ما له خپل خدای سره

غلام نبي ګل

735

  ما له خپل خدای (ج) سره خبرې کولې

ما اوریدلي و که یو څوک په اخلاص او امانتدارۍ د الله(ج) د بندګانو چوپړ ته یو څه وخت ورکړي او د الله(ج) په ځمکه د فساد نه کرکه ولري او د الله(ج)بندګۍ ته خلک راوبولي او که د جهاد اصغر اړتیا وي بې له ځنډه ورودانګي بې له شکه الله(ج) خپله وعده پوره کوي په دنیا او اخرت یې عزتمندوي دا خبرې مې د  ۱۳۵۷ کال د کودتا نه مخکې په مسجد او مکتب کې اوریدلې وې خو عملاً مې یو څوک نه و لیدلي چې الله (ج) ورته د خپل رحمت ورونه پرانیستی وي زموږ په کلي کې (نوره،لغمان) کې یو څوک چې د خاص او عام په خوله کې وو هغه غلام حسین وو خو کلیوالو ماسین باله ماسین ته الله (ج) ښه تنومند او روغ صحت ورکړی و ماسین د لیک او لوست نه بې برخې و تر کوم ځایه چې زما په یاد دي د ماسین هم د نورو ډیری کلیوالو په شان په ټول قران کې الحمدلله او قل هوالله احد یاد وو او د جنازې لمونځ یې هم لکه د اکثرو نورو خلکو په څیر په سبحان کلهم،درود شریف او قل هوالله ادا کاوه د غلام حسین ورور او د تره زوی د وریجو تجارت کاوه په کور کې ټول سره ګډ و د پایکوتي او دهقانۍ چارې د غلام  حسین په غاړه وې په ټوله محله کې یې د وریجو او شولو د غټو غټو جوالونو په وړلو کې څاری نه درلود او نه دده له حیواني پارو ډکه کجاوه چا له ځایه ښورولی شوه ماسین د ډیرو لوړو اجتماعي خویونو څښتن و خو د هیچا ورته پام نه و یواځې د کلي په مولوي صیب چې د نورې په مولوی صیب مشهور و ډیر ګران وو هغه به همیشه غلام حسین باله خو نورو خلکو ته ماسین و ماسین به هغه وخت د خاص او عام په خوله کې ووچې دی به په کور کې نه و او په کلي کې به کومه د مړي او ژوندي مسئله وه پېښه شوې وه په ځانګړي ډول که به کوم دروند کار و لکه له سرک نه تر کلي پورې د ژرندې د پل راوړل یا د پایکو لټ تر پایکو رسول او داسې نور نو بیا به خلکو ویلې ماسین نشته دا کار بلې ورځې ته پرېږدئ که څه هم ماسین هر کاره و او په هر کار کې به یې د خپلو خپلوانو او کلیوالو لاس نیوی کاوه خو خاص کار یې مړي ته د قبر کیندل او قبر ته د لحد او شناختو د تیـږو برابرول و پدې کار کې به نورو کلیوالو خصوصاً د میارحیم ماما زوی سعدالله چې هغه هم په هغه وخت نیک په خیره ځوان و مرسته کوله خو د سر سړی ماسین و ماسین ته د څه ویلو او یا هدایت کولو اړتیا نه پیښیده د هرې کورنۍ هدیره ورته معلومه وه په وخت به یې د قبر او د قبر د تیږو بندوبست کړی و او بیا به یې توره مشدۍ لنګۍ په سر وه او د جنازې د کټ بازو ته به يې اوږه ورکړې وه یواځې دا نه وه د کلي د هرې پیغلې د ډولۍ بازو ته به یې خپلې چهارشانه اوږې ورکړې وې او هغه ناوې به خوشبخته وه چې ماسین به یې د ډولۍ بازو نیولی و او خپل نوي کور ته به یې رسولې وه که لدې نه هم ورتیر شو ماسین په ټوله محله کې هر چاته رسیده او د روغ رنځور پوښتنه یې کوله شپې ورځې تیریدې خلقیانو چې یو چپي پارټي وه او د مارکس او انګلیس د نظریاتو پلوي وو د هیواد په ډیر محبوب جمهور ریئس شهید داود خان یې کودتا وکړه او هغه یې له خپلې ټولې کورنۍ سره د مقاومت په حال کې په شهادت ورساوه (۱۳۵۷) دې پیښې په هیواد کې هر څه بدل کړل هیواد چې د داود خان په اګاهانه لارښودونو د زراعتي محصولاتو له درکه په ځان بسیا شوی وو ټول هیواد د غم په ټغر کیناست دې حالت د ماسین په روح او روان هم بده اغیزه وکړه. هر سهار چې به د کلي چنارو ته راووته پوښتنې به یې کولې چې څه خبره ده د مسافر لالا  چې ماسین سره یې ټوکې وې ورته وویل حرامي هیڅ خبره نشته روس پلوی حکومت ده ځه ادې ته دې منی ژوب ( له زنګنو پورته لنډ کمیس)واغونده او بیرون ورته چکر ورکړه ماسین به ورته په جواب کې وویل نه بچیه څه کافرانو خو ندي یو بل به غږ کړل کافران خو څه ښکرونه نه لري پاچا یې راته له اولادو سره شهید کړ دا دی ملایان یو یو کونتره کوي (کونتره په کلي کې یو اصطلاح وه چې د له منځه وړلو په معنا وه) ماسین که څه هم ډیر ساده مسلمان وو خو دومره ساده هم نه و چې دا حالت وزغمي او له جهاد څخه چې نوې یې زمزمه خوره شوې وه شانه خالي کړي. ماسین لا وختي له مجاهدینو سره چې په غرونو کې یې هستي جوړې شوې رابطه ټینګه کړې وه او له اعتباري کورونو به یې د شپې په زړه کې ډوډۍ ټولوله او مجاهدینو ته به یې وروړه او سهار به بیا چنارو ته راوتی و. ماسین په حالاتو ځان پوهاوه چې خلقي حکومت بیا کوم فرمان صادر کړیده چا به ویل د یوې چټي پیغلې ولور درې سوه روپۍ شو بل به ویل د کوپراتیفونو ریئسانو ته حکومت پپشي ورکړي(یو ډول روسي سلاح چې په دویمه نړیواله جګړه کې استعمالېده) چې له خلقي حکومت نه دفاع وکړي. په ماسین به دا خبرې ښې نه لګیدې ورو به یې له ځان سره وویل دفاع مفاع به ونکړي هسې به په مجاهدینو ځانونه کونتره کړي د میاشتو په تیریدو ماسین نه ډیر قوي مجاهد جوړ شوی وو یوه ورځ د چنارو لاندې خلکو خپلو کې خبرې کولې ویل یې لکه چې ملا ګلستان هم جهاد ته ملا تړلې ده دا ډیره موده نه معلومیږي. د کلیوالو نه یوه وویل ماسین لالا هم په دې کارو کې ګوتې وهي مسافر لالا په قهقه وخندل مرجانه او چادري(مرجانه د نیازیو یوه ښځه وه چې هیڅکله یې چادري نه په سر کوله او ډیره مردانه ښځه وه). کله چې مجاهدین له غرونو نه سمې ته شول او له بعضو کلیو یې د خلقیانو ټغر ورټول کړ نو کلیوالو ته معلومه شوه چې ماسین هر قومندان او مجاهد ته ډیر د احترام وړ دی او په درنښت یې یادوي نور ماسین غلام حسین و کور او کلي ته نور هم منلی شو که څه هم د ماسین په اوږه چا ټوپک ونه لیده خو ده هغه کار کاوه چې په ټوله منطقه کې چا په یواځې سره نشو کولی کله چې به  مجاهدینو غوښتل د روسانو په قرارګاه د هاوان ګولۍ وچلوي د شپې په تیاره کې  تر مورچله د هاوان وړل راوړل د غلام حسین کار و. دغلام حسین به همیشه د څټ ویښته سوزیدلي او څټ پوخ وو ځکه دی مجبور و چې ګرم هاوان د ډزو نه وروسته یو مخفي ځای ته یوسي د غلام حسین پدې عمل هم څوک نه پوهیدل یواځې مجاهدینو ته پته وه. کله چې د مجاهدینو خپل منځي جنګونه پیل شوه غلام حسین ته د مجاهدینو یو قومندان چې په داخلي جنګ کې ښکیل وو ویلي و غلام حسین لالا هغه هاوان به هغه فلاني کلي ته یونسې غلام حسین ورته ویلي وو قوماندان صیب خپه کیږه مه زه د خان نوکر یم نه د بانجان د غلام حسین هدف دا وو چې زه د الله(ج) سپاهي یم نه د قوماندان او بله دا چې نه یې غوښتل خپل منځي جنګ ته هاوان په اوږه یوسي. په هر حال په سیمه کې خپل منځي او هم د روسانو حملو زور واخیست غلام حسین له خپلو اولادونو سره پیښور ته مهاجر شو د غلام حسین اوښی(د ښځې ورور) مخکې امریکې ته په کډه تللی و د غلام حسین اوښي له غلام حسین نه خواهش وکړ چې دی هم له بچیانو سره امریکې ته ورشي غلام حسین تر ډيره نه منله خو بیا مجبور شو چې د خپل اوښي خواهش ومني او امریکې ته په کډه شي.

امریکې ته د غلام حسین کډه کیدلو په اړه د نوموړي د خپلو خپلوانو بدبینۍ او خوشبینۍ روانې وې.چا څه ویل او چا څه خو د کال په تیریدو هر چاته روښانه شوه چې غلام حسین په امریکه کې د خپل ژوندون زیاته برخه په مسجد کې تیروي. د خپلو اولادو اسلامي پالنه کوي او هم خپله یوه ګولۍ مړۍ په افغانستان کې د خپلو اړو دوستانو سره شریکوي.

غلام حسین له امریکې نه بیت الله شریف ته لاړ او خپل پاتې ژوند یې د الله (ج) په ذکر او عبادت تیر کړ. الله دې وبښي اوس حاجي صیب غلام حسین په ریښتینې دنیا ده هغه څه چې لدې دنیا ورپسې د یوې معنوي پانګې او جاریه صدقې په بڼه ورپسې روان دي هغه یې د خپل نیک او دعوتګر اولاد په اسلام منګولې ټینګول دي هغه هم په یوه کفري ټولنه کې. زما په اند د حاجي صیب غلام حسین د ژوند د پام وړ برخه همدا ده چې هغه له خپلې بیسوادۍ سره سره څنګه توانیدلی خپل اولاد په داسې یوه ټولنه کې چې ۹۹٪ وګړي یې غیر مسلمان دي داسې وروزي چې نه یواځې یو پیاوړی مسلمان وي بلکې دعوتګر هم وي او همیشه پدې لټه کې وي چې څنګه دخپل ماحول غیر مسلمان اسلام ته راوبولي. د مرحوم حاجي صیب غلام حسین دا دعوتګر زوی حاجي صیب معروف نومیږي په ځوانۍ کې همدا سږ کال له خپلې مور سره له امریکا نه بیت الله ته تللی همدا څومیاشتې وړاندې افغانستان ته راغلی وو او دخپلې ماما لور سره چې یو بیتعلیمه وه نکاح کړې دا په دې دلالت کوي چې حاجي صیب معروف ډیر وړاندې فکر کوي شاید هدف یې دا وي خپل او خپلوانو ته یې د زیاتو نه زیات خیر ورسیږي او له خپل قوم او ټبر نه بیګانه نه شي. که څه هم ما ځوان حاجي معروف نده لیدلی او د نوموړي د ماما د زوی له خولې مې د نوموړي د دعوتګرۍ جریان اوریدلی داسې معلومیږي چې حاجي معروف په یوه نامسلمانه ټولنه یعنې امریکا کې په لومړي سر په غیر اګاهانه ډول اسلام ته د نامسلمانو د رابللو چارې ته متوجه شوی وي دې ځوان ته د خپل اجتماعي خصلت له مخې یو امریکایې نیمچه ځوان چې د مکتب ټولګیوال یې دی ورته تیلیفون کوي او ورته وایې ته چېرته یې راځه چې د لوبو میدان ته لاړ شو معروف ورته وایې زه په خپله عبادتګاه (جومات) کې یم امریکایې ځوان ورپسې مسجد ته ځي ګوري چې خپل مسلمان ملګری معروف په لمانځه ولاړ دی دی ورته تر خوا کیني کله چې یې ملګری له لمانځه خلاصېږي دی ورته وایې ګوډ سپورت یعنې ښه سپورت معروف ورته په ځواب کې وایې ته یې چې هر څه ګڼې خو زه دا عمل سپورت لپاره نه کوم تا به لیدلي وي چې زما شونډې ښوریدې ما له خپل خدای سره خبرې کولې. امریکایې ځوان ورته وایې چې دا کار خو په ناسته او ولاړه هم کیدای شو دومره جیګیدلو ټیټیدلو ته څه اړتیا وه.معروف ورته وایې پدې ډول خبرو کې عاجزي پرته ده او بله دا چې موږ ته خپل خدای پاک حکم کړی چې کله له ما سره غږېـــږئ نو په همدې بڼه غږېږئ یعنې په قیام په رکوع په سجده او په قاعده کې. امریکایې ځوان ورته وایې ایا زه هم کولی شم خدای پاک سره خبرې وکړم؟ معروف ورته وايې نه خو دا یو شرط لري لومړی باید ته غسل او اودس وکړې څو پاک شې او بیا کلمه ووایې څو مسلمان شې لدې وروسته د الله (ج) د رحمت دروازې ستا پر مخ خلاصې دي. پدې شرط چې ته د مسلمانۍ  په پنځه اساساتو عمل وکړی.اوس هغه امریکایی ځوان مسلمان شوی هغوی ته دی مبارک وی.

که چیرته زموږ هر مسلمان ورور چی د مختلفو عواملو له کبله په کفری نړی کی میشت دی په دی وتوانیږی چی کم تر کمه یو کافر له اور نه بچ کړی د کلونو کلونو عبادت نه زیات اجر لری او همدا د مسلمان مسولیت دی چی الهی دین د نړی په ګوټ ګوټ کی خور کړی دا په دی پوری اړه لری چی موږ څومره خپل رب او خپل محبوب بیغمبر (ص) پیژندلی او څومره موږ په اسلامی اخلاقو سمبال یو بیا هغه وخت هره چاره اسانه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.