افغانستان؛ د دوحې دریم دور ناسته او ورسره ستونځې

شاه محمود میاخېل

158

په عمومیاتو کې د سیمې او نړۍ ټول هیوادونه چې د افغانستان په مسله کې دخیل او رول لري، په دې عقیده دي چې د جمهوریت د سقوط نه وروسته او د طالبانو د نوې واکمنې سره، د افغانستان وضعیت مخ په خرابیدو دی. فزیکي، بشري او رواني امنیت د جدي ستونځو سره مخامخ دی. له همدې امله اقتصادي رکود او فقر ورځ تر بلې زیات شوې، بشري حقوق د پښو لاندې شوي، د بیان په ازادی بندیز دی، افراطیت او افراطي ډلو د رشد او فعالیت لپاره زمینه پراخه شوې، په لکونو افغانان د هیواد نه ووتل او یا د وتلو په حال کې دي، او د طالبانو د حکومتولې طرز د اسلامي او غیر اسلامي‌ هیوادونو لپاره د منلو وړ نه دی. دوی دا ویره هم لري چې دغه موجوده د منفي تعمل حالت دوامداره پاتې کیدلې نه شي او باید د یو مثبت تغیر لپاره ګډه لاره رامنځته شي تر څو د یو قانونمند، مشروع او ولسواکله نظام د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شي تر څو افغانانو په خپلو منځو کې او د هم سیمې او نړۍ سره په سوله ایز ډول ژوند وکړي او افغانستان بیرته د نړۍ په ستیج خپل مشروعیت تر لاسه کړي.

همدا علت دی چې تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پیژندلې او د طالبانو سره د خپلو ګټو لپاره منفي تعمل ته دوام ورکوي.

د دې خبر یادونه اړینه ده دا چې د افغانستان مسله داخلي، سیمه ایز او نړیوال ابعاد لري نو نه شي کیدلې چې د دریو اړخونو د توافق نه په غیر، معقوله د حل لاره پیدا شي. افغانان دا باید ومني لکه څنګه چې د افغانستان په بې ثباتې کې سیمې او د نړۍ نورو هیوادونو رول درلود، همداسې د افغانستان په ثبات کې هم سیمه او نړۍ رول لري. له بده مرغه افغانان پخپله د دې اراده او ظرفیت نه لري چې د خپلو مسایلو لپاره خپله  د حل لاره پيدا کړي.

دهمدغه وضعیت د تحلیل او د یو ګډ موقف او همغږی رامنځته کولو په تړاو، د ملګرو ملتونو د امنیت  شورا د ۲۰۲۳زکال د مارچ د میاشتې په ۲۶۷۹ پریکړه کې، د ملګرو ملتونو عمومي‌ سرمنثي ته دنده وسپارله چې د افغانستان لپاره یو همغږی کوونکې استازی وټاکي. دغه استازی به افغانستان او سیمې ته او همداشان نورو ذیدخلو هیوادو لکه چین، روسیې او د امریکا متحده ایالاتونو ته سفرونه وکړي تر څو د افغانستان د مسلې د حل په هکله خپل راپور او وړاندیزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د ۲۰۲۳زکال د نومبر په میاشت کې وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنثی د دغه دندې لپاره د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وزیر، فریدون سینرو اوغلو وټاکه. ښاغلی اوغلو د ۲۰۲۳زکال د مې په میاشت کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنثي لخوا د خاصو استازو په لومړنې غونډه کې معرفي او د ټولو خواو نه یې وغوښتل چې د ښاغلي اوغلو سره همکاري وکړي.

 د خاصو استازو لومړنې غونډه په دوحه کې د ۲۰۲۳زکال د مې په میاشت کې دایره شوله. دغه غونډې ته طالبان او د هغوي‌ مخالفین بلل شوي نه و. ښاغلي اوغلو سیمې ته د سفرونو نه وروسته او د طالبانو په شمول د ټولو اړخونو د مشورو، نظریاتو او لیدو نه وروسته یو مفصل راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د ۲۰۲۳زکال په نومبر کې وړاندې کړ او په دغه راپور کې د نورو اقتصادي او بشري مسایلو تر څنګ یې د افغانستان لپاره د خاص استازي د ټاکل کیدو وړاندیز کړې و. دغه راپور او افغانستان ته د خاص استازي د ټاکل کیدو وړاندیز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تاید شو ځکه چین او روسیې مخالفت ونه کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې او د خاص استازي د ټاکل کیدو سره د طالبانو او دسیمې د یو شمیر هیوادونو اعکس العملونه منفي و. د طالبانو په وړاندې د مخالفو سیاسي حلقو ځواب مثبت او د یو شمیر منفي و. البته هر خوا د خپلو عکس العملونو لپاره ځانګړي دلایل لري چې دلته پرې بحث نه کوو.

د امنیت شورا د ۲۰۲۳زکال د نومبر د میاشتې د پریکړې نه وروسته د دوحې دویمه غونډه د ۲۰۲۴زکال د می په میاشت کې جوړه شوله. د غونډې په فارمت او اجندا هم ډیر بحثونه وشول او عمومي‌ نظر دا و که طالبانو راغوښتل کیږي نو د طالبانو مخالفین او د مدني ټولنو استازي هم باید راوغوښتل شي ځکه طالبان د ټولو افغانانو استازولي نه شي کولې. د طالبانو موقف تر اخره پورې واضحه نه و. کله یې ویل چې د دوی سره مصلحت نه دی شوې او کله یې ویل چې که د دوی شرایط ونه منل شي نو دوی اشتراک نه کوي. په پاې کې طالبانو ګډون ونه کړ او د مدني ټولنو په استازولې پنځه کسانو برخه واخستله چې د هغوي د استازولې په هکله هم زیات سوالونه مطرح و چې هغوي د مدني ټولنو استازولي نه شي کولې. د دوحې په دویمه غونډه کې طالبانو دا فکر کاوه که د دوی شرایط ومنل شي نو په دې توګه به طالبان هم په رسمیت وپیژندل شي. د بله خوا د طالبانو ځینو مخالفو سیاسي ډلو او مدني ټولنو سره دا ویره وه چې د دوحې غونډه په شکل نه یو شکل طالبانو ته مشروعیت ورکول دي.

د دوحې دویمه غونډه هم تقریبا بې نتیجې پاې ته ورسیدله ځکه نه د خاص استازي په ټاکلو توافق وشو او نه په کومه مشخصه تګلاره توافق وشو. د ملګرو ملتونو عمومي سرمنثي وویل چې د دوحې پروسه به دوام ورکوي ځکه ټول په دې عقیده دي چې د طالبانو سره باید تامل وي او هم د افغانستان خلکو سره باید مرسته وشي او افغانستان بیا د افراطیانو ځاله نه شي. البته دریمه ناسته به د دویمې ناستې په اندازه د ملګرو ملتونو ټیټ رتبه چارواکي د ملګرو ملتونو د عمومي سر منثي په استازولې ګډون کوي. په حقیقت کې د دوحې د پروسې د ناستې اهمیت یو درجه راټیت شو.

دا چې د دوحې د پروسې دریېمه ناسته بیا د جون د میاشتې په اخره کې دایریږي، د ملګرو ملتونو د ویتو لرونکو پنځو هیوادونو، د سیمې د هیوادونو او همداشان د طالبانو او نورو افغانانو تر منځ واټن نور هم زیات شوې او کم شوې نه دی. د دغه ناستې په اجندا او طالبانو، افغان سیاسیونو او مدني ټولنو په غوښتنو ناندرې روانې دي. طالبانو شرایط دا دې چې د افغانانو نه باید نور کسان په هیڅ نامه برخه وانخلي او همداشان دوی ته د ملګروملتونو چوکۍ، د تور لست نه د طالبانو د چارواکو ویستل، بانکې سیستم بیرته فعاله کول او بشري مرستې باید دوام وکړي. په حقیقت کې طالبان باید په رسمیت وپیژندل شي. د طالبانو د غوښتنو په هکله د ملګرو ملتونو اداره، د سیمې هیوادونه او د ملګرو ملتونو د ویتو لرونکو پنځو هیوادونو ترمنځ نظریات تو پیر لري.

د سیمې هیوادونه د مسکو د فارمټ په نوم په تهران کې دا اونۍغونډه وکړله چې په هغه کې پاکستان، ایران، چین او روسې برخه درلودله خو طالبان او د مدني ټولنو استازي پکې نه و. په دغه ناسته کې ازبکستان، تاجکستان او نور هیوادونه د عربو هم نه و چې ټول په دغه سیمه کې رول لري. د مسکو فارمټ ناسته هم ناکامه ناسته وه ځکه د ایران خاص استازي د همه شموله حکومت په جوړیدو خبرې وکړې او دوی زیادتره غواړي چې د غربي‌ هیوادونو نه په غیر د طالبانو سره داسې موافقې ته ورسیږي چې خپلې مهرې په حکومت کې د همه شموله حکومت په نوم ځای په ځآی کړي.

طالبان په دې پوهیږي که د مسکو د فارمټ هیوادونه د دوی غوښتنې هم ومني، که امریکا او غرب موافقه ونه کړي بیا هم طالبان د تور لست نه وتلې نه شي، د افغانستان بانکې او کنګل شوې پیسې خلاصیدلې نه شي او هم دغه هیوادونه د غرب په شان د افغانستان سره مرسته نه شي کولې او نه یې کوي.

د مؤثقو دیپلوماتیکو سرچینو نه دا جوته شوې چې د دوحې دریېمې ناستې ته طالبان بلل شوي او هم د مدني ټولنې استازي به بلل کیږي. البته طالبان به په غونډه کې د ناظر په توګه او د مدني ټولنو استازي به د کنفرانس په څنډه کې د ملګرو ملتونو د ادارې او نورو هیوادونو سره ناسته لري. د کنفرانس اجندا په دریو مسایلو څرخي چې د مخدره موادو کنترول، بشري حقونه او د افغانستان سره د بشري مرستو په شفاف میکانیزم بحث دی. دغه ناسته د طالبانو د پیژندلو او یا طالبانو ته نور امتیاز ورکولو په بهانه نه ده. د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا د سراج الدین حقاني د سفر اجازه اخستل د ملګرو ملتونو نه او د امریکا متحده ایالاتو د هغه د سفر سره ممانعت ونه کړ، دا جوته شوله چې د امریکا د متحده ایالاتو د موافقې نه په غیر، طالبان د تور لست نه وتلې نه شي او د طالبان په رسمیت پیژندل هم د امریکې د حکومت د اجندا په سر کې نه دی.

که تیرو غونډو او موجوده ستونځو ته نظر واچوو، د دوحې د دریېمې ناستې نه هم متوقع لاسته راوړنه په نظر نه ښکاري البته یوازنې ګټه چې د دوحې ناسته لري، هغه دا ده چې د دنیا او سمیې د نورو ډیر مهمو مسایلو تر څنګ، د افغانستان اوس هم د سیمې او نړۍ هیوادونو ته مهمه ده اما د اهمیت تر څنګ یې د حل لپاره جدي پلان نه شته دی. که حالات همداسې دوام وکړي، د افغانستان وضعیت به په اقتصادي، امنیتي او سیاسي لحاظ نور هم خراب شي او د دې احتمال شته چې یا به افغانستان د نیابتي او سیمه ایزو رقابتونو مرکز ګرځي، افراط او افراطیت به رشد کوي‌ او یا به د سیمې او نړۍ هیوادونه مجبوریږي چې بیا د افغانستان په داخلي چارو کې جدي مداخله وکړي. زما په اند، د طالبانو په شمول د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د دواړو بدو بدیلونو مخه ونیسي او دسیمې او نړۍ سره په اصولو توافق  وکړي تر څو یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره لاره هواره کړي. د همه شموله حکومت په عوض په همه شموله پروسه توافق وشي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د قدرت د انحصار او د نفې سیاست ختم او ټول افغانان د طالبانو په شموله په افغانستان کې ژوند، کار او سیاست وکړي او هم د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره په سوله ایزه توګه د خپلو ملي منافعو په چوکاټ کې راشه درشه ولري.

شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانې والي او د جمهوري غوشتونکو د خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.