بهر ته د درملنې لپاره د پي‌ټي‌ایم د مخکښ ټپي غړي “ګیله‌من وزیر” د لېږدولو هڅې روانې دي

95
ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړیو دی چې وړمه ورځ په اسلام اباد کې د یوه ډله کسانو له خوا مرګونی ټپي شوی او اوس په یوه روغتون کې تر درملنې لاندی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، هڅه کوي چې ګیله من وزیر یوه بهرني هېواد ته د درملنې لپاره ولېږدوي.

ګیله‌من وزیر له دوو شپو په وینټیلټر یا ماشین باندې تنفس اخلي او د اسلام‌اباد په پمز “طبي علومو” روغتون کې بېهوښه پروت دی.

د راپورونو له مخې سره له دې چې اسلام‌اباد کې د هغه عملیاتونه شوي، خو ډاکترانو سپارښتنه کړې چې د ښې درملنې لپاره باید ژر تر ژره بهرني هېواد ته انتقال شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم ویلي هڅې روانې دي چې له ټولو امکاناتو په کار اخیستلو ګیله‌من د درملنې لپاره بهر انتقال شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین

پښتین دوشنبه ناوخته د روغتون مخ ته خبریالانو ته ویلي: “ګیله‌من په وینټلټر پروت دی، علاج یې روان دی، یقیناً په ده چې کوم برید شوی ډېره جدي حمله ده، د ده حالات نازک دي، ډاکتران او زموږ سنجیده ملګري ولاړ دي، وضعیت څاري، لګیا یو چې نړۍ کې چېرته په خاصه توګه زموږ د پي ټي ایم اروپا ملګري لګیا دي چې هر چېرته علاج ممکن وي انشالله موږ خپل کوښښونه کوو چې د ده ښه علاج وشي.”

په خواله رسنیو په تېره بیا ایکس یا پخواني ټوېټر باندې بهر ته د درملنې لپاره د ګیله‌من وزیر د انتقال لپاره فعالانو یو کمپاین هم پيل کړی دی.

دا کمپاین چې جرمني ته د ګیله‌من د انتقال په نوم دی په څو ساعتونو کې شاوخوا اتیا زرو کسانو شریک کړی دی.

فعالان د پاکستان له چارواکو غواړي چې د ګیله‌من د انتقال لپاره د هوايي امبولانس زمینه برابره کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړی چې پر ګیله‌من وزیر برید د ازاد داوړ په نوم یو کس چې ویل کېږي د تحریک انصاف ګوند غړی دی کړی.

د راپورونو له مخې ګیله‌من څه باندې لسو کسانو د اسلام‌اباد په بي۱۷ سکتور سیمه کې یکشنبه ماښام مرګونی برید کړی او هغه یې د سر له ناحیې سخت ټپي کړی دی.

منظور پښتین وایي، پر ګیله‌من برید کټ مټ هماغه ډول دی چې د غورځنګ په مخکښو غړو ارمان لوڼي، عارف وزیر او فعال او سیاستوال عثمان کاکړ باندې شوی.

پښتین وایي، په اسلام‌اباد کې پر ګیله‌من برید او د بریدګرو نه نیول ښکاروي چې په دې پېښه کې حکومتي ادارې لاس لري.

د پښتون غورځنګ مخکښ غړی ګیله‌من وزیر چې دا مهال په اسلام‌اباد کې تر درملنې لاندې دی. پر ده وړمه ورځ مرګون برید شوی دی.
د پښتون غورځنګ مخکښ غړی ګیله‌من وزیر چې دا مهال په اسلام‌اباد کې تر درملنې لاندې دی. پر ده وړمه ورځ مرګون برید شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښ غړي او فعال ګیله‌من وزیر چې په لر او بر کې ډېر پلویان لري وروستي برید پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې طالب چارواکو لا رسماً څه نه دي ویلي، خو پخوانیو افغان سیاستوالو له هغې ډلې د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر پر ګیله‌من برید په کلکه غندلی او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی چې په دې اړه بې پرې پلټنې وکړي او حساب ورکړي.

د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح اړوند زرغون بهیر هم پر ګیله‌من برید په کلکه غندلی.

زرغون بهیر ویلي پښتون ژغورنې غورځنګ له کلونو راهیسې د افغانستان له خلکو سره په همغږۍ د افراطیت، ترهګرۍ او طالبانو پر ضد غږ پورته کوي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.