د مفاصلو یا بندونو تر ټولو مدهشه ناروغي د بندونو روماتیزم ده دا چې د بندونو روماتیزم څه ډول ناروغي ده،کومې نښې نښانې لري،څنګه یې تشخیص وکړو او څه ډول یې درملنه وکړو ،دا ټول دلته ولولئ.
د بندونو روماتیزم چې موږ یې په طبي اصطلاحRheumatoid Arthritics بولو:
د بندونو یا مفاصلو مکروبي حالت ده چې په لاندې ډول منځ ته راځي.
ښایي باور ونکړئ!د ستونې درد په راتلونکي کې ستاسو بندونه یا مفاصل پر روماتیزم آخته کوي،کله چې ستاسو ستونی د یوې مخصوصي بکټریا پواسطه مکروبي شي درد وکړي او ورسره د خوراک او څښاک په وخت کې له ستونزو سره مخ او شدیده تبه ولرئ نو تر ډیره بریده دغه streptococcus بکټریا ستاسو ددې حالت مسوله ده
کله چې ستاسو ستونی له ناروغۍ وروسته ورغیده مګر دوه هفتې له نوموړې ناروغۍ وروسته پر تاسو سړه تبه راغله او ورسره د بندونو له درد سره مخ شوئ نو پوه شئ چې نوموړې بکټریا لا هم ژوندۍ ده او بلاخره د بندونو د دایمي التهاب په لورمو بیاي:
ځکه چې نوموړې بکټریا د وینې د جریان له لارې ستاسو بندونو ته ځان رسوي او هلته ځای پر ځای کیږي،کله چې د بدن دفاعي سیسټم ددغې بکټریا پر وړاندې ودریږي نو د بکټریا د مړینې په پار پر مفاصلو یا بندونو حمله کوي او په نتیجه کې یې د بکټریا ترڅنګ د مفاصلو نورمال حجرات هم له منځه وړي
ددغې_ناروغۍ_نښې_نښانې_کومې_دي؟
•د بندونو شخوالی بالخصوص د سهار په وخت کې
•د بدن په دواړو خواو کې بندونه شخیږي یوه خاصه ځانګړنه یې دا ده چې د ناروغ بندونه د شپې لخوا درد کوي او د سحر په وخت شخ پاتې وي خو چې کله کار یا فعالیت وکړي نو د بندونو دردونه ورک او شخوالی یې کم شي.
•ځیني وخت ناروغ سړه تبه لري.
•خستګي،ستړیا او د وزن له لاسه ورکول
•د لاس د ګوتو او د پښو د ګوتو بندونه تر نورو بندونو ډیر شخ او ډیر درد کوي
•په سړو اوبو کې لاس وهل یا ګرځیدل د بندونو دردونه راپاروي او څو چنده کوي یې.
•د لاس ګوتې ګږیږي
•د پښو ګوتې ګږیږي
•ددې ناروغۍ په شروع کې بندونه پړسیږي او سور بخن رنګ ځان ته غوره کوي مګر د وخت په تیریدو یې پړسوب کم مګر د بندونو ظاهري شکل بدرنګه کوي.
•همدا ډول د پوستکي،سترګو،عصبي رګونو او د زړه ناروغۍ هم رامنځ ته کیږي.
#څوک_ددغې_ناروغۍ_په_خطر_کې_دي؟
* هغه انسانان چې سګرټ څښکوي ددې ناروغۍ ستر خطر له ځانه سره لري.
* ډیر وزن یا چاغوالی ددې ناروغۍ خطر ډیروي
* تر ډیره بریده ارثي هم ده
* د نارینه په نسبت ښځمنې پر دغه ناروغۍ ډیر آخته کیږي.
* د څلویښتو کلو له عمر پورته معمولا رامنځ ته کیږي خو دا پدې معنې نده چې تر څلویښت کلنۍ په کم عمر کې منځ ته نه راځي.
* قالین بافان،ندافان،او هر هغه څوک چې په دوامداره توګه له ګردجن محیط سره لاس او ګریوان وي ددې ناروغۍ په خطر کې دي
#که_ددغې_ناروغۍ_تداوي_ونکړو_نو_څه_پیښیږي؟
•د هډوکو پوده کیدل
•د بندونو له منځه تلل
•د بدن پر مختلفو ساحو کې د غدود پیدا کیدل
•د زړه د ناروغۍ خطرات ډیروي
•د عصبي،جلدي، ناروغیو متځ ته راتګ
•د سترګو لید له لاسه ورکول
•د لاس فلج کیدل
•پر ملا کړوپیدل
•د لمفاوي غدو سرطان
څنګه یې تشخیص کړو؟ کوم معاینات باید وکړو؟
د وینې معاینه: په وینه کې RF باید ووینو
ددې ترڅنګ د بکټریا لپاره په وینه کې کلچر هم کولی شو مګر ډیری وخت نتیجه متفي وي
د بندونو عکس د بندونو د وضیعت په هکله بشپړ معلومات راکولی شي.
څنګه_یې_درملنه_وکړو؟
* د corticosteroids درملو سره د NSAID کورنۍ او DEMARD کورنۍ درمل ددې ناروغۍ په کنټرول کې خورا اغیزمن رول لوبوي.
* نن سبا ددې ناروغۍ لپاره تازه درملنه وړاندیز شوې چې ډیره زیاته ګټوره ده موږ یې په طبي اصطلاح BIOLOGICAL DEMARDS درمل بولو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.