پاکستان له طالبانو لاس نه اخلي: عمر زاخیلوال

0 984

ډیوه رادیو

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي پاکستان له طالبانو سره د خپلو اړیکو د نه پرې کولو له امله په جګړه ځپلي افغانستان کې د تاوتریخوالي له دوام سره مرسته کوي.

عمر زاخیلوال په اسلام اباد کې یو نړیوال کانفرانس ته د وینا پرمهال نن وویل چې د ګاونډ او د سیمې هیوادونه باید په افغانستان کې د جګړو پاې ته رسولو په برخه کې یوه پراخ بنسټه تګلاره غوره کړي او سولې ته کار وکړي.

ښاغلي زاخیلوال وویل (مونږ باور نه لرو چې پاکستان دې په افغانستان کې له خپلو سټراتیژیکي موخو (اساسو) څخه تیر شوي وي. مونږ فکر نه کوو چې د تشو خبرو سربیره دې پاکستان خپل سیاست بدل کړی وي. دوي په افغانستان کې د تاوتریخوالي له دوام سره مرسته کوي.)

په اسلام اباد باندې د اوږدې مودې راهیسې تور لږول کیږي چې د طالبانو ملاتړ کوي او د حقاني شبکې مشران ساتي چې د افغانستان په امنیتي او سیاسي برخو کې برلاسه وي ترڅو د خپل سیال هند د نفوذ د خپریدو مخه ونیسي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سټراټیژیک ډبت یا سټراټیژیکې اساسې ټکی د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف اصلی ټکی جوړوي. زاخیلوال وړاندې وویل چې طالبان د پاکستان له ملاتړ پرته بیرته په قوت نشي راتلای.

پاکستاني چارواکو که څه هم دغه ادعاوې رد کړیدي او زیاتوي چې له طالبانو سره ددوي اړیکې یواځې ددې لپاره دي چې تر څو یې سولې ته وهڅوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره تهمینه جنجوا چې په اسلام اباد کې یې یادې غونډې ته خبرې کولې یو ځل بیا وویل چې په پاکستان کې سوله نیغ په نیغه د افغانستان له سولې سره اړیکه لري. نوموړې وړاندې وویل چې پاکستان او د پاکستان خلک هیله لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.

دا وايي مونږ تل ویلي چې مونږ د افغانستان په سوله کې ستره ونډه لرو او دا یو حقیقت دی.تهمینه جنجوا دا هم وویل چې د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده.

دا پداسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک ماسټر تیره میاشت له افغانستان څخه د خپلې لیدنې پرمهال له پاکستان څخه وغوښتل چې د خپلو ګاونډیو هیوادونو په برخه کې دې په خپل سیاست یوځل بیا له سره غور وکړي.

هغه ویلي وه چې خپلې ګټې باید په افغانستان او یا بل هر هېواد کې د سیاست له لیارې ولټول شي نه د جګړې له لیارې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply