د پیسو نړیوال صندوق (ایی . ایم ایف) د پاکستان څخه څه غواړی؟

لیکوال : استاد محمد نصیر حیدری

119

د پاکستان د مالیی وزیر د خپل دفتر څخه په ډیره خوښی اعلان وکړ چی د پیسو نړیوال صندوق به نوی پور پاکستان ته منظور کړی

پاکستان پرته له دی چی د خپل ولس راپرځیدلی  اقتصادی وضعیت په پام کی ونیسی د پیسو د نړیوال صندوق سره دی هوکړی ته رسیدلی دی چی تعرفی به پخپل وخت زیاتوی. او د دی خبری منظوری شوی چی د پاکستان هیواد به راتلونکی کال د پیسو د نړیوال صندوق په شرایطو باندی ۲ دوه تریلیونه اضافی مالیه وضع کیږی چی دا د پاکستان په تاریخ کی لومړی ځل دی چی په دی کچه مالیه به وضع کیږی .

د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان غوښتی تر څو د جون د میاشتی له پیل تر نیمایی کال پوری به د ګازو بیی پوته کړی او د برق قراردادونه به له سره تجدید کوی  . ایی ایم ایف د پور په مقابل کی وخت نا وخت ځینی غوښتنی کړی دی چی په لاندی ډول یی ذکر کوو :

۱- په پترولو باندی د مالیی زیاتوالی : د پاکستان حکومت به په پطرولو باندی مالیه لوړوی . د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان حکومت ته دا شرط وړاندی کړی دی تر څو په پطرولو باندی ۱۸٪ مالیه وضع کړی .

۲- په معاش لرونکو او بی معاشه خلکو د مالیی زیاتیدل : د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان څخه غوښتی تر څو په معاش لرونکو او بی معاشه خلکو مالیات لوړ کړی . ایی ایم ایف وایی که چیرته پاکستان په دی غوښتنه عمل وکړی نو د ۵۰۰ اربو څخه زیات عواید ترلاسه کیدلای شی او په داخلی ناخالص عوایدو کی ۰.۵فیصد زیاتوالی راتللی شی .

۳- د ګازو د بیی لوړوالی : چی دد پاکستان حکومت د پیسو نړیوال صندوق سره په  دی هم توافق کړی دی چی د ګازو نرخونه به پورته کوی همدا علت دی چی د سویی سدرن ګاز کمپنی د اوګرا اداری ته درخواست لیږلی تر څو په راتلونکو میاشتو کی د ګازو نرخونه پورته کړی همدا علت وو چی د اوګرا کمپنی د فبروری د میاشتی څخه د ګازو په قیمت کی ۶۷ ٪ زیاتوالی تصویب کړ. د پاکستان حکومت داسی وایی چی په ګازو باندی د مالیی په زیاتوالی سره به ۴۰۰ میلیارده روپی چی ۱.۴۲میلیارده دالر کیږی اضافه رامنځته شی او بیا به د دولتي ګاز سکتور د کوم زیان سره مخ نه شی .

۴- د برق د نرخونو لوړوالی : د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان د حکومت څخه غوښتی دی چی د برق د سکتور ۲۳۷۴ اربه ګردشی پور دی منجمد کړی او ددی پور د تادیی کولو لپاره دی لس کلن پلان جوړ کړی .

۵- په میاشتنی تقاعد د مالیی وضع کول : د پیسو نړیوال صندوق د پاکستانی چارواکو څخه غوښتی دی چی نوی بیل آوټ پروګرام د تقاعد اصلاحاتو ته اړتیا لری . که چیرته د میاشتنی تقاعد مقدار د یولک کلدارو څخه زیات وی نو په دی صورت کی باید په دی مقدار مالیه وضع شی .

۶- د اسعارو د تبادلې په بازار کی اصلاحات : د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان څخه غوښتنه کړی تر څو د بازار د لاری د تبادلی نرخ غوره کړی تر څو د بهرنیو حسابونو په توازن او د زیرمو په جوړولو کی مرسته وکړی . دا په بازار کی د روڼتیا او انعطاف غوښتنه کوی . د پیسو د نړیوال صندوق د شرایطو د پوره کولو لپاره د پاکستان مرکزي بانک د پاکستان د فوځ په مرسته په دی برخه کی د تور بازار عملیات بند کړل.

۷. د فساد په ضد کاری ځواک رامنځته کول: د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان له هیواد غوښتی چی که څه هم مالیات لوړ کړی ، د برق قیمت لوړ کړی او مصارف کم کړی خو په دی یی هم ټینګار کړی چی د پاکستان هیواد باید د فساد په ضد یو کاري ځواک رامنځته کړی .

۸- په درملو باندی د ماليي لوړول: د پیسو د نړیوال صندوق په تجویز د پاکستان وفاقي حکومت پریکړه کړی تر څو په درملو باندی نوری اضافی ماليي وضع کړی . د وفاقي حکومت په حکم د ۱۰ – ۱۸ فیصدو پوری په درملو د ماليي د وضع کولو امر شوی دی . او د ضروری درملو پرته ستری کمپنیانی کولای شی چی د درملو قیمتونه پورته کړی . د پاکستان حکومت په ۱۴۶ قلمه ډیرو اړینو درملونو د قیمتونو د پورته کولو پریکړه کړی . خو د چارو کارپوهانو ددی اندیښنه څرګنده کړی چی د درملو اخیستل به د خلکو د خرید د قوت څخه ووځی او د یو شمیر خلکو ژوند به اړینو درملو ته د نه لاس رسی له کبله د ستر ګواښ سره مخ شی .

۹- د بانک د سود د نرخ زیاتوالی : د پیسو د نړیوال صندوق سره د تفاهم له کبله د پاکستان مرکزی بانک د ۲۰۲۳ میلادی کال د جون په میاشت کی د بانکی سود نرخ ۲۲ ٪ ته لوړ کړ خو د اپریل میاشت کی بیا د پاکستان مرکزي بانک پخپله غونډه کی مخکی له دی چی د پیسو  د نړیوال صندوق سره د دری میلیارده ډالرو توافقنامه پای ته ورسیږی د سود دا نرخ ثابت وساته .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.