اتمر؛ کاریزماتیک ستراتیژست: /روح الامین حسن

0 1,396

ښاغلی ولسمشره ! اتمر صیب  د اوسني نظام د ستون فقرات حیثیت لري. هغه چې ستا ترڅنګ ستا او د نظام د پایښت او تحکیم تضمین کولای شي. د لاسپوسو په خوله د پردیو مغرضانه اهداف په نطفه کې شنډولای شي. ښاغلی اتمر په ملي او نړیواله کچه تاثیر لرونکی لوبیدلې سیاسي  مقنعه څیره ده چې د اغیارو سره د باتدبیره ډغرې ښه مخینه لري.

ښاغلی ولسمشره ! ولس په تا باور کړی ددې وطن د زعیم او  مشر په سترګه یې درته کتلي او د سر په بیه یې ته ولسمشر کړی یې. دغه  شخص چې تا یې ترهرڅه لومړی د ګمارنې فرمان د یو امتیاز نه، بلکې د یو ضرورت په اساس د خپل حکومت په پیل کې لاسلیک کړی ورته ژمن پاتې شه!
هغه شخص چې تا پرې باور کړی،  ولس هم پرې باوري دی ترې مه پشا کېږه. دا هغه څوک دی چې د ولس د هوساینې او ستر ارمان د لاسته راوړنې (ملي سولې ) لپاره یې د خپل پخوانی سیاسي رقیب په ملي پخلاینه کې تاسې سره اوږه په اوږه پوره په اخلاص نه ستړی کیدونکې،  تدبیري او ځای لرونکې هڅې وکړې،  چې تاسې، ملت او اسلامي حزب پرې قانع یاست. بالعکس اوس د نظام په پلوۍ ددې سترې بشري منظمې کتلی شتون د  همدې ګډوـ ژمنو هڅو پایله ده. د ولسي سیاست  د انډولو هڅه یې کړې ده.

 خپل بهرني سیلان یې ستاسې پر سیاست قانع کړي او د هغوی ملاتړ یې خپل کړی. د افغانستان پر وړاندې یې د پاکستان د شریر سیاست حلقه راتنګه کړې او په مقابل کې  ملي او نړیواله اجماع رامنځ ته کړې. بې له شکه چې دا هرڅه یې په پوره ژمنتیا سره ستاسې په رهبرۍ ترسره کړي او کورني او بهرني دښمنان یې په لړزه کړي.  دښمن پدې حالت کې خپل زوال لیدلی، نو ځکه یې پداسې غوغا لاس پورې کړی.
ولسمشره ! تاسې د هیواد د قسم خورو دښمنانو او بالخصوص د پاکستان  سیاست ننګولی او په ملي او بین المللي کچه مو په ګونډو کړی؛ ملت ستاسې له بهرني سیاسته پوره خوښ او ډاډه دی، خو دښمن ندی. دښمن هیڅکله او په هیڅ صورت دا نشي زغملی. تاسې ښاغلیو نړۍ پدې قانع کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې او د نړۍ د ثبات ضامن دی. ترهګر او ترهګرپاله ګاونډیان مو دا نشي منلای چې کابل دې د افغانستان د بهبود او د ملاتړ د نړیوال بسیج ( کابل پروسې) کوربه وي او د دښمن له ټولو فریبونو او نیرنګونو نه دی د نړیوالو پر وړاندی پردې پورته شي؛ د دښمن پر وړاندی دې یو ملي  او تاریخي دریځ ونیول شي چې د نړیوالو د غوڅ ملاتړ څخه دې برخمن وي.
ښاغلی ولسمشره!
ستاسې رغنده بهرني سیاسي پالیسیو او د سیاست روش  اغیار ګنګس کړي او غواړي چې له مختلفو لارو چارو له ستاسې ترڅنګ د نظام د اساسي مهرو د لرې والي لپاره د فشار مغرضه قوه وارده کړي؛  چې دا یې پیل دی ، غوغا به جوړوي او له څنګه به مو د ژمنو مسلکي او وړ خلکو د لرې کولو غوښتنه کوي . دوی باید دې موقع ته پرې نښودل شي، دوی ستونزه معلومه ده چې له چا سره ده او لې ده ؟ هدف یې همدا دې چې ترڅو تاسې په ملي او سیاسي توګه تنها کړي او خدای مکړه لدې لارې مو د مغرض، یو بعدي او د پریدو په ګټه د واک په  سپيو وداړي!
هیله ده چې باتدبیره او ډاډه اوسئ دښمن د خپلو اساسي مهرو په ګوښه کولو خوشحاله نکړئ!
موږ باوري یو چې دا د جمعیت لومړۍ غوښتنه نده. خدای مکړه که مو پلي کړه د یو جمعیت په لا نه خپلو به یو لوی ملت له لاسه ورکړئ او ملت به په خپل لاس د پردیو د سیاسي خواهش په بحراني څپو کې لاهو کړئ، چې ګټه به یې د ملت پرځای د سیمې استخباراتي لیوانو ته په میراث شي.

اتمر د ملت پر وړاندې د ټولو کورنیو او بهرنیو سیاسي بلواګرو او د ملیت پر نوم د ساسي سوداګرو د مغرض سیاست ملي(سپر) دی، ملت مه بې سپره کوئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply