که لر سياسي اسلامپال له خپل حکومت، نظاميانو او …/ سيد حسين پاچا

0 1,104

که لر سياسي اسلامپال له خپل حکومت، نظاميانو او استخباراتو ملاتړ کوي، نو موږ هم بايد له پاک هېواد مشره ملاتړ وکړو

لوراند وبښاند څښتن تعالی به د ده په شتون کې ختمي سوله راولي، پاکستان به منحل او پر نړيواله کچه به منزوي کيږي. پر غازي امان الله خان، شهيد محمد داود خان او پر ډاکټر نجيب الله مو کبر وکړ، خو دا ځل يې بايد پر ډاکټر محمد اشرف غني ونه کړو. نوموړی زموږ لويه علمي و معنوي هستي ده. مکار ومخيّل دوه مخی دښمن موږ ته په کمين کې ناست تاسې نه شي زغملي. د ډاکټر نجيب الله د وخت تېروتنه بيا تکرار نه شي. هغه خو د شهيد حکم رانغاړي

هېواد مشر ډاکټر محمد اشرف غني ته به ټول افغانان د خير وبرکت، سلامتيا او د برياليتوب دوعا کوو

د څښتن تعالی له لوريېنې ((رحمت)) به نه ناهيلي کيږو، له شک پرته چې د هرې سختۍ پسې سوکالي شته. الله تعالی له صابرانو ((زغم لرونکيو)) سره دی. طالبان وحقانيان به آخر هم سولې ته غاړه ږدي. څوک چې د الله تعالی د سولې د حکم ((والصلح خير)) پر وړاندې مقاومت کوي هغوی برياليتوب ته نه رسيږي. د څښتن تعالی مرسته له موږ سره ده او موږ به برياليتوب ته رسيږو

نوټ : د 2013 او 2015 کلونو د Easter په رخصتيو کې په دواړو ځلو په حرمينو کې، له شيخ محمد عاشور چې د مدينې منورې له نامتو علماو او هم د مدينې منورې له ډېرې عزتمندې کورنۍ څخه دی. له شيخ محمد بن عوامه او داسې نورو څخه او هم په مکة المکرمة کې د دکتور عبدالرحمان الغامدي په کور کې چې موږ ټولو 120 تنو ته يې د مېلمستيا بلنه راکړې وه د مسجدالحرام له پخواني امام شيخ عبدالوکيل سره، له بل دکتور عبدالرحمان او داسې نورو سره ليدنه وشوه، د هېواد او د هېواد مشر په باره کې مې ترې دوعا غوښتې او هم په المغرب کې د شيخ عبدالحی الکتاني، بدرالدين الکتاني، شيخ اسماعيل الکتاني او دکتور حمزه بن علي الکتاني په شمول د المغرب له زياترو نومورو علماو سره د ليدنې او سيمينارونو په وخت کې د هېواد او د ښاغلي ډاکټر محمد اشرف غني په هکله مې ترې خاص دوعا غوښتې او اوس يې هم دلته له دوعا نه هېروم. د المغرب د کسبلانکا د حسن الثاني او په جامعة القرويين دواړو سترو جامعو جوماتو کې مې ورته د جمعو په لمونځونو کې له امامانو او خطيبانو څخه دوعا ورته غوښتې او هغوی ټولو ورته ښه پر اخلاص دوعا کړې ده. د فاس په اسلامي مرکز کې مې هم ورته له ټولو علماو څخه دوعا غوښتې.

ښاغليه ،

که ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلې ډلې د ځينو مغرضو کسانو له لورې لکه عطا، پدرام، احمد ضيا، صلاح الدين رباني، امرالله صالح او داسې نور له لورې د حکومت پرځونې لپاره استعفا ته اړ کيږي او يا دا چې نوموړي پر ملي ګټو تنظيمي ګټو ته ترجيح ورکوي، نو خوښه يې خپله دی پوه شه او ډله يې. که ملي ګټې ورته له تنظيمي ګټو ارزښت لري، نو بايد د خپلې ډلې ځينو مغرضو کسانو ته په ډانګ پېيلې ووايی چې زه اوس د يوې ډلې نه، بلکې د حکومت اجرائيوي رئيس يم. زه د يوې وړې ولسوالۍ نه، بلکې د هېواد استازی يم، نو دا زما مکلفيت دی چې د هېواد له ملي ګټو ساتنه وکړم.

که دغه خودغرضه کسان د خپلو شخصي ګټو او واکونو لپاره د حکومت پر وړاندې د حکومت پرځونې هڅې او لمسونې کوي، نو بيا دا ده چې د دوی هغه شخصي شتمنۍ چې په بهرنيو هېوادونو کې د دوی يا د دوی د اولادونو او د يا د هر چا پر نامه دي پيدا او کنګل شي. له دوی سره بايد د دوی د دغو شتمنيو حسابي وشي چې له کوم درکه يې کړي دي چې له دې ډول ډتو څخه وغورځيږي او بيا د حکومت د پرځونې او ړنګونو خيال يې له سوچه ووځي. دا کار حکومت د خپلو بهرنيو دوستانو او انټرپول پوليسو له ليارې هم کولی شي او حکومت بايد په دې باره کې جدي غبرګون وښي.

د هغه او ستاسې د استعفا غوښتنې کوي. تېر ته په کتو دغه ډول انعطاف چې د ملګرو ملتونو له استازي سره ډاکټر نجيب الله وښووه. له بده مرغه د کابل د امنيت او د تخليه لپاره چې شل زره کسيز پوځ ورته په نظر کې نيول شوی وو. له بده مرغه چې پوځ هم جوړ نه شو، بلکې د هغې پروژې د تخريب لپاره په پېښور کې جنرال کټوازی يې ترور کړ او بيا خبره د دوستم په وسيله د جبر السراج د نامقدس ائتلاف په صورت کې خبره پر کودتا تمامه شوه او نجيب الله له مجبوريته ملګرو ملتونو دفتر ته پناه يووړه او هملته د پنجاب په لمسون د طالب پر لاس ووژل شو.

دا چې نن صلاح الدين رباني د اشرف غني، حنيف اتمر، معصوم ستانکزي، ډاکټر عبدالله او داسې نورو د استعفا غوښتنه کوي، نو پلار يې چې له اهل حل العقد شوری د ((شرالفساد)) شوری جوړه کړې وه او پر واک يې منګولې ټينګې کړې وې او د بدخشان وتاجکستان د کولاب په سوړو کې له ځان سره برمته کړې وه، ولې يې پلار هغه وخت خپله استعفا د مسعود د وېرې له امله نه شوه کولی چې د لسګونو زرو بېګناه کابل ښاريانو د مرګ ژوبلې او د خسارې سبب شوه؟

د دوی خور خو د نظار شوی ماويست مشر د خپل ورور احمد ضياء ته د همدې موخې لپاره وکړه چې د جمعيت واک ټول خپل او تر يوې ولسوالۍ پورې يې محدود کړي. دا چې نن عطا د همدې موخې لپاره هڅې کوي او دی يې د خپل ځان خوا ته مايل کړی دی. د دولت يو فعال وزير او نه بل لوړ پړي چارواکي ته هېڅکله اجازه نشته چې د حکومت پر خلاف په مظاهرو کې برخه واخلي.

حکومت بايد احمد ضياء، لطيف پدرام، امرالله صالح او نور لوړ پوړي چارواکي چې د حکومت پر ضد يې په لاريون کې برخه اخېستې او د دوی د دولت ځينو خود غرضو کړنو او لمسونو له امله د تاوتريخوالي سبب شو څارنوالۍ ته معرفي او پوښتنې ګروېږنې ترې وشي او د ملامتيا په صورت کې بايد قانوني مجازات وګوري. صلاح الدين رباني د حکومت د يو معاشخور لوړپوړي چارواکيتوب سره قومي تعصب پالي او د حکومت پرځای ورته د لطيف پدرام بېباکي او د احمد ضياء مسعود شخصي غرضونه او ګټې ورته ارزښت لري حکومت له پامه غورځوي او د حکومت د ړنګولو غوښتنې کوي چې دا د پنجاب هغه غوښتنو ته ورته ده چې د ډاکټر نجيب الله په وخت کې به يې کولې چې نجيب الله دې واک خوشې کړي. که هغه د ملګرو ملتونو سره په خبرو کې هغه وخت انعطاف نه وای کړی، نو نن به حالات داسې نه وو. اردو به مو پر خپل ځای پاتې وه او نن به ولې خلکو ته اړ کيدو چې له موږ سره د اردو په تجهيزاتو کې مرسته وکړئ. دا خو همدا ستا د اوښي ورور ((مسعود)) وو چې د ((خاد)) ليست يې دوزخي حميدګل ته ورکړ. تاسې مردارو خو د هېواد پر هېڅ يو حريم زړه نه دی سوځولی. ان تر دې چې پلار دې د نادرشاه د وخت افغان حويلۍ چې د افغاني حاجيانو لپاره به ترې د استوګنې ګټه اخېسته هغه مو هم وپلورله او هغه بل اوښي صديق چکري دې د حاجيانو پيسې د بسکټو په دبليو کې پټې کړې وې. پر خدای باور وکړه چې ستاسې غوندې بې ايمانه وبې وجدانه خلک پر مخک د زمکې نشته.

دا خو همدا احمد ضيا وو چې د لسګونو ميليونه ډالرو سره په اماراتو کې ونيول شو او ښاغلي کرزي بيرته راخلاص او پرده يې پرې واچوله. تاسې او خدای داسې يو ثبوت راوړاندې کړه چې له جهاده داسې ناوړه ګټه چا د زمکې پر مخ اخېستې وي لکه تاسې چې واخېسته؟ تاسې نور له دې پښتنو مشرانو څه غواړئ؟ قرآني لارښوونه دا وايی چې ((ان الصلوة تنهی عن الفحشاء والمنکر)) لمونځ انسان له فحشاء او بدو کړووړو راګرځوي. که ستاسې لمونځ او جهاد چيرته قبول وای، خو له غلا، چوروچپاول ((لوټمارۍ)) او غصبګرۍ څخه به راګرځول شوی وای. تاسې خو دومره حريصان شوئ چې د کابل لورې وکوڅۍ او تپۍ مو ټولې پخپلو نومونو کړې. عطا چې نن د صلاح الدين رباني پر خولې حکومت ته پټکۍ او ګوتڅنډنې کوي او له مشرانو غواړي چې استعفا وکړي، دی پخپله ولې له ولايته استعفا نه کوي؟ ولې د شاهين قل اردو په پېښه کې يې استعفا ونه کړه؟

تاسې مقاومتيان او پلاران مو له راشده خليفه ګانو، عشره مبشره او داسې نور صحابه کرامو لکه چې ډېر زيات ول چې د کابل زمکې، سړکونه او غونډۍ مو د دوی په نومونو کړئ؟ حرامخورو لږ په ګرېوان کې سر ښکته کړئ او له ناروا غوښتنو تېر شئ او د حکومت د ړنګېدو هڅې او غوښتنې مه کوئ. ولس ستاسې د بېکفايتۍ او نااهلۍ له امله ډېرې ترخې خاطرې لري او نور نه غواړي چې بيا تاسې غلو او تالانګرو هغه ته موقع بيا پر لاس ورشي او تاسې بيا هر څه يو ځل چوروتالان کړئ.

خپلو مشرانو ته د خير وبرکت دوعا و درناوی ،

زه پروسږکال له السلام انستيتوت سره د 2016 د Easter په رخصتيو کې د مراکش د اوقافو وزارت ((Dr. Ahmed Abbadi, Secretary General of the Mohammedia League of Moroccan Ulama.)) پر بلنه له خپل استاذ ډاکټر محمد اکرم ندوي سره چې ټول ټال 160 تنه کيدو دلته په لندن کې د نوموړي هېواد د سفارت په مرسته ولاړو. يوه اوونۍ مو په پلازمينه رباط او يوه اوونۍ په فاس/فيض Fez/Fes کې تېره کړه او د المغرب له نومورو علماو سره ليدنه وشوه. په تېره بيا په رباط کې په رابطة المحمدية او په رابطة العالمية الاسلاميه او د معهد محمد السادس لتکوين الأئمة المرشدين والمرشدات رباط او په فيض کې پر نړيواله کچه له نامتو عالم له شيخ عبدالحی الکتاني او نورو سره مو ليدنه وشوه او په شمائل الترمذي او په مؤطأ امام مالک کې مو ترې سماع او عامه اجازه ترلاسه کړه. همدارنګه د کسبلانکا په ستر جامع جومات د حسن الثاني، جامعة القرويين او په مکناس کې له مرحومې الحاجه شيخه بي بي خديجې سره ليدنه وشوه او د خپل هېواد او هېواد مشر په باره کې مې ترې د برياليتوب دوعا وغوښته. مرحومه الحاجه هغه لومړنۍ مېرمن وه چې په المغرب کې چا مېرمنې د زده کړې لپاره نه پرېښوولې او دې په جامعة القرويين کې د علم حديث او نورو مرجو علومو زده کړه وکړه او بيا د ښځو مدني فعاله شوه او د وخت د پاچا له لورې ورته ستاينليک ورکړ شو.

https://www.youtube.com/watch?v=vKbTYBoiEWg

http://www.alquaraouiyine.com/index.php/2014-01-08-09-43-58/2014-01-08-09-45-08/institut-mohammedviaima

https://ar.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%B3%D8%AC%D8%AF_%D8%A7%D9%84%D8%AD%D8%B3%D9%86_%D8%A7%D9%84%D8%AB%D8%A7%D9%86%D9%8A

https://www.youtube.com/watch?v=GyyhsgdsXIo

موږ ته تېر کال د المغرب د اوقافو د وزارت له لورې د ښاغلي العبادي له لورې بلنه راکړل شوې او هغه دا چې زما استاذ دکتور محمد اکرم ندوي ((مور يې پښتنه وه)) د ((المحدثات Al-Muhaddithat: The Women Scholars in Islam)) په نوم څلويښت ټوکه کتاب د 16 کلونو په موده کې ليکلی. د المغرب حکومت داسې هيله لرله چې ورته چاپ يې کړي او هم پر صحيح مسلم باندې يوه نوې جامع شرحه ليکي چې دا به يې يو بل لوی ستر کار وي. ښاغلي ندوي له شيخ ابوالحسن علي ندوي، شيخ ابوالفتاخ ابوغده او له شيخ يوسف القرضاوي نه په علم حديث کې اجازې لري.

Sheikh Mohammad Akram Nadwi “Women Scholars of Hadith in Islam” 31/12/2015

https://www.youtube.com/watch?v=egkw8MSLsD8

محمد أكرم الندوي: جهود المرأة في الحديث النبوي الشريف

http://www.habous.gov.ma/%D8%A7%D9%84%D8%AF%D8%B1%D9%88%D8%B3-%D8%A7%D9%84%D8%AD%D8%B3%D9%86%D9%8A%D8%A9-2016/8415-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%A3%D9%83%D8%B1%D9%85-%D8%A7%D9%84%D9%86%D8%AF%D9%88%D9%8A-%D8%AC%D9%87%D9%88%D8%AF-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B1%D8%A3%D8%A9-%D9%81%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%AD%D8%AF%D9%8A%D8%AB-%D8%A7%D9%84%D9%86%D8%A8%D9%88%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%B4%D8%B1%D9%8A%D9%81.html

ما ته تر ټولو ښه او هېښنده دا ښکاره شوه چې په هره غونډه او مجلس به يې د خپل پادشاه محمد السادس ته د روغتيا وسلامتيا او د چارو په سمونتيا او لا پرمختګ کې د خير ښېګڼې دوعا کوله. څښتن تعالی شاهد دی چې ما ته به ژړا راغله او غونی به مې زيږ شو چې ته وګوره دلته علما د خپل مشرتابه ته څومره درناوی او د خير وسلامتيا دوعا کوي او موږ يې د ټاکنو په وخت کې عسکونه د لوی خيمې په تالار کې نه شو زغملی او څومره سپکې سپورې ورته وايو. زموږ پخوانی هېواد مشر ښاغلی کرزی د ګاونډي هېوادونو له ډېرو بزرګانو، ديني بنسټګرو، اسلامپالو او پرېښتو پورې زر ځله ښه دی، خو له بده مرغه چې قدر يې راسره نشته. خپلو مشرانو ته نه درناوی په حقيقت کې له اسلامي ارزښتونو نه سرغړونه ده.

زه پر دې پوره باور لرم که موږ د خپلو مشرانو درناوی وکړو، له شک پرته چې دغه ټولې ناخوالې به ډېرې ژر ختمې او موږ به د سوکالۍ پر لورې روان شو، خو له بده مرغه چې له موږ سره د خپلو مشرانو درناوی نشته. دا په حقيقت کې زموږ د الله تعالی او د نبوي ارشاداتو نه ښکاره سرغړونه ده.

له خدايه ځار شم موږ څڼور او ناپوه طالبان وحقانيان د څارګرې ادارې د داسې روزل شويو ديني بنسټګرو او اسلامپالو فتواو ته ناست يو چې هغوی کليمه د خپلو نظاميان او څارګرو ادارو له وېرې نه شي ويلی. زه په زغرده پر څڼورو طالبانو او حقانيانو باندې غږ کوم چې تاسې د نورو پر لمسون د الله تعالی د حکم پر وړاندې سرغړونه اختيار کړې. څوک چې د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم له ارشاداتو نه مخ اړوي او سرغړونه کوي الله تعالی يې نيست ونابود کوي. تاسې او نظاميان واستخبارات به هم الله تعالی نيست ونابود کوي. ډېر ژر ده چې نيست ونابود به شئ.

په پای کې پر ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د دغه مکار ومخيّل دوه مخي دښمن پر وړاندې يو شئ. دوی زموږ د خاورې، ملي حاکميت او نسل وژنې پسې رااخېستې ده. د دوی پر دغه دوه مخي اسلامي ماسک باندې تېر نه وځئ. د دوی زړونه تور دي. دوی له موږ څخه ځينې ناروا غوښتنې لري او موږ حق لرو چې له دې وروسته له خپل مسلم او مشروع حقه دفاع ((ننګه وملاتړ)) وکړو. که فلسطين له کافرو غواړو، نو پښتونستان ولې له مسلمانه يا په بله د زاړه انګرېز له ميراثخوره ونه غواړو. حال دا چې دوی د وراثت هېڅ حق نه لري او پر حقه حق باندې مو د اسلام پر نوم وژني.

په طالبانو، حقانيانو او نه په داعشيانو کې ايمان شته. دوی خواران د اسلام په نوم باندې دوکه شوي او له سمې لارې منحرف شوي. ځکه يې د پنجاب مکار ومخيّل دښمن پر لمسونه د خپل بېګناه ولس وينې د روژې په مبارکه کې مياشت کې توې کړې. په اسلامي ارزښتونو ان د يهودو ونصاری د غيرمسلمو د جنازې د مړي درناوی شته، خو څښتن تعالی دې له هغه سياسي اسلامپالو او ديني بنسټګرو سره زموږ په هکله عدالت وکړي چې د دوی په مدارسو او مراکزو کې د افغانوژنې ذهنيت ورکول. ايمان يې له زړونو ورنه وباسي او فکرونه يې په زهرو ورډکوي. څښتن تعالی دې يې پر خپلو خوږو خوږمن کړي.

هيله ومشوره :

دا چې د اسلام په مبارک دين کې د ځينو مياشتو درناوی، بلکې د مسلمان وغيرمسلمان وينه په ناحقه تويول منعه دي. ان چې د اسلام په مبارک دين کې د يهودو ونصاراو او نورو د غيرمسلمو د جنازې د مړي درناوی شته پاتې مسلمان خو لا څه کوې. دا چې طالبانو، حقانيانو او داعشيانو ته د دوی کړه وړه دا اجازه ورکوي چې په جنازه کې ځان والوځوه او يا د جمعې او نورو لمونځونو کې خلک ووژنه، نو دا ډول کړنې له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې په انسانيت وبشريت کې هم ورته بېلګه نشته.

دغه مکار ومخيّل د انسان په جامه کې شرمښان د افغانانو د وينو تږي دوه مخی نظاميان واستخبارات چې څڼور او ناپوه تش په نوم طالبان، بلکې اجرتي قاتلان، حقانيان وداعشيان د مکار ومخيّل پنجابي پر نرمه ژبه غولول شوي او د خپل ولس او خلکو د وژلو لپاره ورته ذهنونه له زهرو ډک کړي او زړونه يې ورته له ايمانه تش کړي خپل ټول داخلي اختلافات يوې خوا ته او د دغو شريرو، فجّارو، فسّاقو، بغّاتو او کرايه کښو قاتلانو او د پاکستان د دوه مخي سياست پر وړاندې له خپل هېواد مشره په ټينګه ملاتړ وکړي.

زموږ دواړه هېواد مشران ښاغلی کرزی او ښاغلی غني د خلکو له بزرګانو، مفتيانو، عالمانو، اسلامپالو او له ديني بنسټګرو نه زر ځله ښه دي. مولانا طارق جميل چې د جناح ستاينه کوي يا د حقانيه بنسټګر مولانا سميع الحق او مولانا فضل الرحمان چې د بېنظيرې او د زرداري لکۍ يې ټينګه کړې وه او يا قاضی حسين احمد چې د ضياء او سراج الحق يې اوس د بل چا لکۍ ټينګه کړې ده له هغوی خو دواړه زر ځله شرف لري

موږ بايد د چا پر لنګوټيو او ږيرو تېر نه وځو. په اسلام کې له وينا نه عمل يعنې کړووړو ته ارزښت زيات دی. وينا تش يوه دعوه دی او دعوه ثبوت ته اړتيا لري او د دې خلکو ثبوت دا دی موږ يې هره ورځ په خپلو سترګو ګورو چې دوی هېڅ ډول ديني واخلاقي ارزښتونو ته قايل نه دي. دغه بېرحمه او تور زړي دا هم نه پېژني چې عبادت کوونکي او لمونځ کوونکي څوک نه وژني، خو نه د جمعې د لمانځه او نه د جنازې او نه د نورو لمونځونو ان تر دې چې د مساجدو درناوی هم ورسره نشته.

په پای کې د نننۍ جنازۍ قربانيانو او ټولو غمځپلو ته تسليت وايم او ټپيانو ته عاجله شفا غواړم. هېواد مشر غني او ټولو هېوادوالو ته د تسليت او ډاډينې اعلی مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې زموږ شهيدان راوبښي. الله تعالی دې پنجاب پر خپلو خوږو خوږمن، منحل او پر نړيواله کچه يې منزوي کړې.

په پای کې پر ټولو هېوادوالو غږ کوم چې خپل هېواد مشر ډاکټر محمد اشرف غني ته د خير وبرکت او د برياليتوب دوعا کوي چې څښتن تعالی د ده په شتون کې دې ګران هېواد ته سوله او امن راشي او يوځل بيرته ټول افغانان د بين الافغاني تفاهم او د الهي حکم ((والصلح خير)) په رڼا کې پر يوې چرګې سره بيرته راټول او دغه د تعصب، قومپالنې، ژبپالنې او ستمپالنې او ډلپانې روحيه مو له زړونو او فکرونو ووځي او بيرته سره هماغسې وروڼه شو لکه چې مخکې وو. غمازان او پرديپال دې الله تعالی نيست ونابود کړي. امين ثم امين

په درنښت

سيد حسين پاچا

رباني: د ملي امنيت سلاکار بايد له دندې ګوښه شي

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-40160400

ارګ: حکومتي چارواکي دې مسوولانه عمل وکړي

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-40164920

امريکا او اروپا بايد د پاکستان د تروريستي پاليسۍ د ختمولو لپاره پر ډيورند له سره کتنه وکړي

http://www.taand.com/archives/90212

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=56246

چارنسکي: د ډيورنډ تاريخي تېروتنه بايد جبران او د افغانستان تاريخي حق دې ورکړل سي

https://khabarial.com/archives/15328

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply