منظور پښتین: له افغانستان سره دې د سوداګري تړل شوې پولې پرانستل شي

0 1,661

وزیرستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د علي وزیر په شمول د غورځنګ د ټولو نیول شويو غړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي پښتین تېره ورځ د وزیرستان په واڼا سیمه کې یوې لویې ولسي غونډې ته په وينا کې ویلي، چې د پاکستان جابر حکومت دې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټول غړي راخوشي کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي، له افغانستان سره دې د سوداګري لپار ټولې تړل شوې پولې پرانستل شي او په ټوله پښتونخوا کې دې د ریاست له لوري ځای پر ځای شوي ماینونه هم پاک شي، ځکه هره ورځ د بې ګناه پښتنو، ښځو او ماشومانو ژوند اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې که د پاکستان ظالم حکومت علي وزیر او د دوی نور ملګري راخوشې نه کړي، پر پښتنو خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي او د دوی غوښتنې ونه مني، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply