اوس به ولیدل شي

غلام نبي ګل

102

زه خو ډېر نه پوهیږم چې حکومتولي علم ده، عبادت ده، ټولنیز قرارداد ده، هنر ده، شوق ده، هوس ده؟ خو په هغه څه چې پوهیږم حکومتولي دروند مسؤلیت ده. امام اعظم رحمته الله علیه قصه خو به هر چا اوریدلي وي، چې د وخت د حاکم له ډېر اسرار سره سره دولتي دندې ته ندی حاضر شوی. حتی زندان یې منلی خو د دولت تر ټولو لوړه څوکۍ یې نده منلې. او یا د حضرت عمر فاروق (رض) واقعه چې د بیت المال په اوښې پسې یې په سره ګرمۍ په سوزانده دښته کې منډې وهلې او حضرت عثمان (رض) لیدلی و او خپل نوکر یې ورپسې استولی، کله چې حضرت عمر فاروق (رض) د حضرت عثمان (رض) خواته راغی، حضرت عثمان (رض) ورته وویل چې څه خبره ده څه شوي؟ حضرت عمر فاروق (رض) ورته ویلي و چې د بیت المال اوښه ورکه شوې او چا په دې دښته کې لیدلې ده، نو زه ورپسې لالهانده یم. حضرت عثمان (رض) ورته ویلي چې تاسو راځۍ دې سیوري ته لږ دمه شئ زه به خپل نوکر ورپسې واستوم. حضرت عمر فاروق (رض) ورته ویلي چې دا زما مسؤلیت دی.

د جمهوریت په مهال حکومتي څوکۍ خرڅیدلې، حتی په دې برخه کې یو تعداد خلکو دولتي څوکۍ په شریکه په بیه اخیستې. او بیا به یې ګټه خپلو کې ویشله. د امارت په مهال یعنې دم در حال د حکومتي پوستونو د شوقیانو کمی نه احساسیږي.

زما مطالعه، خیال، تصور او برداشت له حکومتولۍ نه دا ده چې حکومتولي د سترګورو کار دی، د زړه سواندو او له الله نه د ویریدونکو کار دی، د امانت د خوندي ساتونکو کار دی، د هغه چا کار دی چی حکومتي دنده عبادت ګڼي. او بلاخره حکومتولي د هغه چا کار دی چې په ټول توان شپه او ورځ کار وکړي او معاش د حداقل تکافو په اندازه واخلي. که څه هم دا اخري خبره د متوفا کمونیزم شعار و خو په اصل کې یې له اسلام نه اخیستی. په دې برخه کې زما دلیل دا ده چې د اسلام لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق (رض) او د هغه مبارک لومړنۍ شورا د معاش په نامه څه نه درلودل. څو ورځې متواتر حضرت ابوبکر صدیق (رض) د خلافت دندې ته لږ ناوخته راغی، کله چې ترې وپوښتل شول نو هغه مبارک ورته وویل چې د سهار لخوا اوښې لوشم، او بیا یې شیدې بازار ته وړم. او د اوښو د خوراک بند و بست کوم نو ځکه راباندې لږ ناوخته کیږي. لدې واقعې وروسته حضرت عمر فاروق (رض) وړاندیز وکړ چې د خلیفه لپاره د معاش په نوم یو څه وټاکل شي. وړاندیز د مسلمانانو د لومړنۍ شورا لخوا ومنل شو، او بیا څه وخت وروسته معاش یا تنخوا عامه شوه. خو هغه څه چې حضرت ابوبکر صدیق (رض) د یو درس په توګه مسلمانانو ته پریښودل هغه دا و چې حضرت ابوبکر صدیق (رض) له خپل ټاکلي معاش نه د حداقل تکافو په اندازه استفاده کوله. او هغه څه چې ابوبکر صدیق (رض) د حداقل تکافو څخه سپما کول هغه پیسې یې په یو کوزه کې اچولې. او بیا یې د خپل خلافت په اخري شپو کې د راتلونکې خلیفه په نوم یو خط ولیکه او خپل زوی ته یې وویل چې دا خط او دا کوزه راتلونکي خلیفه ته وسپاري. د راشده خلیفه ګانو وروسته د ۱۴۰۰ کالو په موده کې اسلامي نړۍ د ګوتو په شمار د راشده خلیفه ګانو (رض) اخلاقو ته ورته حاکمان درلودلي. اوس به ولیدل شي چې د اسلامي امارت په چارواکو کې به کوم نیکبخته د اسلام د ګوتو په شمار حاکمانو په لیست کې ورزیات شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.