شريعت نه پلورل کيږي، خو شريعت پايماليږي

178

د شيخ هبت الله د پاموړ :

شريعت نه پلورل کيږي، خو شريعت پايماليږي

د شريعت په پلمه، شريعت مه پايمالوه!

هم دې شريعت پايمال کړی، هم غاصب او هم مستبد يې. د نجونو د زده کړې او هم دې د مېرمنو د کار مشروع حقونه ورڅخه غصب کړي او لوټلی دی

نه ولس ته رجوع کوې، نه ورسره مشوره کوې او په واک دې هم خېټه اچولې ده. نه ټاکنې کوې، نه چا ته د رأيې حق ورکوې او نه چا ټاکلی يې؛ نه سرتاسري ملي لويه جرګه راغواړې؛ نه له ملت پوښتې او نه ورته راښکاره کېږې، بلکې ترې پټېږې او بيعت ترې هم غواړې، نو ته سوچ وکړه چې شريعت هم تا پايمال کړی، هم غاصب او هم مستبد يې او هم دې شوروزوګ شرع کړی چې په شريعت له چا سره سودا نه کوم، نو کړه وړه مو يو له بل سره سر نه خوري. که شريعت دې پلورلی نه وای، نو دا شل کاله جنګ دې څه ته وکړ؟

نوټ :

د طالبانو د ډلګۍ مشرتابه نه له شرعي (اسلامي) او نه په کور  او بهر له شتو وضعي (اساسي) او مدني قوانيو او نه له نړيوالو  اصولو او پرنسيپونو سره رامينځته شوی، خو د خليلزاد دو رګه لغماني له لاسه له باجوه سره په يوه پټه استخباراتي لوبه کې له کوټې راانتقال او په کابل کې ورته واک وروسپارل شو ان تر دې چې په دې تازه کې خپله امريکايی جنرال مک کينزي هم دېته اشاره کړې ده. ښځينه ښوونکيو او نورو ته په کور تنخوا ورکول دا خپله د شريعت پايمالول او همداسې انساني کرامت ته، ښوونې او روزنې او ښوونيزو بنسټونو سپکاوی ته سپکاوی دی. دا خو داسې ده لکه يو څوک چې جومات جوړ کړي او ملا ورته  د امامت لپاره ونيسي او بيا نه د ملا پسې لمونځ کوي، نه جومات ته راځي او نه نور خلک جومات ته لمانځه ته پرېږدي. هبت الله هغه سټه ده چې نه د جومات او نه د ملا په ارزښت پوهيږي او نه ورته شرعيت ارزښت لري. که دوی ته دا ارزښت ولري، نو امارت/اسارت به هېڅکله دا خبره ونه کړي. د ښوونکيو درناوی دا دی چې د تدريس زمينه ورته مساعده کړې، خو طالب ورته قلف اچولی او نه يې خلاصوي.

شيخ صاحبګله،

په کوم يو ديني او اسلامي بنسټ کې دې خوښه ده چې هلته سره کښېنو او بحث پرې سره وکړو چې قناعت مو سره حاصل شي؟

ته او ستا شلکلن ملاتړی د دې حق نه لري چې له نجونو د زده کړې حق واخلې او مخينه دې ښه ترا جوته ده چې تاسې د نجونو د زده کړو سرسخته مخالف ياست، نو ځکه مو په يوه او بله پلمه په يو او بل نوم وځنډولې. که د مفتي تقي عثماني په ښار او د هغه په خوا کې د زاړه ښکېلاک د وخت بدلمنخونه خلاصه وي، نو زموږ ښوونځي ولې بند دي؟ ولې مو پوهنتونونه بند دي؟

د دې علم او د اسلام د مبارک دين ټيکه دار لکه چې همدا ته يې، بل څوک نشته؟

ايا ښه به دا نه وي چې په کور دننه او يا بهر همدا ستا په کندهار عينو مينه او يا په همدې ارګ کې سره کښېنو او بحث پرې وکړو. خوښه ستا په يو ديني اسلامي بنسټ کې سره کښېنو او بحث پرې سره وکړو؟

  • په ديوبند کې،
  • د سهارنپور په مظاهر العلوم کې،
  • د لکهنو په ندوة العلماء کې،
  • په ازهر کې،
  • په استانبول کې،
  • په مکه و مدينه کې،
  • په رباط او فيض کې،
  • په کوالا لمپور او جاکارتا کې،
  • د اروپا په اسلامي کونسل کې،

او داسې نورو ځايونو کې چې تاسې يې وايی.

ايا د راولپينډۍ په نظامي مرکز کې؟

له تا مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هلته ورغلی وو او د هغو په هغه نظامي واستخبارتي مرکز کې يې ورته په زغرده ويلي وو او غاړه يې پرې خلاصه کړې وه، خو پنجابی مکار کله هم له خپل شيطانت او رذالت نه لاس اخېستی نه دی. له هغه مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي شل ځله نه ستړي کېدونکې سفرونه وکړل، خو هغوی يې کمسيالو دا خبرې په نظر په پام کې ونه نيولې او د هغې باوجود يې بيا هم تاسې دلته بيا واکمنان کړلئ چې نن مو د واک واګې بيا هم د همغوی په واک کې دي او څه کولی نه شئ.

اخر خو به سره کښېنو او داسې نه شي کېدای چې ستاسې د يو استخدام شوي په شتون او واکمنۍ کې دې نور د نجونو زده کړې د امرثاني په پلمه تعطيل او نجونې دې له زده کړو محرومې وي. که د لاهور د هغه نوموتې بدنامه بدلمنخونه خلاصه او زموږ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ بند وي چې دا خو انصاف نه دی. په دې شېخۍ مېخۍ نه خلاصېږې او دې درګومه لوبې ته دې نور د پای ټکی کښېږده.

شيخ صاحبګله،

تاسې وايی چې زه په شريعت له چا سره سودا نه کوم. که له تاسې وپوښتل شي چې ستاسې په اند شريعت پلورنه او يا په شريعت باندې سودا څنګه توجيه کوئ؟

لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې خپله دې په شريعت او هېواد هر څه باندې خپله سودا کړې ده. که تا سودا نه وای کړی، نو تاسې ولې پخپل دې شل کلن کې مو ښوونځي سېځل او پر پوهنتونو او روغتونونو مې ځانمرګي بريدونه کول؟

شيخ صاحبګله،

بيا هم درته وايم چې،

تاسې په هېڅ شان او هېڅ حق نه لرئ چې د امر ثاني او يا د مصؤون چاپيريال او شرايطو او نورو بېلابېلو پلمو چې دا ((زموږ کورنۍ مسأله ده)) حق نه لرئ. زده کړه د هر انسان برابره خبره ده چې مسلمان وي او يا نه مشروع حق دی او دا مبرم حق دی چې الله تعالی د انسان (ادم) له پيدايښت سره په هماغه پيل کې آدم (انسان) ته ورکړی دی او دا حق ترې تا مسلمان او د أميرالمؤمنين په نوم اخېستی دی او اوس پرې د خپل رسميت پېژندنې لپاره له نړيوالو سره چڼې وهې چې دا کړنه خپله يو اخلاقي شرم او جنايت دی. هېښنده لا دا چې تاسې له يو لورې د شريعت د ساتنې او د نه سودا خبره کوئ او له بل اړخه دې د خپلې شخصي مدعا او ځانغوښتنې لپاره له نجونو او مېرمنو دواړو د زده کړې او د کار مشروع حقونه اخېستې دي. ولس هم نه پوښتۍ او قرآني سپارښتنه ((وشاورهم في الأمر)) او ((وأمرهم شوری بينهم)) او داسې نور لکه چې ((يا أيّها الذين أمنوا أن تؤدوا الأمانات الی اهلها)) له پامه غورځولي او تر پښو لاندې کړي دي او بيا لا وايی چې ((زه په شريعت له چا سره سودا نه کوم))، نو دا څنګه سودا ده چې درنښت يې نه کوې او په پلي کولو دې سترګې پټې کړي دي او په پټو سترګو ترې دفاع کوئ، نو دا دفاع څه مانا لري؟

بيا هم درته وايم چې،

 د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص کړئ او نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکړئ او ټول ښوونيز بنسټيز مرکزونه او نهادونه بايد خلاص او نور يوه ورځ هم ونه ځنډيږي. د هرې ورځې په تېرېدو خو لا څه ان چې د هرې ثانيې په تېرېدو سره په زور زياتي کې حسابيږي او تاسې د دې هرې ثانيې په تېرېدو سره مأخوذه کېږئ او د دې مأخوذيت مسؤوليت او پړه ستا پر غاړه ده. د الله او د رسول صلی الله عليه وسلم په نزد باندې دنيوي واخروي مسؤول ياست او هم نجونو او مېرمنو او هم دې ولس ته پړه ياست او هم په نړيواله توګه پړه ياست. تاسې خو اوس د واک په ګدۍ ناست ياست، خو د سبا ورځې د حسابۍ او مسؤوليت احساس هم بايد ولرئ.

نه يوازې تا ته، بلکې ستا اړوند ټولو لوړو پوړو چارواکيو ته وايم چې تاسې د نجونو د درې ميليارده تدريسي ضايع شويو ساعتونو مسؤول ياست او دا ګناه نه يوازې د شيخ هبت الله، بلکې ستاسې د ټولو اړونده چارواکيو، پاکستان، قطر او نور هغه څوک چې ستاسې د دې جنګي ماشين سټيرنګ steering يې په لاس کې دی پر غاړه ده. د دغه ستر جنايت مسؤوليت عندالله او عندالرسول او هم اخلاقًا ستاسې د ټولو پر غاړه ده. طالب مخکې هم ازمايل شوی وو، خو دا ځل داسې وازمايل شو چې بيا به څوک د طالب او د امارت نوم هم په خولې نه اخلي.

بيا هم لا وختي دی چې ښه سوچ وکړئ او د نجونو ښوونځي او ټول اړونده لوړو زده کړو بنسټونه او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص او ورته اجازه ورکړئ چې په عادي توګه بيرته خپلو زده کړو ته وروګرځي او خپل عادي ژوند ته مخه کړي. همداسې مېرمنو ته درناوی او د دوی د کار حق ورکړئ او د مصؤون چاپيريال په پلمه يې د کار حق مه خورئ، مه يې ترې غصبوئ او مه يې ترې لوټئ.

په درنښت

سيد حسين پاچا

مک کينزي : د دوحې تړون د افغان حکومت د ړنګېدو لامل شو

https://www.pashtovoa.com/a/frank-mckenzie-says-afghanistan-withdrawal-was-one-of-the-worst-negotiating-mistakes/7640616.html

د طالبانو مشر اختريز پيغام : د ټولو شرعي حقونه خوندي دي، خو د نجونو زده کړو يادونه نه ده شوې

https://www.bbc.com/pashto/articles/czqq71d9j44o

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بنديز ۱۰۰۰ ورځې

https://www.bbc.com/pashto/articles/cn33jjgkl7po

افغانستان کې د نجونو پر تعليم محدوديت د ماشومانو د ودونو کچه لوړه کړې

https://www.bbc.com/pashto/articles/cy77gvgp5ygo

د محدوديت ورځې؛ د طالبانو تېر حکومت کې د نجونو پر زده کړو بنديز ته کتنه

https://www.bbc.com/pashto/articles/cxww4188zgjo

د نجونو پر زده کړو د طآلبانو د بنديز يو زر ورځې؛ د اقرا کمپاين پيل شو

https://www.pashtovoa.com/a/two-human-rights-and-women-rights-afghan-organizations-launched-aqra-girls-education-online-campaign/7652557.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.