د ننګرهار باران او توپان ځپلي وضعیت عادي نه بولي؛ د مړو شمېر نږدې ۵۰ او ټپیانو ۳۵۰ ته رسېدلی

22
په ننګرهار کې د وړمې ورځې شدیدو بارانونو او توپان لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او درانه زیانونه هم اوښتي دي.

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي او توپان ځپلي وایي، لا هم په وېره کې دي او وضعیت عادی شوی نه‌دی.

ننګرهار ولایت، چې تېرو دوو ورځو کې شدیدو ورښتونو، ږلۍ او توپانونو سخت وځپه، یو شمېر زیانمن شوي وایي چې لا هم وضعیت عادی شوی نه‌دی او دوی سخت وېره کې دي.

د ننګرهار د سرخ رود ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالکریم دراني ازادي راډیو ته وویل، د کورنۍ اووه غړي یې وروستیو مرګونو توپانونو ترې اخیستي دي.

نوموړي وويل: “زه د دوی د کورنۍ غړی او د تره زوی یم، د دې کور اووه تنه شهیدان شوي، مېرمن یې او پنځه اولادونه یې شهیدان شول، یو څه بنسټونو ورسره د مرستې ژمنې کړي خو تر اوسه نه‌دي رارسېدلي، دوی سرپناه نه‌لري د کور ټول وسایل یې له‌منځه تللي.”

عبدالکریم وایي، د دې کورنۍ دوه نجونې سختې ټپیانې او دا مهال په روغتون کې دي.

د سره رود اوسېدونکی ګلاجان وايي: زموږ د کور ښېښې ټولې باد او ږلۍ ووهلې ماتې شوې، د کور چتونه مو هم ګډوډ شول.

د دې ولسوالۍ د دو سرکې سیمې اوسېدونکي ګلاجان بیا د ور اوښتو مالي زیانونو په اړه وویل: “زموږ د کور ښېښې ټولې باد او ږلۍ ووهلې ماتې شوې، د کور چتونه مو هم ګډوډ شول، موږ ډېر زیات په تکلیف یو، اوس هم اسمان ورېځ دی او موږ ډېر په وېره کې یو چې بیا باد او باران ونه‌شي او موږ بیا ونه‌ځپي.”

د سرخ رود ولسوالې د شیخ مصري ښارګوټي د شورا مشر رحمت‌الله بیا وایي، دې سیمه کې ږلۍ او توپانو د خلکو سولري او د اوبو شبکې په بشپړه توګه ویجاړې کړي او له سختو ستونزو سره مخ کړي.

په ننګرهار کې د وړمې ورځې توپان او باران ځپلې سیمه کې خلک د خاورو او لوټو لاندې کسانو د ژغورنې هڅې کوي.
په ننګرهار کې د وړمې ورځې توپان او باران ځپلې سیمه کې خلک د خاورو او لوټو لاندې کسانو د ژغورنې هڅې کوي.

رحمت‌الله ازادي راډيو ته وويل: “زموږ د اوبو څلور شبکې یې خرابې کړې چې هرې شبکې تقریباً ۵۰۰ کورونو ته اوبه ورکولې، اوس زموږ ولسونه د اوبو له کمښت سره مخ دي، که ژر ورته رسېدنه ونه‌شي ښایي، لویه انساني فاجعه را منځته شي، بل دلته ټپیان مو روغتیایي ټیمونو ته لاسرسی نه‌لري، دولت نه غواړو چې دلته روغتیایي ټیمونه راواستوي تر څو ټپیانو ته رسېدنه وشي.”

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا او طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کارو کې د دولت وزارت له اړوندو ریاستونو معلومات ولري، خو ویاندویانو یې د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د سه‌شنبې د ورځې تر ماښامه په ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو کې شدیدو ورښتونو، ږلۍ او توپانونو له امله د ۴۷ تنو د مړینې او د ۳۵۰ تو د ټپي کېدو خبره کړې.

بل‌خوا د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا “سېف ده چلډرن” پرون سه‌شنبه د جولای په ۱۶مه په خپور کړي راپور کې ویلي په ننګرهار، لغمان او کونړ کې سختو ورښتونو، سېلابونو او توپانونو ۴۰ کسان مړه کړي او ۱۵ سوه ماشومان یې بې کوره کړي دي.

سېف ده چلډرن: د وروستيو سېلابونو له امله ۱۵۰۰ افغان ماشومان بې‌کوره شوي

“سېف ده چلډرن” ویلي چې ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې ۱.۳۶ میلیونه وګړي چې ۸۵۸زره یې ماشومان دي په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چې له توپانونو زیانمنې شوې دي.

يادې ادارې په خپل دې راپور کې د طالبانو د حکومت د چارواکو په حواله په‌دې درې ولایتونو کې د توپان او ورښتونو له امله د ویجاړ شویو کورونو شمېر ۴۰۰ یاد کړی.

د زیانمنو شویو سیمو د ځینو اوسېدونکو په خبره ننګرهار ته د “ډبلیوایف‌پي” په ګډون طبیعي پېښو د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت او نورو اړوند مرستندویه ټیمونه رسېدلي او پر خلکو یې د مرستو د وېش لپاره سروې ګانې پیل کړی دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په کونړ کې هم سېلابونو د ۵ او په کاپیسا کې د یو کس ژوند اخیستی دی.

په ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې ورستیو شدید بارانونو ږلۍ، سېلابونو او طوفانونو عامه تاسیسات، لارې، د خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه هم وران کړي چې لایې د کره شمېر او اندازې په اړه معلومات نه‌دي رسنیز شوي.

  • 16x9 Image

    فېروزه عزیزي/ ازادی رادیو

     

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.