ملګروملتونو سازمان د څلورو هیوادونو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې سویلي سوډان ، نایجریا، سومالي او یمن کې څه باندې شل میلیونه تنه انسانان د ولګې له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي. ملګروملتونو ویلي دي چې یاد شوي هیوادونه د قوي وچکالۍ سره هم مخامخ دي.
ملګروملتونو ددې هیوادونو لپاره هر څه ژر د ۴ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده .
د ملګروملتونو سرمنشي ګوتریس وویل چې پدې څلورو هیوادونو کې په میلیونونو تنو انسانانو ته د خوړو د نه رسیدو له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي.
هغه ویلي دي چې پدې هیوادونو کې د ولګې قحطۍ د ستونزې سربیره ساري ناروغیو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
په نوموړو هیوادونو کې د ستر فلاکت د مخنیوي په خاطر د مارچ د میاشتې تر وروستۍ ورځې هر څه عاجل ۴ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو مرستې ته اړتیا لرو.
هغه په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې د وخت نه وروسته مرستو ته اړتیا نلري. که چیرې پدې هیوادونو کې په لسګونو زره تنه ماشومان ژوند د لاسه ورکړي وروسته به زه ستاسې په مرستو څه وکړم.
پدې هیوادونو کې د ستر فلاکت د مخنیوي په خاطر باید هر څه ژر په حرکت پیل وکړو.
د بله پلوه د ماشومان مرستندویه د یونسف سازمان ویلي دي چې پدې څلورو هیوادونو کې یو عشاریه ۴ میلیونه تنه ماشومان د ولګې له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي. د هرې شیبې په تیریدو سره دې ماشومانو ته د مرګ ګواښ لا نږدې کیږي.
TRT PASHTO
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320