Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د قرآن کريم د تلاوت آداب/ مولوي عصمت الله عزام

0 1,645

islam quran karem

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

د قرآن کريم تلاوت له لويواوغوره عباداتوله جُملې څخه دی.

دا ځکه چي د قرآن کريم قاري د الله پاک سره په مجلس کوي، الله پاک ياد وي،له دې امله يې الله پاک هم يادوي.

دا قرآن چي موږ او تاسو يې تلاوت کوو، يايې اورو او يايې حفظ کوو دا د هغه ذات کلام دی چي ټول کائنات يې پيدا کړي دي، د مخکينو او وروستنو ټولو رب دی، دا د الله پاک محکمه رسۍ ده، او نېغه لار ده،د مبارک ذکر، او ښکاره رڼاده.

الله پاک د حضرت جبرئيل-علیه السلام-په ذريعه دنبي-عليه السلام-په مبارک زړه په عربي سپېڅلې ژبه  نازل کړ څو خلگ د الله پاک له نافرمانيو ووېروي.

کله چي دا دومره لوی عبادت دی نو بايد د قرآن کریم د تلاوت په وخت کي د دې مقدس او سپېڅلي کتاب  ادب وکړو.

څو د تلاوت له امله د لازياتو ثوابونو خاوندان وگرزو.

دلته زه غواړم چي د قرآن کريم د تلاوت آداب وليکم.

علامه سيوطي رحمه الله په خپل کتاب کي په تفصيل سره د تلاوت آداب د دلائلو سره ليکلي دي.

خو زه غواړم چي په مختصره توگه د تلاوت آداب د محترمو لوستونکو سره شريک کړم.

۱:د قرآن کريم د تلاوت لپاره اودس کول مستحب دی. (بې اودسه تلاوت کول هم روا دي په دې شرط چي قرآن کريم ته لاس ورنه وړل شي.)

۲:تلاوت بايدپه پاک او سپېڅلي ځای کي وکړي چي هلته هيڅ نجاست وجود ونه لري او غوره دا ده چي  په مسجد کي وکړل شي،په حمام او لار کي تلاوت مکروه دی. (حمام خو پاک نه وي او په لار کي خلگو ته تکليف رسېږي او د دوی د نه پاملرني له امله د قرآن کريم بې حرمتي کېږي.)

۳:قبلې ته مخامخ په آرام، عزت، خشوع او سرښکته کولو سره کښېناستل مستحب دي.

۴:د قرآن کريم د تعظيم او د طهارت په مقصد ترتلاوت مخکي مسواک وهل سنت دي.

۵:د تلاوت تر شروع مخکي  اعوذبالله لوستل سنت دي.

6:له سورة التوبة پرته د هر سورت په پيل کي بسم الله بايد ولوستل شي.

۷:قرآن کريم بايدپه ترتيل او د تجويد په پام کي نيولو سره ولوستل شي. (بايد د مجلو او اخبارونو په څېر په تېزئ سره ونه لوستل شي چي د سړي فکر د سورت پای ته وي چي کله به ور ورسېږم.)

۸:قرآئت په سوچ او فکرسره لوستل سنت دي، دا (په سوچ اوفکرسره دقرآن کريم  لوستل ) لوی مقصد او مهم مطلوب دی (ځکه د قرآن کريم د نزول اصلي هدف دا دی څو ځان ورباندي پوه کړل شي او بيا د هغي پوهي په رڼا کي خپل ژوند سرته ورسول شي) په تدبر او فکر لوستلو سره سينې خلاصېږي او زړونه روښانه کېږي.

همدا راز د قرآن کريم سره مناسبي ځيني دُعاگاني هم بايد ولوستل شي د بېلگي په توگه نبي-عليه السلام-به  چي: سبح اسم ربک الاعلی ولوست، سُبحان ربي الاعلی به يې ولوسته همداراز نوري دُعاگاني هم راغلي دي. (خو دا هغه مهال چي په لمانځه کي نه وي)

۹:د تلاوت په وخت کي ژړل، ياد ژړه هڅه کول چاته چي ژړانه ورځي،خشوع او غم کول مستحب دي.

۱۰: قرآن کريم په ښه اواز سره لوستل سنت دي.

۱۱:ځيني احاديث داسي راغلي د ي چي له هغو په لوړ اواز تلاوت کول مستحب معلومېږي او له ځينو پټ او په کښته اواز لوستل مستحب معلومېږي.

تطبيق داسي دی: په پټه لوستل په هغه ځای کي غوره دي چي له رياء وېرېږي، ياچاته تکليف رسېږي او له دې پرته جهر غوره دی.

۱۲:قرآن کريم ته په کتو تلاوت کول له ياده ترتلاوت غوره دی ځکه قرآن کريم ته کتل مطلوب عبادت دی.

۱۳: د چاد خبرو له امله تلاوت بندول، همدا راز د تلاوت په دوران کي خندل، په عبث کارو کي مصروف کېدل او عبث (يوې او بلي خواته) کتل مکروه دي.

۱۴:غوره دا ده چي د قرآن کريم د ترتيب موافق تلاوت وشي.

۱۵:د قرآن کريم د ختم په وخت کي دُعاء کول سنت دي. (په دې وخت کي دُعاء قبېږي)

(الاتقان في اصول القرآن ملخصا: ج۱ له ۲۱۲نه تر۲۲۴مخ پوري)

الله پاک دي دقرآن کريم سره دزيات تعلق توفيق راکړي آمين

وصلی الله علی نبينامحمدو علی آله و اصحابه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply