مونږ په کور کې د خوړلو ډوډۍ نه‌ لرو

83

اختر او د ځینو افغانانو ناوړه اقتصادي وضعیت؛ یو متقاعد مامور: مونږ په کور کې د خوړلو ډوډۍ نه‌ لرو

په افغانستان کې یو شمېر بېوزله کورنۍ وايي، د اختر لپاره هیڅ تیاری نه لري او په خپل عادي ورځني ژوند کې هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

عبدالواسع د کابل ولایت اوسېدونکی او متقاعد دولتي مامور دی.

هغه وايي، د اختر لپاره هیڅ تیاری نه لري، ځکه لاسونه تش دي.

نوموړی یو متل یادوي چې “تشه لاسه ته مې دښمن یې.”

افغان متقاعد عبدالواسع وايي: الله په ذات قسم چې اولادونه مې ډوډۍ نه لري.

عبدالواسع زیاتوي: “موږ متقاعدین یوو، مونږ په کور کې د خوړلو ډوډۍ نه لرو، اولادونه مو په زړو جامو کې ګرځي، موږ په ډېره سخت ژوند تېرو، د الله په ذات قسم چې اولادونه مې ډوډۍ نه لري.”

مخکې تر دې هم یو شمېر افغان متقاعدینو په وار وار دا ستونزه د ازادي راډیو له لارې شریکه کړې ده.

د شپږو ماشومانو مور کونډه نفیسه، چې په کابل کې اوسېږي، وايي چې د ژوند تر ټولو سختې ورځې شپې تېروي.

هغې ازادي راډيو ته وویل: “داسې شپه نه وي چې له اوښکو سره ډوډۍ نه خورو، هغه هم که کوم ګاونډی څه راواستوي. ماشومان مې رانه کالي غواړي، زه ورته وایم ته صبر که څوک خیرات زکات راکړي، دوی ته دوکه ورکوم. ډېر سخت حالات دي، خو تر اوسه راسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.”

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په اختر پیغام کې چې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس خپور کړی، ادعا شوې چې د طالبانو حکومت، د یتیمانو، کونډو، معلولینو او مسکینانو د حقوقو تامین او مرستې ته کلک ژمن دی.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب انځور
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته منسوب انځور

پرون د جون ۱۴مه یو شمېر ښوونکو بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت د دوی معاشونه پنځه زرو ته راتيټ کړي چې په دې کې کونډې او د کورنیو سرپرستانې هم شته.

د طالبانو حکومت دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک غندلي هم وه.

د افغان ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمښت پرېکړه له تبعیضه ډکه او ژوره خپلسري وبلل شوه

د ښځو د حقونو فعالې اوږې امېل د طالبانو د مشر د اختریز پیغام د یادې برخې په اړه ازادي راډیو ته وویل:”طالبانو ۵۷ فرمانونه د ښځو پر وړاندې عملي کړل، داسې فرمانونه چې په عملي کېدو یې انساني ټولنې ټکان وخوړه، خو دوی نن وايي چې د هرچا حقوق تامین دي، نړۍ به په دې باندې قضاوت کوي.”

په ورته وخت کې د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د مصیبت ځپلو هېوادوالو وضعیت پټ نه شي پاتې کېدلی.

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني

غني په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د دې مشکلاتو چاره استبداد نه ده، د ولس ګډون غواړي او زیاته کړې چې استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نه شي بخښلی.

طالبانو تر اوسه دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو دا داسې مهال دي چې د روانې جون میاشتې په ۱۱مه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبیلوایف‌پي” ویلي وو چې لا هم د هېواد له څلورمې برخې څخه زیات وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

“ډبليوایف‌پي” په یو بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د نغدو پيسو د کمښت ترڅنګ د خواراکي توکو بيې هم لوړې شوي چې دې ټکي په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پېچلی او ډېر کړى دى.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.