د پاکستان په سيلابونو کې د مړو شمیر له ۳۰۰ واوښت

938

په پاکستان کې د پنځو اوونيو موسمي اورښتونو او سيلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمیر ۳۰۴ تنو ته ورسید. چارواکي وايي چې په دغو طبیعي پيښو کې نژدې ۹۰۰۰ کورنه په بشپړه توګه او یا هم قسماً تخریب شوي دي.

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، په پاکستان کې د جون میاشتې له نیمايي راهیسې ورښتونه او سيلابونه پيل شوي چې له کبله ېې په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه شوې او لوېې لارې او پلونه تخریب شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره په دغو طبیعي پيښو کې نژدې ۹۰۰۰ کورنه هم په بشپړه او يا هم په قسمي توګه تخریب شوي دي.

سيلابونو په ځانګړې توګه د پاکستان ناامنه ايالت بلوچستان سخت ځپلی دی. په دغه ایالت کې د پر له پسې ورښتونو او سیلابونو سره په تړاو لرونکو پيښو کې ۹۹ کسان مړه شوي دي. په سويلي ایالت سیند کې بیا ۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې چې افغانستان سره ګډه پوله لري، ۶۱ کسان او په پنجاب ایالت کې ۶۰ کسان مړه شوي دي. د مړه شوو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د پنځو اوونيو ورښتونو په پيښو کې لږ تر لږه ۲۸۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

هر کال د پاکستان ډیره برخه له موسمي ورښتونو او له کبله یې د سیلابونو د رواتلو له ستونزې سره مخامخ کیږي. د وروښتونو او سيلابونو له امله ناوړه پيښې سبب کيږی چې د پاکستان حکومت د خپلو ضعیفو پلانونو په خاطر تر نیوکو لاندې راشي.

په پاکستان کې د ورښتونو موسم له جولای څخه تر سپتمبر مياشتې پورې دی. له بل لوري وروښتونه په پاکستان کې د کښتونو د خړوبولو، د بريښنا بندونو د ډکولو او په نورو برخو کې د اوبو ذخیره کولو له پاره مهم هم دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.