ترکيې افغانستان ته ۱۵۰۰ ټنه بشري مرسته واستوله

353

افغانستان او ترکیه: ترکيې افغانستان ته ۱۵۰۰ ټنه بشري مرسته واستوله.

له افغانانو سره د خواخوږۍ په موخه د ترکيې د بشردوستانه مرستو شپږمه جوپه به د رېل پټلۍ له لارې له انقرې ښار څخه افغانستان ته ورسېږي.

يادې بشري مرستې چې ۱۵۰۰ ټنه دي، د ۱۰ ولسي بنسټونو په ملاتړ د ترکيې هېواد له پېښو سره د مبارزې ادارې (آفاد) په همغږۍ برابرې شوي دي.

ويل کېږي چې ترکيه به افغانستان ته په ټوله کې د بشري مرستو ۱۴ جوپې واستوي.

تر دې وړاندې هم ترکیې له افغانانو سره په ډېره اندازه بشري مرستې کړې دي.

د سیلابونو بل خبر دا چې:

ننګرهار ولایت کې سيلابونو له امله ۱۰۲۵ کورونه نړېدلي، ۶ پولونه، ۲۷ پولچکونه، ۵۰ کيلومټره فرعي سړکونه او ۹۵ د اوبو څاګانې تخريب شوي دي.

ننګرهار کې ط.. الب چارواکي وایي، تازه د والي په امر اضـ.ـطـ.راري کمېټه جوړه شوې چې دغو ټولو سیلاب ځپلو کورنيو سره د بېړنيو مرستو سربېره د کورونو جوړېدو برخه کې مرستې وکړي.

د ننګرهار لپاره د ط.. البانو د والي ویاند قاضـ.ي مـ.ـلا عـ.ـادل تیره (چهارشنبه، ۲ د وږي) رسنیو ته په استول شوي ویډیویي کلیپ کې ویلي، تر يو کلن ځنډ وروسته د ننګرهار د والي مـ.ـلا محـ.ـمد نعـ.ـيم اخـ.ـوند په لارښوونه د دغه ولايت د مرستيال مـ.ـولوي محـ.ـمد ربانـ.ـ.ي ناصـ.ـح په مشرۍ اضـ.ـطراري (بېړنيو پېښو) کمېټه فعاله شوه.

هغه زیاته کړې، يادې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په دغه ولايت کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله زيانمنو شويو کورنيو ته مرستې ورسوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله ۱۰۲۵ کورونه نړېدلي، ۶ پولونه، ۲۷ پولچکونه، ۵۰ کيلومټره فرعي سړکونه او ۹۵ د اوبو څاګانې تخريب شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.