د اقتصاد او تجارت اصطلاحاتو قاموس لنډه پيژندنه

ترتیب: نقیب الرحمن عمري

184

د قاموس پېژندنه

د اقتصاد او تجارت اصطلاحات، چې انګلیسي ــــ پښتو تشریحي قاموس دی د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار عبدالله عادل او ښاغلي امان الله ورین په ګډو هڅو لیکل شوی دی. د دوی خورا ارزښتناکه هڅه ده، چې په  لومړي ځل په پښتو ژبه کې یو منظم اقتصادي قاموس په لیکل کیږي.

یاد قاموس، د قاموس لیکنې د ډولونو په اختصاصي ګټګورۍ کې راځي. په ۱۳۹۴ ل ل کال کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ له لوري چاپ شوی دی.

دغه تشریحي قاموس شاوخوا ۱۶۰۰ د اقتصاد او تجارت معیاري انګلیسي اصطلاحات  لري، داسې ترتیب شوي، چې لومړی هره اصطلاح په ترټولو مناسبه پښتو بڼه مانا شوې او د هرې انګلیسي اصطلاح لاندې لیکل شوې، وروسته همدغه اصطلاح په تفصیل سره توضیح شوې، تر څو لوستونکي د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې د هغې په عمومي مفهوم، د کارونې ځای او ډېرو ځایونو کې په عملي بېلګو وپوهېږي. همدارنګه که د یوې اصطلاح سره ورته او د هغې متضاده اصطلاح په همدې کتاب کې موجوده وي، نو د هرې اصطلاح له پاره د توضیحاتو په پای کې یادونه شوې، چې لوستونکي، اړونده اصطلاح ته مراجعه وکړي، تر څو ورته او یا متضادو مفاهیمو سره اشنا شي.

په قاموس کې د اصطلاحاتو لیکنې څرنګوالی

په دغه کتاب کې ټول شته اصطلاحات د انګلیسي معیاري بڼې په اساس د انګلیسي الفباء تورو د تسلسل په پام کې نیولو سره ترتیب شوي، چې د هر انګلیسي توري د پاڼو شمېر او ځای د کتاب په سر کې په لڼد فهرست کې ښودل شوي، علاوه له دې، د کتاب د پاڼو په پورته برخه یا هیډر کې کیڼ لوري ته د انګلیسي یو توری لوستونکي ته لارښوونه کوي، چې په دې پاڼو کې هغه اصطلاحات دوام لري، چې په همدې انګلیسي توري پیل شوي وي. په دې اساس لوستونکی کولای شي چې د یوې اصطلاح د لټون له پاره خپله د د نظر وړ اصطلاح په لنډ وخت کې پیدا کړي.

همدارنګه ځینې اصطلاحات چې په خپل ذات کې فرعي عنوانونه لري، د اصلي اصطلاح لاندې په مسلسل ډول تعریف شوي، د بېلګې په توګه د انفلاسیون یا inflation  د اصطلاح لاندې د انفلاسیون ټول ډولونه د فرعي عنوانونو په بڼه ترتیب شوي، چې د غه فرعي عنوانونه د کتاب د الفباء د تسلسل څخه مستثنی دي. بناَ که چېرې یوه اصطلاح په عمومي عنوانونو کې نه ښکاري نو لوستونکي کولای شي، چې نوموړې اصطلاح د اصلي اصطلاح په فرعي عنوانونو کې پیدا کړي.

د یادولو ده، چې د دې کتاب په ترتیب کې د ژبینو او تحت الفظي ماناګانو او کره پښتو په پرتله زیات پام د یوې اصطلاح عمومي مفهوم ته شوی او هېڅ ځای کې د یوې اصطلاح بشپړ تیوریکي تعریف ټکي په ټکي ندی راوړل شوی، برعکس هڅه شوې چې د یوې انګلیسي اصطلاح له پاره ډېره مروجه پښتو مانا ولیکل شي که څه هم چې ښایي دا مانا ډېره کره پښتو ژباړه نه وي. په دې اساس ځینې ځایونو کې اصطلاحاتو ته یو د بل په ځای کارېدونکې څو پښتو ماناوې لیکل شوې، د بېلګې په توګه د cost انګلیسي اصطلاح له پاره پښتو مانا(لګښت/ مصرف) لیکل شوی، چې لګښت یې کره پښتو مانا خو مصرف ډېره مروجه مانا ده او دواړه د اقتصاد په بحثونو کې یو د بل پر ځای کارول کیږي.

د اقتصاد او تجارت اصطلاحاتو قاموس، د قاموس لیکنې په کومو کټګوریو کې راځي؟

             د ژبې له پلوه دوه ژبیزو قاموسونو له ډلې دی

             د فزیکي جوړښت له پلوه د کاغذ پر مخ لیکل شوی دی

             د لوستونکو اړوند په لیک لوست د پوهو کسانو له پاره یعنې د یوې خاصې کټګورۍ له پاره لیکل شوی دی

             د چاپ د اندازې له اړخه لنډ قاموس دی

             د کارونې له پلوه د ډیکوډینګ په بڼه لیکل شوی دی، د یوې بهرنۍ ژبې اصطلاحات پښتو ژبې ته ژباړل شوي

د قاموس لیکنې د اصولو پر بنسټ یاد قاموس کومې ستونزې لري

  • د اصطلاحاتو فونټکي بڼه نه لري، چې له لوستونکو سره د اصطلاحاتو د کره تلفظ په برخه کې مرسته وکړي.
  • ډېرۍ برخو کې د پښتو سوچه لغتونو پر ځای عربي او دري کلمې کارول شوې دي، بېلګې: صورت حساب، شتاب ورکونکی، تشهیرـــ خبر تیاووې. سمه ده چې په تخصصي برخو کې زموږ ډېرۍ کلمې د نورو ژبو دی، خو د اقتصادي متخصیینو په حیث دوی باید د ژبې له متخصیصینو سره په ګډه د یادو اصطلاحاتو د سوچه کولو هڅه کړې وی.
  • دغه قاموس د لومړني کار په توګه د ستاینې وړ دی، مګر اقتصادي اصطلاحات په مراتبو ډېر دی، چې باید د دغه قاموس برخه شوي وی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.