت و چې خاورې د اورښت د جذبولو وړتیا کمه لرله.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم اداره وايي چې د اپرېل او مې میاشتو له سختو بارانونو او سېلابونو وروسته د دوی بشري همکارانو تر ۱۶ زره ډېرو اغېزمن شویو افغان کورنیو ته مرستې رسولي دي.

بغلان کې وروستیو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اړولي دي.
بغلان کې وروستیو سېلابونو ځايي اوسېدونکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اړولي دي.

اوچا پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، سره له دې چې د افغانستان په نیمایي ولسوالیو کې تر ۱۶ زره زیاتو اغېزمنو کورنیو ته مرستې ورکړل شوي، د سرپناه د ترمیم او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په شمول په بېلابېلو برخو کې اضافي مرستې ته اړتیا ده.

په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې شاوخوا ۷۰ تنه وروسته له هغه مړه شول چې سېلابونو شاوخوا ۲ زره کورونه، درې جوماتونه او څلور ښوونځي ویجاړ کړل.

د مې په لسمه، د شدید باران یوه بله دوره په هېواد کې، په ځانګړې ډول په شمال ختیځ کې، چې په پایله کې یې په سلګونو کسان مړه او ډېری نور ورک شول، شاوخوا ۹۱۰۰ څاروي او ۲۰۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړه.

پنځه ورځې وروسته د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون خبردارى ورکړ چې د افغانستان له ٣۴ ولايتونو څخه ٢٥ يې د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او زياته يې کړه چې “زرګونه بې ځايه شوي خلک، چې کورونه یې ویجاړ شوي، سرپناه نه لري.

په ورته وخت کې، ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې په افغانستان کې چې روغتیایی سیستم یې دمخه لا په بد وضعیت کې دی، ځینې روغتیایي تاسیسات د سېلابونو له امله غیر فعال شوي دي.

دغه راز په ایران کې سختو بارانونو او سېلابونو ګڼ شمېر کسان مړه کړي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.