د ګرمۍ په موسم کې باید څه وکړو؟

لیکنه: عبدالخالق کریمزی

266

لکه څنګه چې د دوبي په موسم کې تودوخې درجه لوړیږي، د ګرمې هوا سره تړلي خطرونه په زیاتیدونکې توګه څرګندیږي. په داسې حال کې چې د اوړي هوا له کوره د بهر فعالیتونو لامل کېږي او لمر سوځنده وړانګې تر بل هر وخت زیاتېږي، نو شونې ده چې روغتیايي خطرونه هم له ځانه سره ولري، په ځانګړې توګه کله چې د تودوخې درجه ډېره لوړه وي.

د ګرمۍ په موسم کې د اړتیا وړ خواړه

د ګرمۍ په موسم کې باید هغو تازه او صافو خوړو ته ترجیح ورکړل شي، چې په کور کې تیارېږي او له هغو توکو باید ډډه وشي چې سره شوي وي یا بازاري وي. د خوراکي توکو کارپوهان هم لارښوونه کوي چې د ګرمۍ په ورځو کې تازه او ساده خواړه وکاروئ. روغتیایي کارپوهان وایي چې په ګرمۍ کې د مېوو او سبزیجاتو استعمال ډېر کړئ. د بېلګې په توګه: مڼه، زردالو، هندواڼه، بادرنګ او نور. همدغه راز له تروشو خوړو څخه ځان وساتئ ځکه چې تروش خواړه د معدې تېزابیت ډېروي. دوی وایي چې په دې موسم کې هغو خوړو ته ډېره ترجیح ورکړئ، چې سوړ خاصیت لري. مستې یې ښه بېلګه ده چې هم سوړ خاصیت لري او هم د معدې ګټورې بکتریاوې ډېروي، ګرمښت یې کموي او د ګرمۍ په سبب د دانو مخنیوی کوي. سړې شیدې هم د معدې تودوخه او تېزابیت کموي او د شپې یې استعمال د ښه خوب سبب کېږي. د معدې د ګرمېدو سببونه له نا آرامۍ، د لوږې نه حس کول، په تشه ګیډه کانګې کول، سر ګرځېدل او نور دي.

د ګرمۍ څخه د څارویو او مرغیو ساتنه وکړو؟

حیوانات او مرغان په دوبي کې د مناسبو خوړو په کارولو او د نورو احتیاطي تدابیرو په ګډون د الکترولیتونو په ورکولو سره آرامه کیدی شي.

په سخته تودوخه کې د څارویو او مرغیو ساتنه خورا اړینه ده که چیرې مناسبه تغذیه او د پاملرنې تدابیر ورته ونه نیول شي، حیوانات یا مرغان زیانمنېدی شي.

انسان تر ټولو غوره مخلوق دی، هغه کولی شي خپل ښه له خپلو بدو سره په ښه توګه توپیر کړي، او په ورته وخت کې کولی شي د سختې ګرمۍ په وړاندې له پاملرنې سره خواړه وکاروي، چې د سختې هوا څخه ساتنه کولی شي.

که تاسو څاروي ساتلي وي یا تاسو له مرغانو سره مینه لرئ نو دا ستاسو لپاره اړینه ده چې د دوبي په تود موسم کې دوی ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ:

۱. له تودې هوا یې وساتئ

۲. حیوانات ساړه وساتئ او نمکول هم په اوبو کې ورکولی شئ

۳. د یخ ساتلو لپاره یې لمبوئ او لامده يې کړئ
۴. هوا یې باید تهویه شي.

له پورته ټکو په پام کې نیولو پرته هم پر حیواناتو شفقت لویه او نېکه ځانګړنه ده چې الله پاک به په انسانانو رحم هم وکړي. ځينو ته دا توصیه ده چې له حیواناتو سره ظلم په ځانګړي ډول له پيشو سره ظلم کول له ناوړه ځانګړنو څخه ده نو ځان ترې وساتئ ځکه سړی پرې ګناهګاریږي.

څنګه خپلې سترګي د سختي ګرمي هوا له شره خوندي کړئ؟

1- کله چي هوا ډیره توده وي په ځانګړې توګه غرمه او ماسپښین مهال هڅه وکړئ چې سیوري ته او یا په سرپټي ځای کې و اوسئ. د سترګو لپاره د سانتي ګراد په حساب ۲۴ درجې هوا چي د رطوبت فصیدي په کښي ۶۲ وي تر ټولو بهتره هوا ده.

2- په منظمه توګه مایعات او اوبه وڅښئ. سترګي لندې کړئ او که وجود کي مو د اوبو کمې وي ستاسو سترګي په ښه توګه مرطوبي نه سي ساتل کېدای، ځکه نو بايد د ګرمیو په ورځو کي باید د ورځي تر څلور لیترو پوري اوبه وڅښئ.

3- سترګو ته مو د هوا د مستقیم بهیر مخه ونیسئ. دا که طبیعي شمال وي، که د پنکې شمال وي، که له ایرکنډیشن او یا بلې کومي وسیلې څخه وي.

4- له کوره د بهر وتلو لپاره سهار وختي او مازیګر ښه وختونه دي. دا مهال د لمر وړانګې کمزوري وي او که مخامخ لمر ته ونه ګورئ سترګو ته تاوان نه کوي. پیک داره یا بله ډول داسي خولۍ وکاروئ چې پر سترګو مو ډیر لمر ونه لګیږي.

همدارنګه د لمر د وړانګو په وړاندي عینکې په سترګو کړئ. له ځان سايوان وګرځوئ یا په نورو لارو پر ځان او خپل کار ځای سیوری وکړئ. لمر که پر سترګو زیات ولګیږي په اوږد مهاله توګه سترګو ته ګڼې او جدي ستونزې پېښوي.

5- داسې جامې واغوندئ چي تاري او نخي وي او درباندې برابرې وي. په دوبي کي د خپل وجود د حرارت د ټیټ ساتلو لپاره خپل فزیکي کارونه هم که کمولی سئ ښه نو ښه به وي، په دوبي کي له ګرمۍ سره مناسب تعامل وکړئ او د خپلې روغتیا په وړاندي بامسولیته و اوسئ.

روغتیا او فراغت یا وزګارتیا د الله ج د هغو نعمتونو له جملې څخه دی چې په خپلو خاصو انسانانو یې لورولي دي؛ نو باید خپلو روغتیاوو ډیر پام وکړو.
ستاسو د ټولو لوستونکو د روغتیا په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.