نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

105

ډېر کم پېښ شوي چې افغانستان کې د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په خلاف اختر یوه ورځ په ځنډ ونمانځل شي.

خو د طالبانو حکومت د ځینو خلکو له نارضایتي سره سره نن دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه په یوه پيغام کې د امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړی دی.

هغه ویلي: “د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ د پولیسو امنیتي ځواکونو ته ټينګار وکړ چې د امنیتي پلان له مخې باید د ټولو جوماتونو عیدګاوو او نورو هغو ځایونو چې د اختر په ورځو کې زموږ ګران هېوادوال د اختر د مراسمو په مناسبت ټوليږي تر خپلو کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ونیسي.”

قانع له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د زړه بوږنوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره باید خلک لازم تدابیر او احتیاط په پام کې ونیسي.

اکثر خلک وايي چې دا اختر هم د نورو هغو په څېر کمرنګه تېريږي ځکه دوی د قربانۍ یا د اختر د مېوې د اخیستلو توان نه درلود.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى مسعود، چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، وايي چې قربانۍ لپاره د څارويو د پېرلو وس نه لري.

ارشیف: په افغانستان کې د قربانۍ یو انځور. بېوزله خلک شکایت کوي چې د څارویو بیې لوړې دي او دوی نه شي کولای چې سږ کال قرباني وکړي.
ارشیف: په افغانستان کې د قربانۍ یو انځور. بېوزله خلک شکایت کوي چې د څارویو بیې لوړې دي او دوی نه شي کولای چې سږ کال قرباني وکړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: “زه د قربانۍ توان نه لرم، د کور د کرایې او د برښنا بل د ورکولو توان هم نه لرم. يو کمزورى او ضعيفه څاروى اته يا لس زره افغانۍ دی، په خداى باور وکړئ سږ کال د کاليو او بوټونو د اخيستو توان نه لرو.”

لوی اختر داسې وخت راغی چې د افغانستان خلک وروستیو څو اوونیو کې سختو سېلابونو وځپل.

په دې سره د افغانانو وضعیت چې وار دمخه له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ وو لا پسې ترینګلی شو.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، سېلابونو لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړي.

څو اوونۍ مخکې بغلان کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.
څو اوونۍ مخکې بغلان کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.

په دې سربېره لس زره کورونه یا بشپړ یا څه ناڅه ویجاړ شوي دي.

همدارنګه زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه چې د افغانستان د اکثرو کلیوالو سیمو د خلکو هیلې ورته وې سېلابونو تخریب کړې او له دې سره یې بېړنیو مرستو د خلکو اړتیا دوه برابره کړې ده.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.