هر کال همدا ورځ، ټولنیزې رسنۍ پۀ پښتو پالنې او مبارکیانیو مصروفې وي. پښتانۀ دا ورځ پۀ خورا احساساتو او رنګا رنګ شعارونو نمانځي؛ ځينې یې لا د پیغمبرانو، جنت و دوزخ او حتی د خدای د تکلم ژبه ګڼي. خال خال فرهنګیان او شاعران یې پۀ مشاعرو او سندریز ترنم بدرګه کوي. قومي او ژبنیز نشنلستان یې پۀ مستعجلو غونډو او تشریفاتو د شخصي ګټو وسیله ګرځوي.
زمامدار، حکومت ، اکادمیک اماکِن او مُدرسین آرامه او چوپه خولۀ ناست وي. دوی ته نۀ پښتو لومړیتوب لري نۀ هم د مسلک پۀ سترګه ورته ګوري. زمامدار او نظام ته یاده ژبه د خپلو شعارونو، سیاسي ریکلامونو او مفاهیمو لپاره د یوې وسيلې پۀ توګه بسنه کوي. اکدمیک ماحول کې پښتو یوازې د ژوندانۀ د مادي مصارفو او آيندې د تضمین یوه سرچينه ده.
پۀ واقعي معنا حکومت او ملت لا د ژبې، فرهنګ او تاريخ پۀ ارزښت نۀ دي پوهېدلي، پوهان وايي: د کوم ملت ژبه او فرهنګ چې ومري هغه ملت پۀ ژوندينې مړ دی. کۀ ووایم چې پښتانۀ پۀ ژوندینې مړۀ دي، لۀ واقعیته به لرې نۀ وي؛ کۀ چېرې دوی پۀ واقعي معنا ژوندي وی، نو د خوا و شا ۶۵ میلیونه ویونکو پۀ درلودلو سره لا هم دا ژبه د زوال پر لور روانه ده.
د آسيا پۀ کچه د دې ستر توکم ژبه چې ویونکي یې د خدای د تکلم، پیغمبرانو او جنت ژبه ګڼي، نۀ یو « معیاري ګرامر » ته لاره پیدا کړه، نۀ پۀ یو ټول منلی « لیکدود» سره سلا شول، نۀ د ژبپوهنې یو نړیوال او کورنی مرکز لري، نۀ مسلکي کادرونه لري، نۀ هم معیاري نصاب او کریکولم یې جوړ شو، نۀ دا ژبه سیاسي او اقتصادي شوه، نۀ هم د معیاري ژباړې جوګه شوه او بلاخره پۀ سیمه او ګاونډ کې دې ژبې د مقابلې او سیالۍ توان تر لاسه نکړ.
دا ځکه!
چې دا ژبه یوازې د شعار او منفی نشنلیزم او مادي امکاناتو لپاره کارول کيږي، نۀ د سیاست، اقتصاد، فرهنګ او علمي مبارې پۀ پار. د دې پر ځای چې نن دا ژبه د يوې تیوریک سمبول پۀ توګه پۀ رسنیو کې ښکته پورته کيږي، باید پۀ عملي توګه د هر اکدمیک ځای او شخص علمي اثار او کړنې د یو منظم پلان لۀ مخې نوي نسل ته ننداره شوې وی او دولت د یادې ژبې د پرمختګ او بډایتوب لپاره خپل استراتيژیک کلني پلان نندارې ته وړاندې کړی وی، تر څو د دې ژبې محصلین او ویونکي پۀ دې باوري شوي وی چې هم حکومت د نوموړې ژبې پرمختګ ته ژمن دی او هم مُدرسین یې د مسلک پۀ توګه پالي.
همد لامل دی چې د پښتو ژبې او ادبیاتو محصلین چې کله لۀ یاد پوهنځي څخه فارغ شي یوازې معلمۍ ته مخه کوي او دا کار د خپل مسلک کاري ساحه ګني، دا پۀ داسې حال کې ده چې ژبه او ادبیات تر نورو علمو ډېره د کار ساحه لري، مگر افغانستان کې برعکس نۀ ارزښت لري او نۀ هم د کار ساحه. نو د ټولنیزو رسنیو پښتو پالنه یوازې شعار دی، نۀ عمل. د دې پر ځای چې شعار ته لومړیتوب ورکړو راځئ عمل پرې وکړو.
د پښتو ژبې نړیواله ورځ دې هغو افغانانو ته مبارک وي چې پۀ ملي احساس خپله ژبه پرته لۀ تعصبه پالي او خدمت ورته کوي.
درنښت !
سیلانی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.