د ننګرهار د بارانونو او توپان اغېزمن خلک: تراوسه زمونږ لاسنیوی نه دی شوی

36
په ننګرهار کې د وړمې ورځې د بارانونو او توپان له کبله ځايي اوسېدونکي د ممکنه کسانو د ژغورنې هڅې کوي.

د ننګرهار په وروستیو سختو بادونو او بارانونو کې اغېزمن خلک وايي، لا مرستندویه ډلې د دوی لاسنیوي ته نه‌دي ورغلي.

د سره رود یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل، د سیمې خلک دا دوه ورځې په کورونو کې ګرځېدل څو ایسار ټپيان یا مړي را وباسي.

هغه وويل: “ځوانان کور په کور ګرځېدل. هغو خلکو سره یې مرستې کولې چې د کورونو لاندې وو د خاورو لاندې وو. مړي او زخمیان يې راوایستل. د مړو کره شمېره لا تر اوسه هم نه‌ده معلومه. د یوې کورنۍ تقریباً ۱۳ کسان مړه دي. یو کوما حالت کې و، هغه هم ساه ورکړه. تر اوسه دغسې حالات روان دي. خلک کمک کوي یو بل سره لاس په لاس کېږي، خو مرستندویه ډلې که یواین‌ایچ‌سي‌آر دی، یونېسف یا ډبلیوایف‌پي دی، کومه ډله لا نه‌ده راغلې او موږ سره یې مرسته نه‌ده کړې.”

که څه هم جلال‌اباد ښار او ځینې نورې سیمې هم وروستیو بارانونو او توپانونو کې زیانمنې شوي، خو د سره رود څو لرې پرتې سیمې سیاه سنګ، شکرالله نمرې او چارباغ کليو کې خلکو ته ډېره مرګ‌ژوبله او تاوانونه رسېدلي دي.

په ننګرهار کې بارانونو او توپان درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
په ننګرهار کې بارانونو او توپان درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د جلال‌اباد یوه اوسېدونکي همایون لودین ازادي راډیو ته وویل، وضعیت کړکېچن دی او باید نړیوال مرستندویه سازمانونه او دولت له خلکو سره مرستې وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکی همایون لودین وايي: خلک ډېر زیات زیانمن شوي دي او خلک سرپناه ته جدي اړتیاوې لري.

نوموړی وايي: “د مرستندویه ټولنو او حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې اړمنو خلکو ته رسېدنه وکړي، ځکه خلک ډېر زیات زیانمن شوي دي او خلک سرپناه ته جدي اړتیاوې لري.”

د راپورونو له‌مخې د توپانونو شدت ډېر زیات وو او اکثر خلک د کورونو د چتونو د نړېدو په پېښه کې سخت ټپيان شوي دي.

اخوا د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، ننګرهار ته یې خپل سیار ټیمونه استولي.

د دې کمېټې په یوه بیان کې چې سه شنبه خپور شو، راغلي چې دوه سیار بېړني روغتیايي ټیمونه سرخ رود ته استول شوي او هلته د ټپيانو په درملنه لګیا دي.

د ژغورنې کمېټې د افغانستان څانګې مشرې سلما بن عیسی ویلي، په ننګرهار کې په وروستیو مړینو خواشینې ده، خو که نړیوال تمویلونکي د مرستندویو ډلو لپاره لازمه بودیجه تامین نه‌کړي ښايي په داسې پېښو کې د مرګ‌ژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.

د ننګرهار چارواکو تر پرون ماښامه د ۴۷ کسانو د مړینې او د ۳۵۰ نورو د ټپيانېدو تایید کړی دی.

وېره یې شته چې دا شمېرې لا پسې زیاتې شي ځکه لا هم د ایسارو خلکو یا د مړو د را ایستلو لپاره هڅې روانې دي.

په کونړ، لغمان، کاپیسا او پنجشېر کې هم سېلونه راوتلي چې خلکو ته یې د سر او مال تاوان رسولی دی.

په کونړ کې پنځه کسان مړه شوي، په کاپيسا کې دری کسان مړه دي.
  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.